مصر دغزې په تراډه کي اوسپنيز ديوال دروي

د لراوبر اداره | دسمبر 11th, 2009


اسراییلی چارواکی څوځلی ویلی چی د حماس ډله د همدی تونلونو (دځمکی لاندی لاره ) لاری د مصر څخه قاچاقی توکی را اړوی نو څکه مصر ددی ستر دیوال چی څه دپاسه ۱۱ کیلو مټره اوږوالی لری کار پیل کړچی نموړی دیوال به ۱۸ متره په خاوره کی دننه ژور والی ولری .

ددغه دیوال د طراحی چاری د امریکایی څواکونو له خوا بشپړی شوی او نوری پاتی چاری به یی په راتلونکی ۱۸ میاشتو کی د مصریانو له خوا تر سره شی ، خو د مصر چارواکی په دی اړه خپل نظر نه دی څرګند کړی .

په سیمه کی میشتو خلکو په وینا ، دا څو اونیو را هیسی ټولی شنی ونی او نیالګی دخلکو له لوری وهل کیږی

د یا دونی وړه ده چی د دی دیوال د اوسپنیزو ټوټو د کلکوالی په موخه د امریکی په متحده ایالاتو کی د بمب چادونه هم تر سره شوی خو امریکی تر اوسه پوری په دی هکله څه نه دی ویلی .

د دی دیوال د درولو چاری په داسی وخت پیل شوی چی څلور کیلو متره دیوال مخکی تردی درول شوی .

د غزی تراړه د اسراییلو له لوری د سختو محدویتنو سره مخامخ ده نو ځکه دوی د ځمکی لاندی تونلونو څخه د اړتیا وړتوکی له مصر څخه رانیسی ، خو ګمان نه کیږی چی ددی ستر اوسپنیز دیوال په دریدلو سره به دا لاری محدودی کړی ، خو فلسطینان به دی ته و هڅوی چی خپل تونلونه نور هم ژور کړی تر څو د اړتیا وړ توکی لاس ته راوړی .

Copyright Larawbar 2007-2024