بریتانیا، پاکستان اودشمال طالبان
څه وخت مخکې دشمالي ټلوالې دجنګسالار عطامحمدنور اودده دډلې ټپلې لخواپه رسنیو کې سختې نارې سورې جوړې شوې وې چې طالبان له لاسه شمال ته راوړل کیږي اودشمال امنیت دخرابیدولورته بیایي زمونږ مشران وايي چې چرګ په کوزه کې ګوري دنوموړي پام یواځې شمال ته دی .
ګرانو هیوادوالو دامسله ډیره ارزښتمنه ده. موږ سره له دې چې له یوه ټیټ پوړي وګړي څخه بیا ان تر کرزي خان پورې په خپله خاوره کې کوم اجرایوي واک نه لرو، مګر بیا هم دمسلې په حساسیت اوژوروالي باندې باید ځان پوه کړو. دلته طالبان له کومه شول؟دځمکې اوکه دهواله لارې راغلل؟ چاراوستل؟ چاچورلکې ورکړي؟ دڅه لپاره یې شمال ته راوستل ؟ طالبان دناټوله کوم غړي هیوادسره دومره له رازونو ډکې اوغښتلې اړیکې لري چې دوی یې له هلمنده په چورلکو کې کندوز،بغلان،سمنګان اونورو ولایتونوته راوړل ؟ دادناټوغړي دڅه لپاره داکارکوي ؟ دچاله لارې یې کوي ؟ ایا دولت په دې کې ښکیل دی اوکه نه؟ دااودې ته ورته نورې ډیرې پوښتنې دي چې ځواب یې باید ناټو،امریکا ،اوسنی دولت اوطالبان ووايي .
دنړۍ اوافغانستان ټولو رسنیو په ډاګه کړه چې طالبان دافغانستان له ناارامه جنوبي ولایت هلمندڅخه دافغانستان شمال ته راوړل شول .چیرته چې بریتانوي ځواکونه میشت دي اوله طالبانوسره ددوی پر وینا دتروریزم ضدجګړه باندې بوخت دي .هېره دې نه وي چې دناټوله غړیو هیوادونو څخه بریتانیا په ټولو رسنیو کې ډیرپه ښکاره توګه دطالبانوملاتړاو پلوي کوي .زمونږ پخوانی دښمن (بریتانیا) اواوسني دښمن (پاکستان) دواړو مټي رانغښتې ترڅو افغان ملت په ځانګړي ډول پښتون ولس دتباهی کندې ته ورټیل وهي ځکه ددغه ملت په پایښت کې دوی دخپلو ګټو زوال اوپای ویني .بریتانیااوپاکستان دخپلو ګډوګټولپاره غواړي پښتانه ولسونه ترهغه بریده چې شونتیا یي وي دتباهی ،جهالت اوتورودوروپر لوربوځي . بریتانیا غواړي خپل ډیر پخوانی کسات له ټولو هغوپښتنوڅخه چې له دوی سره په میوند،وزیرستان (رزمک) ،سوات ،ملاکنډ،خیبر،واڼه اونوروسیمو کې جنګیدلي وودخپلې جوړې شوې پروژې (طالبان) اوپاکستاني پوځیانوپه مټ واخلي . دوی دپاکستان په مشوره لومړی طالبان ولیږ ل اوبیایې دنړۍ پام دناټو دکاروانونو په سوځولو اونورو تاکتیکونو سره دغو طالبانو ته راواړولو اونړۍ ته یې وښودله چې پاکستانی پوځ باید له طالبانوسره وجنګیږي ترڅو نړۍ ته ددغه رنځ دخپریدومخنیوی و شي اوبیا يې خپل غلام ته له نړۍ څخه ښې ډیرې پیسې هم ترلاسه کړي ترڅو هغه یې دپښتنو اوبلوڅو دځپلو لپاره وکاروي .
ځینو خلکو چې دپردې ترشا دسیسو څخه نه وو خبر،دې خبرې ته دشک په سترګه کتل چې دابه دناټوغړی هیوادبریتانیا نه وي چې طالبان شمال ته راوړي . مګر داخبره هلته سپینه شوه چې دافغانستان کوچیانو په خپله دبریتانویانو شینوک(Chinook) چورلکې په خپلو سترګو ولیدلې چې ډله ډله طالبان یې دشپې دهیواد دشمال په ډاګونو اوغرونوکې راکوزول .
داخودې کوچیان ژوندي وي چې داخبر یې ترریاست جمهوري راورسولو ځکه داکوچیان دي چې دهیواد دپولو ګزمه کوي اوتل هیواددسرونوپه قرباني ساتلی . دکوچیانوپه مټ له خبریدوورسته بیا کرزي په رسنیو کې دکمیسون دټاکنې غورځي کول .ورپسې دافغان ژباړونکي سلطان منادي یرغمل کیدل اووژني چې دنیویارک ټایمز دیوبریتانوي ژورنالیست Stephen Farrell سره یې کارکولو داخبره لاجوته کړه چې بریتانویان شمال ته دطالبانو په لیږد رالیږد کې ښکیل دي .ویل کیږي چې نوموړي ژباړن سره داسې خبرتوکي اوانځورنه ووچې دبریتانوي چورلکو په مټ یې دطالبانو لیږد رالیږد شمال ته ښودلو.بریتانوي پوځ ته ددې خبرې له مالومیدو سره سم چې منادې دغه راز خبرتوکې په لاس کې لرې دهغه پټ کمانډوپه مټ چې دStephen Farrell دخوشي کیدو په عملیاتوکې يې په پټه توګه برخه درلوده په مردکیو غارغار اووویشتل شو. بل داخبرهلته نوره هم بربنډه شوه چې بریتانویان شمال ته دطالبانودلیږدرالیږدچارې پرغاړه لري چې دهیوادپه رسنیوکې داخبرونه خپاره شول چې دکورنیوچارودوزارت جنرالان اوامنیه قوماندانان په شمال کې وسلې طالبانو ته لیږدوي . ویل کیږي چې بریتانیا داکاردخپلو هغومشاورینوله لارې چې دکورنیوچاروپه وزارت کې له ښاغلي اتمر سره ناست دي کړی دی اوپه پټه یې دغه وسلې دطالبانوترګوتووررسولې دي . ویل کیږي ښاغلی اتمر هغه افغان دی چې خپلي زده کړې یې په بریتانیا کې کړي اودبریتانیا په ملاتړ اوترڅارنې لاندې په افغانستان کې کارکوي .(دغه خبر ارمان ملی ورځپاڼي داکتوبر په ۱۳ خپورکړ) . همداراز په ۲۰۰۸ کال کې کرزي دوه هغه برتانوي ډیپلوماتان چې دطالبانومشران په ځانګړي توګه منصوردادالله یې دې ته رابللو ترڅو له بریتانویانوسره ښې اړیکې ولري له افغانستان څخه وشړل .
بریتانیا اوپاکستان ددغه کارپه ترسره کولو سره خپلې ګټې خوندي کوي :
پاکستان اوبریتانیا غواړي امریکا،ناټواونړۍ ته دهغې لارې ارزښت چې دپیښور اوبیا خیبر له لارې به دناټواکمالاتي کاروانونه پرې راتیریدل ورپه ګوته کړي . په شمال کې دطالبانوپه مټ په هغوکاروانونوچې دروسیې له لارې افغانستان ته راځي بریدونه وکړي اودغه لاره شنډه کړي ترڅو بیرته دخیبر لاره کارنده شي .بریتانیا غواړي ددغه تاکتیک له لارې خپل چوچي ته خواړه برابر کړ ي .
په شمال کې دمیشتوپښتنو قومونوبدنامول ځکه دوی ډیری طالبان پښتون میشتې چاردرې ولسوالۍ ته ولیږدول . په دې کار سره په شمال کې میشتونوروقومونوته دپښتنوسره دجنګ اودپښتنودویستلواوکډه کولو دلاروچاروپیداکول اوافغانستان ویشنې ته زمینه برابرول دبریتانیا اوپاکستان بله موخه ده .
بریتانویان غواړي جرمنیانو ته چې له ډیره په شمال کې ارام پراته دي سرخوږی جوړ کړي دطالبانوپه ورتګ سره جرمنیان دې ته مجبورکړي ترڅو په پښتون میشتو سیمو بمباري وکړي اودجرمنیانواوږدمهاله ښې اړیکې له پښتنو سره خرابي اودپښتنو په ذهنونوکې جرمنیانوته ددښمن تصور پیداکړي .
دبریتانیا اوپاکستان لخوادشمال داکمالاتي لارې بندول اونړۍ ځان ته ایسارول بله موخه په ځان کې رانغاړي .پاکستان اوبریتانیاغواړي چې نړیواله ټولنه په افغانستان کې ماتي وخوري اوافغانستان یوځل بیا ددوی منګولوته ولویږي .دې ورته خبره دهند وزیر اعظم من موهن سنګ وکړه اوټولورسنیو راواخسته هغه وویل :” پاکستان دامریکې اونړیوالې ټولنې ماتي غواړي اوغواړي امریکا له افغانستانه لاړه شي اوخپل پوځونه وباسي ترڅو پاکستان په افغانستا ن کې نیغ په نیغه لاس رسي اولاس بري ولري .”
په پای کې افغانان باید دخپل هیواد دښمنان په کلکه اوژوره توګه وپیژني اوکړې تیروتنې بیاونه کړي که نه خدای مه کړه دډیورنډ غوندي دزهرونورغوړپونه به هم وکړي طالب،ملا،مجاهد،تکنوکرات،کمونست اوهرڅوک باید افغانستان خپل هیوادوګڼي اودخپل هیواددشتون اوپایښت لپاره یوځای کاروکړي .
دګران افغانستان دابادي اوسوکالي په هیله