کور / تازه خبرونه / وردګ ولايت:د واوري ښوېدو له امله پنځه کسان مړه سوه

وردګ ولايت:د واوري ښوېدو له امله پنځه کسان مړه سوه

دمیدا وردګ ولايت مطبوعاتي خبرپاڼي له مخي دلیندۍ دمیاشتې په ۱۹ مه سهار ۷ بجې دمیدان وردګ ولایت دچک ولسوالۍ دبندې چک په سیمه کې یو کرولاموټر چې د دایمیردادو ولسوالۍ څخه دکابل په لور روان وو دچک ولسوالۍ د بندې چک په سیمه کې د موټرچلوونکی دنه پاملرنې او په لاره کې د واورې داورښت له امله دخپل تګ لورې څخه واوښت او په یوه کانال کې ولویده چې په کرولاء موټر کې سپاره پنځه تنه مړشول.
په خبر پاڼه کي راغلي چي وروسته دسیمې دخلکو او سرې میاشتې درضاء کارانو په مرسته د مړو جسدونه دایمیردادو ولسوالۍ ته انتقال شول.
دمطبوعاتي دفتر په وينا تراوسه ددې ولایت په لرې پرتو سیمو کې ۲۰ ساتنې واوره لویدلې خو لارې دسړک پاکونو دهڅو پراساس دترافیکو پرمخ خلاصی دي.