کور / کیسه / رضاعي خور

رضاعي خور

كورمو په پاكستان كې وه اودبډه بېرې په كمپ كې دكمېشنرۍ مكتب ترڅنګ دجانۍ خوړ ترغاړې اوسېدو ، غوښتل مو چې خپل هېواد ته راستانه شو مګر كله به مو چې دهېواد دخپلمنځيوشخړو اوجنګونوپه باره كې خبرونه او اوازې اورېدلې نو زړونه به مومات شول، همداوچې له همدې جګړواو وروروژنو له امله زماد اوښي كورهم بېرته پاكستان ته راستون شو،اوزموږسره يې په يوه كمپ كې خېمه ووهله ، دڅووروځوپه تېرېدوسره مې اوښي په ښاركې څه كاروبارشروع كړ له خپلودوه زامنوسره به سهار له كوره ووته اوماښام به راته ،موږ هم په خپلو خولوكې ډوب وو ،يوه ورځ كورته راروان وم چې په لاره كې مې يوخورهي شېراز له لاسه ونيوم خداى شته لږيې وډارهم كړم ،دلارې نه يې ګوښه كړم ماورته وويل شېرازه ته اودلته! څه كوې؟ زه چې ځوكورته ،شېراز وويل نه هسې له تا سره مې يو څه كارو خو راځه په كور كې به يې اراته ووايې ،نه نه لږغلى شو .. دومره ضروري خبره هم نده ،پوه شوم چې دشېراز په زړه كې يوڅه شته خو دويلو جرئت يې نكوي ،په غاړه كې مې لاس ورته واچاوه و ليونيه داڅه خبره چې ماته يې ويل غواړې اوويلى يې نشې ؟
شېراز يو ه غلته ونكې موسكا وكړه نه داسې څه نشته ! ښه نوبياڅه چل شوى ده .
ياره نثارماما! زه خويې بلكل ليونى كړى يم وايم هسې دانسان په جامه كې حوره ده ،بس سترګې ،وروځې ،باڼه او غونډه زنه خويې په سراج زرګر جوړكړي دي نه پوهېږم چې دا څنګه تر اوسه له دومره بدو نظرونوڅخه بچ پاتې شوې وايم زما ذهن خويې هېڅ نه مني .
والكه داته څه په ګډو وډوسرشوى يې داته څه وايي پخپله غږېږي او كه پېريان دې غږوي ،داڅوك ده چې ته يې دومره شيداشوى يې .
وايم ماما دهېڅ قسم خوبۍ كمى پكې نشته، ښه نواوس دې داد جنت حوره راته معرفي كوې اوكنه زماخودې سر په دردكړ ،ژر راته ووايه په لويه لار كې ولاړ يو بده خبره ده داخلك به څه وايي ،شېراز يوځل بيا ستونى تازه كړ لاس يې اوږود كړ ،هغه ژېړه دروازه وينې چې دترپال پرده ورته پرته ده او مخې ته يې يوه سره چرګه ګرځي ؟ هووينمه يې دقدوس خان كور ده ،ښه ښه نالايقه زردانه يادوې! ياره شېرازه ته هم پوره استازيې ،هو هغه خو په رښتيا هم ډېره ښايسته ،حياناكه او ډېره لايقه نجلۍ ده دقران حافظه هم ده الله دې يې پرده وساتي .
شېراز مخ راواړوه ګوره نثارماماته يې اوس ماته دتعليم اوتربيې په اړه معلومات مه راكوه څه امامت خو ورته نه نيسم ،يو وار دې يې خداى زما كړي بيابه ته وګورې چې زه يې څنګه ساتم وايم لاس به يې په لنده كاسه هم رانه ونه لګېږي خانه سامانه خوبه ورته ونيسم !
دى راته لكه دماتې ژرندې ګړزېده او ماته دزردانې اوشېراز وړوكوالى راپه زړه شوه كله چې زردانه په وطن كې دې نړۍ ته راغله نو زمادخورپه كوركې هلك وزېږېده دزردانې دوى او زماداوښي كور په يوه كوڅه كې وه ، زردانه د دوه مياشتو وه چې مور يې ډېره سخته ناروغه شوه او نه يې شو كولاى چې خپل ماشوم په خپلو شيدو موړ وساتي نو يې دشېراز له مورڅخه غوښتنه وكړه ترڅويې لورته شيدي وركړي دهغې هم له خپل خاوند څخه اجازه وغوښته نو همداو چې شېراز او زردانې پوره پنځه مياشتې ديوې مور شيدې ورودلې زه په همدې فكرونوكې ډوب وم چې شېراز ټكان راكړ ګوره ماما لكه چې ته يې هم دېوانه كړې هسې نه چې زه دې دريبارۍ لپاره ورولېږم اوتا كار دځان لپاره وكړې مايې خبره ورغوڅه كړه تاماهم خبرې ته پرېږدې اوكه يواځې خپل مالوچ بادوې ،ناروا زردانه خو ستا خورده كنه تااوهغې له يوه تي څخه شيدې څښلي دي له دې سره شېراز پر ما سترګې راويستې اوچيغه يې كړه ناااا!! له غصې نه تك سور شوه اوپر لويه لاره كې په خاوركې كښېناست.