کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / پښتانه او ترهګري:

پښتانه او ترهګري:


نن نړۍ د لر او بر پښتانۀ  يو اځې د ترهګرو په نامه پېژني او هم داسې فکر کېږي چې ټول پښتانه ترهګر او ټول ترهګر پښتانه دي . نو راځۍ چې د لږ وخت لپاره دا خبره د غليم سر ه ومنو،ځکه چې ځمکينی حقيقت هم دا دی . خو لکه چې سياڼه وايي چې د هرې خبرې په شا يوه بله خبره پټه وي او هم هغه اساسي خبره وي ،نو که دا دومره غټ تور ورسره ومنو،بايد راته اجازه راکړې چې هم هغه اساسي خبره رابرسېره کړو.او هغه اساسي خبره د پښتون قام  خپل تاريخ دی چې هرڅومره ځلنده، لرغونی او دامپراتوريو او مېړانو څخه ډک دی خو اوس لکه په بېلګې د هغې ښاېسته انجونې دی چې ورته خپل ښاېسته توب پخپله غليم شو. دې لرغونې قام  د وخت په اوږدو کې د هر رقم حالاتو او واقعاتو سره په نره مبارزه کړې ده، د بخت نسر څخه نېولې تر سکندره او د مغلو څخه تر انګريزۀ، پښتون په هر دور کې د خپل مټ پر زور خپل ځان بريالی ورپېژندلی دی. او که چېرته ماتې يي خوړلې نو د خپل ورور له لاسه، انګريز به هڅ چېرې د پښتنو ټاټوبی مات کړی نه وای که ورسره د امير عبدلرحمان په څېر پښتون مل نه وای ،خو سکندر،مغل او انګريز دا يوه خبره هر وخت په نظر کې نيولې چې پښتون په زور نه خو په چل را نېول کيږي .خو چل خو ټول عمر بريالی نه وي ،اخر يو حد لري او د چلونو په دې نړۍ کې اوس پښتون هم ډېر چلونه زده کړل ،او داسې ښکاري چې پښتون په سياسي چلونو نور نه غولېږي،نو اوس د يو بل چل لړۍ پرانيستل شوه چې پيل يي دا ځل د پاکستان د استخباراتې ادارې لخوا دجنرال  ضياالحق په دور کې په هغه وخت وشو چې امرېکايان د روسيه له ويرې د يو کومک په لټه ول . د پاکستان عسکري حکومت هم د يو داسې وخت په انظار و،چې دښمن هم مړ شي او د سر بېعه يي هم د دوی جيبونو ته پريوځي .د پاکستان عسکري مشرانو د طالبانو په نوم يوه ډله ترتيب کړه چې ډېری يي پښتانه ول،او هم د دوی په سر يي د امريکې څخه په ميليارده ډالره او ډول ډول وسلې ترلاسه کړې او ددې وسايلو پېنځه وېښت فېصده يي د روسيه پر ضد طالبانو جنګ سالارانو ته ورکړل او د دې يوه ډيره کمه برخه جنګيدونکو طالبانو ته ورکړل شوه ،جنګيدونکو طالبانو ته خو وسايل ډېر کم ورکړل شو ،خو يو شی ورته بېخې ډېر ورکړل شو،او هغه د جنت زېرې ول،دا د پاکستان د عسکري او مذهبي ګوندونو يو برسيره بريليتوب و،چې په بې سواده پښتنو يي په ډيره ګرانه بېعه دا نوی چل وروپلورو ،دلته د پښتون قام يوه بله کمزوري رابرسيره شوه او هغه دا چې دا بې وزله قام خو د هغه خلکو نه هم د جنت اجازت نامې اخلې څوک چې ورته په خپله هم نه شي تللی او بيا دې بې وزلو خلکو د مېړانې يو بل تاريخ جوړکړو چې بې سرو سامانۍ کې يي د شوروې په څېر لوی حکومت مات کړو،د امرېکې د سترګو اغزی خو لرې شو خو د پاکستان ټهټر يخ نه شو او هېر دې نه وي چې هم هغه وخت د پاکستان عسکري حکومت د هغه وخت ټاکل شوی لومړی وزيرجونيجو د کاره ګوښه کؤ چاچې په رښتيا غوښتل چې د روسيه پوځيان له افغانستان څخه ووځي او دا جګړه پای ته ورسېږي.خو د پاکستان عسکري حکومت نه غوښتل چې په افغانستان کې جګړې ته د پاې ټکی کېښودل شي ،ځکه د پاکستان اقتصادي حالات د دې اجازه نه ورکوله،چې بې له جګړې د پاکستان اقتصاد پاکستان د عسکري قومندانانو ماڼۍ ګرمې وساتي  او بيا په تيره تيره يو باثباته او امانې افغانستان د پاکستان په ګټه نه و او د جګړې پايلې هم پاکستان ته ګټهورې نه تمامېدلې نو طالبان يي په خپل منځې جګړو کې اخته کړل خو بيا هم د پاکستان مذهبي او عسکري مشرتابۀ په دې ونه توانېدل چې د ډيورنډ کرښه پرې ورومني نو اراده يي وکړه چې په افغانستان کې د هر پرمختګ مخنيوی وکوي .طالبان يي ورخلاص کړل ،نجيب يي پرې وواژۀ او په افغانستان کې يي د پيړو پېړو هغه اثار ختم کړل چې يو افغان ته به يي د هغه د زرګونو کالو لرغونتوب ورپېژندۀ، او دا هېواد يي د مذهبي افراطيانو په ځاله بدل کړو. خو بايد دې خبرې د نړۍ نظر راونه ګرځول شو، نو دې چل بازانو طالبان وهڅول چې د نړۍ سترګې ځان ته وروګرځۍ او په پايلې کې د نهم سپتمبر پېښه رامنځ ته شوه او يو ځل بيا د نړۍ سترګې د افغانستان په لور واوښتلې ، خو دا ځل غربي نړۍ د افغانستان د بيا ودانۍ کار ته لومړيتوب ورکړو. دکرزي حکومت د افغانستان د بيا رغونې په پروسه لاس پورې کړو او په لږه موده کې د يو نوې او پرمختللي افغانستان انځور په جوړيدو شو، او دا خبره د پاکستان لپاره د يوې لويې غمېزه نه کمه نه واه چې مغربي نړۍ په خلاص مټ د پاريس په غونډه کې د افغانستان د بيا رغونې لپاره د نولس ميليارده ډالرو ژمنه وکړه ،او ورسره ورسره د نورو مالي او بنسټيزو تاسيساتو جوړولو ژمنې وشوې ،او دلته بايد دا ووايم چې د پاريس پلان د مارشل پلان په پرتله و چې د مخې يي د اروپا جګړه ځپلي هيوادونه بيا ودان او مخپه وړاندې روان شول ، خو د پاکستان عسکري واکمنو دا چېرته غوښتل چې په شرق کې ورته د پښتون قام يو غښتلی،مخپه ترقۍ او يو باثباتۀ هيواد سر وسنډوي .او بيا د لرې پښتانۀ د برې پښتنو سره د يو والۍ غوښتنه وکړي او دا څه رنګه ممکېنه وه چې د برې پښتانۀ لکه د غرب په ترقۍ وي او د لرې پښتانۀ دې خپل قسمت د پنجاب په ترقۍ کې ويني ،او هم دا رنګه د پاکستان دوه قومي نظريه د خطر لاندې وه چې اساس يي د پښتون قام په اوږو پروت دی،او په نتجې کې د پاکستان وجود له نړۍ دمخ نه ورانيدونکی و،د پاکستان استخباراتي ادارې يو ځل بيا د طالبانو اصطلاح نوې کړه ،او د يو نوې فکر سره يي خپل روزل شوي طالبان په لر او بر راخوشي کړل.چې يوه چاودنه په هلمند او بله په پېښور کې و کوي،په دواړو کې پښتانۀ وژل کېږي ،خو توپېر يي دا دی ،چې د پېښور د چاودنې سر بېعه پاکستان ته او يا پيجابي عسکري مشرانو ته ورکړل سي او د دواړو چاودنو تاوان پښتون قام ته ورسيږي. د دې لوبي لومړی ميدان يي د سوات ښکلې دره وټاکله ،د فضل الله په څېر مولا يي راپيدا کړو او ورسره يي د ايي ايس ايي غړي ورملګري کړل، او د دوی مخامخ يي يو نيم  پوځي ټوله چې د فرنټير کور په نامه پېژندلی شي،ودروله، او په طالبانو يي بې شمېره ووژل،دغه رنګ د پښتنو بله زوروره ټولنه چې ځايي پولس ول،ووژل،او په خلکو کې د ويرې اچولو په موخه يي بې ګنا معصوم ځايي خلک حلال کړل،د سوات څخه پولس وتښېدل او يا مړۀ کړل شو،او طالبانو ته په خلاص مټ وسله او وسايل ورکړل شول او ورسره ورسره د مذهبي ټولنو په شمول د جنت د ويزو ورکول هم پيل شول . خو ښايې چې دا ځل د پاکستان استخباراتي ادارې يوه تيروتنه وکوله او هغه دا چې دوی فکر کاوۀ چې سوات په غرونو کې تړلی، او د نوري نړۍ څخه د يوې لارې په بنديدلو پرېکېدلی شي او امکان لري چې د يو لوی وخت لپاره د سوات په ډګر دا لوبه پاتې شي  خو داسې ونشوه،سوات بېشکه په غرونو کې بند دی خو د سوات خلک د نړۍ په ګوټ ګوټ کې پراته دي،او په تحصلي کچه د پاکستان دهر ځای د وګړو نه وړاندې دي،هغوی په درسته نړۍ کې د سوات لپاره کمپاين وکو او هڅه يي وکړه چې دغه حالات په ډاګه کړي ، که څه هم د پاکستان اسخباراتې ادارې د پاکستان د مډيا پر مټ د پوځي اپريشن ناسم انځور خپور کړو او هم د دې مقصد لپاره يي د اذادي ميډيا په نوم په پاکستان کې يوه داسې ميډيا رامنځه کړه چې کارکونکي يي ټول د ايې ايس ايې د لارې خلک دي ،خو بياهم  د پنجاب د عسکرو لپاره دا اسانه نه وه چې په قلاره د سوات د پښتنو وينه خرڅه کړې ،نو سملاسي يي دغه ډګر وتړو او طالبان يي د وزيرستان په لور ورمات کړل،او د سوات د طالبانو مشر يي په افغانستان کې ورپټ کړو.او لا تراوسه د وزيستان لانجه روانه ده او که مغرب ډېرې پيسي ورنه کړي نو کېداسي چې يوه ورځ واورو چې طالبانو د پاکستان هستوي وسلې ترلاسه کړې دي. د کومې په هکله چې کله نا کله ټوس ټوسي کېږي
د فکر وړ پوښتنه ده چې د پاکستان عسکري مشران ولې يوه داسې لوبه لوبوي چې په کې خپل ملکي وګړي وژني او سيمه يي د پر مختګ پر ځای په شاتګ کوي؟،فکر نه کوم  ځواب يي ډېر پيچلی وي ،که لږ د پاکستان د رامنځته کېدو ته ځېر شو ،چې اوس اوس په يوه عجبه توګه د نړۍ په نقشه کې  راومنډل شو،نو وبه وينو چې په اساسي توګه بې کچه کمزوري بنيادونه لري ،د مثال په توګه ،د کوم قرارداد له مخه،لکه چې ادعا کېږي ،چې د پاکستان د جوړولو لپاره زمينه برابروي ،د ژبې او مذهب په بنياد دبيل  قوم اوبيل  هيواد د رامنځته کولو اساس ټېنګوي ،چې يو بې ساري بېلګۀ دی، که قومونه او هېوادونه په داسې اساسونو جوړول امکان ولري،نو يواځې کم وبيش دوه سوه قومونه او تر پنځوسو زيات مذهبونه او عقيدې په متحده ايالاتو کې په يو وحدت کې ژوند کوي او کولی شي چې هره ماينارټي (لږکي) ځان ته د بيلو بيلو هېوادونو غوښتنه وکوي اوهمدا رنګه  د سنګاپور په څېر کوچنی هېواد هم په دريو برخو کې وويشل چي لږکيو ته خپل خپل هېواد ترلاسه شي ،خو داسې به د نړۍ ټول نظام تس او نس شي. پاکستان په يوه داسې يو اساس ټېنګ دی چې هر وخت د نړېدلو د خطر سره مخامخ دی او ښايي په دې ورستيو کې دا خطر ډېر په توانمندۍ سره رامنځ ته شوی وي ،ځکه چې ځمکېنې حقيقتونه دا ښايي چې د لسيزو لسيزو د بدچلنۍ او محرومۍ له لاسه د هېواد دوه قامونو،بلوچ او پښتون دا پرېکړه کړي وي چې نور ده يوې ټولنې د خوشالۍ لپاره خپل ځانونه نه شي وژلی او په دې خبره يي سر خلاص کړی وي چې د پاکستان د وحدت څخه بهر هم سړی مسلمان پاتې کېدی شي او دا ځکه چې نن ډېری خلک اسمانې کتابونو ته لاس رسی لري او لوستلی يي شي چې داسې په يو  کتاب کې هم نشته چې بې پاکستانه مسلمانې نشته .او هم دا هغه وخت دی چې د پاکستان ځپل شوو قومونو ورته د لسيزو لسيزو انظار باسلی .
په دا وخت غربي نړۍ د ټولې نړۍ د امنيت په خاطر يو ستر مسؤليت لري چې د يوې نظامي ټولنې په وړاندې د قومونو مرسته وکوي او د شر او فساد ځاله ورانه کړي،او که غربي ټولنې خپل دا مسؤليت ترسره نه کړو، نو په نړۍ کې به وګړي د امنيت او خونديتوب د نوي نوي خطرونو سره مخامخ کېږي.