کور / ترخې خبري / كمونستي ډول شکنجې لاهم د ملی امنیت په اداره کې دوام لری

كمونستي ډول شکنجې لاهم د ملی امنیت په اداره کې دوام لری

دليندۍ مياشتې 19

دافغانستان دملی امنیت اداره چې همغه دکمونستی نظام خاد، واد ، کام، اکسا او ضبط احوالاتو پاتې شونې ده لاهم تر اتهام اوشک لاندې کسان دکمونستانو ددوران په څېر شکنجه کوی، او دخبرونو له مخې چې اوس ورسره لویدیزه امپریالیستی اوامریکایی ډوله شکنجه هم ملګرې شوې او بندی بیچاره تر راز راز شکنجو لاندې را ولی. او اساسی دلیل یی هم دادی چې لاتراوسه هم ددغې ادارې ډېری کارکونکي همغه دکمونستی دوران کارکوونکي دی چې بیا وروسته ورسره یوشمېر دشمالی ټلوالې اړوند کسان هم یوځای شوی دی.
داچې دا اداره اوس هم په پخوانې ډولونو کسان تر شکنجې لاندې راولی یوه بېلګه یې د لیندۍ دمېاشتې په ۱۸ نېټه په دغه اداره کې دیو ۲۱ کلن ځوان وژل کېدل دی .
په کابل کې خپرېدونکې دراه نجات ورځپاڼه دروان کال دلیندۍ دمېاشتې د نولسمې نېټې په خپله ګڼه کې لیکی چې تېره ورځ دیو ځوان کورنۍ دهغه مړۍ دبشری حقونو ددفتر مخې ته راوړی وو او ادعا یی کوله چې نوموړی دملی امنیت دادارې له خو ترشکنجې لاندې وژل شوی چې د شکنجې علامې یی له ورایه په بدن کې ښکارېدې . دورځپاڼې په وینا وژل شوی کس عبدالبصیر نو مېږی چې ۴۲ ورځې مخکې دباختر میلمستون په برید کې دمرسته کوونکې په تور له خپلو ددوو ورونو او پلار سره نیول شوی وو. ورځپاڼه بیا دملی امنیت دادارې دچارواکې له خولې لیکی چې نوموړی په داسې حال کې چې په اروایی ناروغی اخته وو ځان یی دملی امنیت دیوې ودانۍ له کړکۍ نه لاندې غورځولی او وروسته روغتون ته تلو په لارکې مړ شوی دی.

که چېرې دملی امنیت دچارواکو خبر ریښتیاهم وی چې شواهد دا نه ښکاره کوی بیاهم ولی یو متهم کس ځان وغورځوی، حتماً پرده فشار اوشکنجه دومره ډېره وه چې ځان وژنه یی ترې غوره ګڼلې حال داچې ځان وژل په تحقیقی ادارو کې څه اسانه کار هم نه دی.

ملی امنیت دپخوا نېو ظالمو نظامونو په څېر بیاهم زموږ خلک زوری او په داسې یوه پېښه کې چې عاملین یی ټول وژل شوی ټول دکورنۍ نارینه غړی په مودو مودو امنیتی ادارو کې ساتی او ترشکنجې لاندې یی راولی هغه هم په دې تور چې تاسو ترورستانوته دپېښې په شپه خپل کورکې ځای ورکړی، په داسې حال کې چې څرګنده به نه وی دغه کسان له بریده خبر وو که نه یا نوموړی کسان دمېلمنو په څېر ورته راغلی بل داچې ایا دکورنۍ ټول غړی به خبر وو که یو یا دوه چې دوی ټول راکتار کړی ، بل داچې که دې کسانو په عمل کې لاس درلودی نو بیا ولی په خپل کورکې پاتې شوی اونېول شوی او په لسګونه نور دلیلونه چې دملی امنیت دادارې حتې دا نېونه غیر قانونی بولی او داسې ویل شوی هم دی چی وژل شوی کس دملی اردو غړی هم وو. بل داچې قانون دمتهم ساتل تر یولنډې مودې پورې اصولی بولی چې یا به محاکمه کېږی اویابه هم خوشې کېږی . بل داچې اساسی قانون دڅېړنې په وخت کې هرډول شکنجه مردوده بولی او عاملین یې دقانون مخالفین بولی ، دافغانستان دملی امنیت او نورو تحقیقی ادارو دشکنجې اوقانون خلاف عمل یواځې همدا یو نه دی پخواهم په لسګونه دشکنجې اوغیر قانونی عملونو خبرونه ددوی په هکله خپاره شوی اوهغه چې خپاره شوی نه دی هغه به پرېږدو.
په ولسمشر، ولسی جرګې او نورو مسؤلو دولتی چارواکو او ادارو ده چې په دې اړوند لازم بدلونونه راولی که نه نو دا اداره اورسره به ټول حکومت او حامی ځواکونه یې دخدای او دخلکو په داسې قهر ککړشی لکه څه ډول چې کمونستی نظام اوبهرنۍ حامیان یې ککړ شول.

تبصره نسته

1. دکوبرا قهر هم بې نتیجې شو!

له شاوخوايوې اونۍ راهيسې يوځل بيااشغالګرواووحشي لښکرودهلمندولايت دنوزادولسوالى په ګډون ددغه ولايت په يوشميرسيموکې لوى پوځي عمليات ددغې مجاهدې سيمې دعامووګړو دځورولواوکړولوپه کرغيړنه هيله پیل کړی او په ډول ډول جنايتونویې لاس پورې کړى. دهلمندله ولايت اوديرغلګرودپوځي عملياتوپه باب ترلاسه شوي ورستي معلومات ښيي چې تردې دمه بهرنيوقواوو هيڅ کومه بريانده لرلې ، نه يې لله الحمد دمجاهدينو دکوم سنګردويجاړولوتوان موندلی اونه يې هم له هغوى نه داسې کومه سيمه لاندې کړي چې هغه مجاهدينوته په پوځي لحاظ حياتي اهميت ولري ، بلکې اشغالګرودعملياتوله پيل نه تراوسه تشې اوږدې اوخالي دښتې کچ اوميچ کړي اوهمدغه وچ ډاګونه لټول هم دوی په خپلې برياکې شميري چې ګواګې څوکلومتره ساحه يې له مخالفينو ولکه کړه !

که څه هم لکه دهيواددنوروسيمواوبرخوپه څيردهلمندپه غيرتمنه ځمکه کې صليبي داړه مارانواوځناور صفته لښکروته په تيرواتوکلونواوبيادروان کال په شپږومياشتوکې وخت په وخت مجاهدينو، داسي له عبرته ډک درس ورکړى چې که دغواشغالګر ولږ شعوراودرک هم لرلاى نوبيابه يې ددغې ميړنۍ سيمې دمتدينو خلکومقابلې اوازمويلوته لاس نه اوږداوو، خوښکاري چې په افغانستان کې ميشتې بيم وهلې بهرنۍ قواوې دهغه نړيوال پيغوراومتوجې رسوايۍ له کبله چې دغرب اوددوی دسيالونړيوالو ولسونوله لوري ورسره مخ دي اوپيغورورکوي چې ولې موديوه کوچني هيواد د بې وسلې اوبې وسيلې ولس په وړاندې ماتې وخوړه اوټوله عصري اوپوځي تکنالوجي موورته سلامي شوه . يرغلګرونورداتشخيص اوتوپيرله لاسه ورکړى چې دتيروبې شميره فوځي عملياتوپه نتيجه کې دوى څه ترلاسه کړل چې داځل به يې هم دلته ترلاسه اوخپلې تاريخي اوحتمي ماتې ته پرې مصنوعي پوزه جوړه کړي .

ترکومه ځايه چې په هلمندولايت کې داشغالګرودعملياتوله نامه اوعنوان نه څرګنديږي ، ښکاري داچې دوی منلې اوورته ثابته شوې چې په افغانستان کې دپوځي برياد تصوراوتخيل له بامه دوی رالوېدلي اودتيښتې وروستۍ شيبې شميري ، نوځکه دخپلې وروستۍ غوصې اوغچ اخيستنې په نيت ديوشمير مظلومواوبې دفاع افغانانوقتل عام اووژلوته یې زړه ښه کړى اوفکرکوي چې ديوشميربې وزلوافغانانومرګ ژوبله به هم ددوی لپاره يوبرى وي اودتيښتې پرمهال به خپلوخلکوته وايي چې که دافغانستان جګړې اوپه ځانګړي ډول دهلمندمجاهدې ځمکې د دوی زرګونه عسکرمړه اوګڼې لښکرې يې تارومارکړې ، نودوی هم دادي په دومره شميره کې ددوی عام وګړي ، ښځې اوماشومان مړه اوله تيغه تيرکړل .

زمونږ له نظره په هلمندولايت کې دکوبراقهر ترپوچ او غولونکی عنوان لاندی پيل پوځي عمليات ، که په هره هيله اوحربه اشغالګروپيل کړي وي ، لويه اوتکراري تيروتنه ده او دمخکنیو عملیاتوپه ډول به دا هم بې نتجې پایته ورسیږی، ځکه چې نورپه افغانستان کې ددوی ټولې حربې اوجنګي پلانونه له کاره غورځيدلي اويوه پوځي استراتيژي يې هم دپلي کيدواوتطبيق وړنده ، ځکه په تيرواتوکلونوکې هره لوبه اوهروحشت يرغلګروترسره اوپه کارواچاوه ، خوکومه عملي نتيجه اولاسته راوړنه يې نه درلوده ، نوښه به داوي چې امريکايي اوبرتانوي جنرالان اوچارواکي دخپلوسوليدلوستراتيژيو دنمايش لپاره نورخپل عسکردتباهي اومرګ کومې ته په لوي لاس ورټيل نه وهي اونه هم دخپل شکست دپټولوپه نيت لدې زياتې دافغان مظلوم ولس وينې وبهوي ، که بياهم دوی خپلووروستيوجنايتونوته دوام ورکوي اوستره غوصه سړوي ، انجام يې بياهم ستره پښيمانتيا اوندامت دی .

2. Grow up, guys
By Cyril Almeida
Friday, 11 Dec, 2009

Afghanistan is so last week. What with the NRO hearings, suicide bombings, drone strikes, talk of the Quetta shura and Al Qaida’s safe havens there really is too much going on for anyone to think about Afghanistan right now.
In any case, so much has been written and said about Afghanistan post-Obama’s speech that it is difficult to imagine anything new or original being added to the debate.
Except, having digested much of what has been talked about here in Pakistan, there is a nagging feeling that the state has missed yet another chance. A chance if not for a fresh start, then to be creative or even add something positive to the mix.
Like a churlish parent obsessed with the exercise of antediluvian rights over his child, the security establishment here continues to treat Afghanistan as its rightful ward that it should be allowed to do as it pleases with. Afghanistan is ours and the rest of the world better not forget that, that’s the message we send.
Here’s what the security establishment has told the Americans about their surge in Afghanistan. One, assure us that the military operations in the south, and even the east, of Afghanistan will not cause militants to start pouring across the border into Pakistan.
Two, fashion a state structure and institutions in Afghanistan that reflect the fact that the Pakhtuns are a majority, or close to one. (Never mind that our love for the Pakhtuns extends not to all Pakhtuns, especially the ones who make irredentist claims to Fata and parts of the NWFP and Balochistan. We only like the Afghan Pakhtuns who want to stay on their side of the border.)
Three, get India out of Afghanistan — they have no business there and we really can’t get down to the business of promoting regional security if they are trying to encircle us. And that’s pretty much it.
To understand the poverty of our security establishment’s thinking, look at what some of the other countries are doing.
Start with India. This from The Wall Street Journal in August: ‘From wells and toilets to power plants and satellite transmitters, India is seeding Afghanistan with a vast array of projects. The $1.2bn in pledged assistance includes projects both vital to Afghanistan’s economy, such as a completed road link to Iran’s border, and symbolic of its democratic aspirations, such as the construction of a new parliament building in Kabul. The Indian government is also paying to bring scores of bureaucrats to India, as it cultivates a new generation of Afghan officialdom.’
Turn next to Iran. This from a March 2009 backgrounder by the Council of Foreign Relations: ‘Iranian radio broadcasts fill the airwaves, Iran-funded road and building projects are under way, a new teacher training centre is planned for Kabul, and a Herat–Khaf rail link (Pajhwok) is being constructed to connect Afghanistan and Iran by train. Iran has also offered humanitarian aid to Kabul in the form of fuel and transport — as much as $500m since 2001, according to the US Congressional Research Service.’
Consider China. From a report in The Telegraph, UK, last month: ‘China’s growing influence in the Afghan economy has been hailed by [Afghanistan’s] mining minister, who has revealed that projects acquired to feed Beijing’s industrial base will triple government revenues within five years…. The Chinese firm developing Aynak [copper deposits near Kabul] plans to employ 20,000 Afghan workers.’
And let’s not even touch the vast amount of American aid that is being poured into Afghanistan. Though, if you’re willing to listen, anyone in the security establishment here will pipe up with the fact that for every $30 America spends in Afghanistan, it spends $1 here.
I get it. We are a poor country, we don’t have an open cheque book, historical and cultural ties mean we don’t have to ‘buy’ influence in Afghanistan like others do, etc. But when was the last time you heard about Pakistan doing anything to help out ordinary Afghans — the same ones we claim to care so much about, or at least the Pakhtuns among them?
Where are the schools we have built, the roads we have fixed, the policemen we have trained, the farmers we have given seeds to, the doctors we have trained, the micro-businesses we have funded, the … you get the idea.
I’m sure if I picked up a phone and called the Foreign Office or the ISPR, they may be able to tell me the positive things we may be doing in Afghanistan — but whatever that positive stuff, it sure isn’t easy to find in the media, online, at meetings or conferences.
In fact, the WSJ article quoted earlier also noted tartly: ‘In terms of pledged donations through 2013, India now ranks fifth behind the US, UK, Japan and Canada, according to the Afghanistan government. Pakistan doesn’t rank in the top 10.’
Elsewhere, too, our record has been drab and uninspiring, grim even.
Politically, all we seem to do is whinge and carp and complain. Afghanistan is ours, ours, ours and you guys — the outsiders — have screwed up what could have been a good thing. You arrogant Americans shut out the Taliban at the Bonn conference, you foolish Britons refused to hand the Taliban a few token provinces and ministries in return for becoming a part of the Afghan government later.
Why can’t we show some initiative instead? Why not call for a ministerial summit in Islamabad of the six-plus-two group? Hey, guys, here’s what we think and here’s a road map that we can lead on. And if the military guys don’t trust the civilians here, why not drop the cloak-and-dagger stuff and all those ‘secret’ meetings with top American officials?
Call all the big military players over to GHQ for a meeting and hold a press conference later — see, we aren’t as diabolical or stubborn as the world thinks, we’ve got ideas and we’re willing to listen and engage.
Again, I get it. All that the security establishment sees and talks about isn’t made up; there are many real threats, few obvious opportunities and little room to manoeuvre in the regional context. But if we want to play with the big boys, we need to realise that the carrots can’t all be theirs and the sticks ours.
For sure, the big boys have to take us seriously because of our political and military position in the region. But they will never want to take us seriously if all we do is curl up sullenly in the foetal position and lash out at others until we get our way in ‘our’ Afghanistan.

3. رشتیا هم دیر ظا لیمان دی زمه یو ملگری وه چی دری کال په پلچر خی زندان کی وه دیر واهلی هم وه او اخیر کی دا ذهرو پشکاریی ورکره بیچارای شهید کرو او علت هم معلوم نه چی دسه داپاره نیولی دی……………….دڅرخي دپله زندانه خدای دي ړنګ کړه دیوالونه
ستادویرله سره انګړه بیابګنیږي وحشتونه

په ډبرواوخمیردي ددوزخ اورونه بل شه ،
زماومرګ ته پراوږوږدي دپردیوراکټونه ،

بیابی رحمه واکدارانوزمونږ په وینوبرچی سري کړي
بیايي راوستل تورمخودغربی شیطان ټانګونه ،

دچپنی مداری دي دسوالګروپه څیرګرځې ،
ګوندي زمادمرګ لپاره راپیداکړي نورپوځونه ،

دملګروملتونوشنه طوطیان په ژبه ګونګ شول ،
دبشردحق غوښتونکوپرخولوووهل مهرونه ،

په غیوراصل پیوند یوفولادی عزم موګوره
له مرګونوموډارنشته نه له زخمه وړودردونه

ککرۍ به نذرانه کړوداسلام ددین لپاره
سل اوزرځله دی راشی په دی لاره کې مرګونه

(احمدی) وايي څښتنه زمونږ کسات ورځني واخلې
یامولاس ورباندی برکړی چی یی ووهوسرونه

4. ګرانو ژورنالیستانوپه تیره دلروابر کارکوونکو!
داخو دکابل دملي امنیت دننه هغه نارواعمل دی چې دادی رابرسیره شودکابل په پل چرخي کې وضیعت بیخي له زغم لوړې کچې ته ر سیدلی همدانن دزندان له دننه ځینې بندیان دټيلفون په کرښه وايي چې دغزني ولایت یوطالب عسکر په وهلو وهلو په شهادت رسولی
دادغزني له طالبانوسره ددوی بله نارواده تیرکال هم دوی دملاعبدالروف په نامه یوځوان طالب چې دنورالمدارس په مدرسه کې ترپایه اول نمره پاته شوی وه اونوې کوژده یې کړې وه دزهري ګازپه شیندلوسره یې په غبرګو سترګو ړوندکړ اواوس لاهم په ړندو سترګو دپل چرخي په تیارو کې ناست دی .
ګورئ افغانانو !
عبدالروف زه له نژدې پيژنم دی دغزني دیوه ستر عالم اوصوفي زوی دی او دنقشبندیې طریقې یووتلی صوفي او پرهیزګاره شخص دی دی کوچنی وه چې له ارام اوپراثرعبادت ځلیدلي تندي او مجذوب طبیعت څخه یې دمعنوي نبوغ څرک هرچالګولی شوای زه چې دخدای دغه ځوان متقي بنده پيژنم نویو سترشخص راته ښکاري که چیرې زمونږپه وطن کې دداسې انسان سترګې ړندیږي اومونږ بیاهم ورته لاس ترزنې ناست یو داویوه بندي په توګه یې ددې سزاوړبولو نوویریږم چې دنوربه دخدای دڅرنګه عذابونو مستحق شو
ځکه دخدای په نزد دیوه پاک اومظلوم زړه آه ترهرڅه ډيروزن لري
آه خدایه
په ماپسې به دقبر خښتې کیښودل شي ټوله نړۍ اوافغانستان به مې هیرشي خو طالب العلم عبدالروف جان هغه خولې خولې تندی به مې هیرنه شي چې دنورالمدارس په مدرسه کې به یې دختم خواجګان یاعامې وظيفې اومراقبې په مهال له ګریوانه راپورته کړ…هوکې …هغې تندی چې ماپه کې په خپلو کم بصیرته سترګوهم دالهي معرفت او رازونیاز څرک لګولی شو اي
خدایه …
سپين طالبان ترشیدو سپين وه
دبم لوګویې توربخون کړل سپین مخونه

5. داسلام اوصليب ترمنځ دروانې جګړې وروستی پرېکنده پړاو
2009.12.18

پرافغانستان دصليبي ښکېلاک اته کاله پو ره شوي اونهم یې روان دی په دې اته کلن بهيرکي صليبي ځواک هرکال له داسي حالت سره مخ شوی چي په تېرپسې به یې ارمان کاوی دحالاتوپه خرابېدوبه صليبي نړۍ هره ورځ نوې تګلاره اوستراتېژۍ جوړوله خوهره یوه به یې ناکامېده اوګټه به یې نه درلوده پرهمدې مهال دصليبي نړۍ په لروبرکي دواک چارې هم دبېلابېلوکسانولاس ته ورغلې اوهریوه له ځانه سره جوړه کړې نسخه وازمويله دادلون بدلون په دې بهيرکي دسپينې ماڼۍ واکمن اوددجالي پوځونواعلی سرقومندان بوش هم تبديل اوځای یې اوباماته پرېښوداوبامادخپلو ټاکنيزومنډوترړوپرمهال ويلي و وچي که دی بريالی شي نودخپل و اک پرمهال به خپله بهرنۍ تګلاره داسي پرمخ وړي چي له اسلامي نړۍ سره به دبوش دواکمنۍ پرمهال دامريکاسړې شوې اړيکې رغوي،دايران اوشمالي کورياستونزه به حلوي،له عراقه به په يونيم کال کي خپل عسکرراباسي اوپه افغانستان کي روانې جګړې ته به نورپوځونه لېږي څوهلته خپل رسالت پوره اوافغانان سوکاله کړي .

اوباماتربرياليتوب وروسته اعلان وکړچي افغانستان ته ۲۱ زره تازه عسکرلېږي اوپه افغانستان کي هغه جګړه به هرومروګټي چي ظاهراًبايللې ښکاري له همدې سره سم افغانستان ته نورپوځونه راورسېدل،داوړي په راتلوداسلام پالواوصليب دملاتړوترمنځ دجګړوډګرتودشواوصليبيان له خپلوټولوهررازمادي امکاناتوسره سره نه يوازي داچي بريالی نه شول بلکه هرګام یې ناکام شو. همدې حالت صليبي نړۍ په تېره دشيطاني دسيسوسرغنه امريکامجبوره کړه چي په افغانستان کي خپلې تګلارې ته له سره کتنه وکړي څودوروستي ځل لپاره يوه داسي پاليسي جوړه کړي چي خپل بشپړتوان پکي وکاروي اودماتي په صورت کي يې داارمان پرزړه پاتي نه شي چي کاش! افغانستان ته مونورعسکرهم لېږلي وای ګوندي برياليتوب موموندلی وای . پرهمدې بنااوباماتراوږدوسلامشورو وروسته دميک کريسټل هغې غوښتنې ته مثبت ځواب ووايه چي ويل يې افغانستان ته بايد۴۰ زره نورعسکر ولېږل شي کنه هلته دامريکاماتي حتمي ده . په دې لړکي امريکايانوپه اروپاکي لس زره عسکرپه چانده هم پيداکړل اولالګيادي نړيوالوته پرله پسې دانارې وهي چي افغانستان ډېرغریب دی عسکروته اړتيالري يوڅه عسکرراکړئ په ځينوځايونوکي څوک چنده نه ورکوي خوپه ځينو نوروځايونوکي بياله ۱۰۰ تر۲۰۰ پوري عسکرترلاسه کړي . زمادمالوماتوله مخې تراوسه امريکا دلسو زروعسکروچنده کړې ده چي دچندې دعسکروپه ګډون به ترراتلوونکي دوبي پوري ۴۰ زره افغانستان ته راشي خوډېره برخه به یې امريکايان وي چي رسمي شمېره ۳۰ زره ښودل شوې ده .

داسي ښکاري چي دافغانستان په خاوره کي داسلام اوصليب ترمنځ روانه جګړه خپل وروستي پرېکنده پړاوته رسېدلې اوپه راروان يوه کال کي به داثابته شي چي وروستۍ سوبه به دچاوي؟ صليبي نړۍ په ځانګړي ډول امريکاهم داحالت درک کړی اوتل وايي چي راروان کال به ډېرخونړی اوله ستونزوډک وي همدارازدوئ خبرداری ورکوي چي که په راتلوونکو۱۸ مياشتوکي دنوروعسکروپه ډېرېدوپه افغانستان کي روان حالت سم نه شي نودصليبيانودبري چانس ډېرلږبلکه نه شته،همدې حالت ته په پام صليبيان غواړي داوسني ژمي په درواوراتلونکي پسرلي په دوومياشتوکي چي په سړوسيموبلکه په ټول هيوادکي جګړې سړېږي داسي پاليسي جوړه کړې چي له يوې خودسيمې په اړه خپل مالومات زيات کړي،دمجاهدينودرسداوتلوراتلولارې وڅاري،ستراتيژيک موقعيتونه وپېژنې اوله بې خوااوګوډاګي پوځونه داسي وروزي چي دمجاهدينودهرممکنه تکتيک په وړاندي ځانونه عيا رکړي،په ځانګړي ډول دوئ به هڅه وکړي چي دفدايي بريدونواوبمونودخطردمخنيوي په منظورخپل ټول وس وکاروي اونهايي هڅه به وکړي چي دځمکې اوهواله لارې خپل کشفي اواستخباراتي مالومات نورهم پياوړي،دقیق اوډېرکړي ځکه په دې سره دوئ داوړتياپيداکوي چي وارله مخه دخپل غليم په پټوپلانونوځان خبرکړئ،موقعيت يې په نښه کړي اوپروخت یې پرضدعمليات ترسره کړي همداوجه ده چي راتلوونکی کال به دمجاهدينولپاره هم له ډېروستونزواوکړاوونوډک وي،خوکه دوئ دخپل ايمان په اتکااودالهي مرستې په باورخپل جنګي تکتيکونه پياوړي کړي،له اولس سره سره په تماس کي شي،له غفلت اوبې ځايه خوش باوري ډډه وکړي،ددښمن له ناڅاپي بريده اوکمينه هيڅکله بې غمه نه شي،ترخپل منځ اتحادوساتي، داميراطاعت وکړي اوله خپل توان سره سم اړين جګړيزوسائل چمتوکړي ان شاء الله صليبي لېوان به هم داسي مات لکه سره پوځونه خوتردې هرڅه اړينه داده چي همدااوس دراتلوونکي په اړه فکروشي طرحې جوړه شي اوهرکارپرخپل وخت ترسره شي .

6. buy viagra љ?dH/џJc7,viagra 100mg E©<ѓO(0Ј, buy viagra online S:`,Ґ~xG:,generic viagra D†ycЈf7e,buy viagra m…IЏ]}•k,generic viagra C †nMyul(ђ,buy viagra cheap |txђќ>(/oT,viagra 100mg uђ/1†9C(F,cheap viagra —nG5hҐЃ…ѓ(,cheap viagra 7l;Ѓr1„„,viagra online _KўrH:{<¦,

7. buy viagra online j,‰nokg”,generic viagra -yЊYЁ;T9, cheap viagra nfe‚§(“D,cheap viagra ‘rORicњK,cheap viagra ’5-gS’LC§l,generic viagra bbNЁ6ZX,,buy viagra NqDAљ/3},viagra 100mg 8`T—<gЏq\ ,viagra 100mg Za;ђ=4gљN,buy viagra cheap  s.…ЂMЎ~,generic viagra ћ{8uYU4g,

8. viagra 100mg Y„+GD¤\ќ,viagra 100mg Џ O~pbG“‚, buy viagra cheap ™MrAe¦O_,viagra 100mg ќ1ѓњ}Ґ‘}fL,viagra ˜›V7YЏI‡r,viagra 7DaZ6<ћ*,generic viagra oUPnJ0shj,buy viagra cheap ibћv1tP(y‰,buy viagra online P8|t¦ћmP,viagra 3Ђ;/4a:Cњ,buy viagra TjѓrBҐsvu,