کور / تازه خبرونه / اوباما: افغان حکومت تر ډېره نه سو ساتلاى

اوباما: افغان حکومت تر ډېره نه سو ساتلاى

د امريکا ولسمشر وايي له افغانستان څخه يې ځکه د امريکايي پوځيانو د ايستلو نېټه اعلان کړه، چي افغان حکومت ته وښيي چي امريکا يې تر آبده پوري نسي ساتلاى.
د افغانستان په باب د امريکا د نوي اعلان سوي ستراتيژۍ له مخي به امريکايي پوځيان ١٨ مياشتي وروسته له افغانستان څخه په وتلو پيل وکړي، چي د عامو افغانانو له خوا يې هرکلى وسو، خو د افغانستان حکومت ډېر سوړ غبرګون ورته وښودئ.
ولسمشر باراک اوباما د امريکا له سي، بي، ايس ټلوېزون سره په يوه مرکه کي وويل امريکايان تر ډېره وخته د افغانستان د حکومت ساتنه نسي کولاى او افغان حکومت بايد خپله د ځان د دفاع جوګه سي.
ولسمشر اوباما پر داسي مهال دغه څرګندوني کوي، چي د افغانستان ولسمشر په شلو کلونو کي د خپل هيواد د پوځ او پوليسو د جوړېدو خبره کوي.
ولسمشر کرزي دوې ورځي دمخه په کابل کي د امريکا له دفاع وزير سره په يوه ګډ کنفرانس کي وويل هيواد به يې د پوځ او پوليسو له مخي ٢٠ کاله وروسته پر خپل ځان بسيا سي.