کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د افغان امریکا دجګړې پر برخلیک د اوباما دستراتیژیک پلان اغیزه

د افغان امریکا دجګړې پر برخلیک د اوباما دستراتیژیک پلان اغیزه

که چیرې د افغانستان په اړه د ولس مشر اوباما ستراتیژیک پلان ته یوه کره کتنه وکړو لیدل کیږی چې او با ما غواړي د افغان امریکې جګړې ته چې نړیوال پایی لري په دوو راتلونکو کالونو کې د پای ټکې کیږدي او خپلې ځواکونه له افغانستانه وباسي او او افغان ولس له پاره زمینه برابره کړي چې خپلې ملی برخه لیک خپله وټاکې. چې دا د افغان امریکې د جګړې پای ګڼل کیږی. له هغه ځایه چې جګړه یوه ستراتیژی ده د موخې د رسیدو د پاره نو له دې کبله که چیرې جګړه د یوې وسیلې په توګه د هدف د رسیدو دپاره له کاره ولویږي او په جګړو کې هدف ترلاسه نشي نو په کارده چې دواړو غاړو خبرو اترو ته کیني او هر یو بل لورې ته د یو ځواک په توګه و پیژني. په اوسنۍ حالاتو کې امریکایی ملیتریستان فکرکوی چې کولای شي په دیرش زرونورو تازه دمو عسکرو او د ناتو ځواکونو په مرستو سره د جګړې په ډګر کې د عمل نوښت په لاس کې واخلی او افغان جنګیالی ته ماتې ورکړي او د افغان په تاریخ کې دا درج کړي هغه افغان چې په تاریخ کې د اسکندر ، عرب ، چنګیز ، مغل ، فارس ، انګریز او روس په وړاندې په جګړو بریالي ختلې ؤ دا ځل د امریکایی او ناتو د ځواکونو په وړاندې خپل سر ټیتوي او ماتې به ومنی. په دې کې شک نشته چې په افغانستان کې پښتانه په پټ او ښکاره د بهرنیو ځواکونو د شتون سره خوشحال نه دي او د هغوی په شتون کې ځان ‌‌ډیر بې ننګ او بې پټ احساسوي[ټول پښتون له کندهاره تر اټکه- سره یو د ننګ په کار پټ او آشکار- خوشحال بابا] او دا تیوری پښتانه هیڅ کله به نه مني چې افغان د افغانستان د ساتنې وس نه لري او د خپل ټاټوبې د ساتلو د پاره بهرنیو ځواکونو ته اړتیا لري. واقعیت دا دی چې که چیرې بهرنی ځواکونه ووځي په افغانستان کې نه پنځه لکه اردو او نه دولکه پولیس په کار دی خو د هغه پر ځای یوه لویه جرګه په کارده چې جګړه ختمه او سوله تل پاتې کړي. هر څومر چې بهرنی عسکر ډیر شي په افغانستان کې جګړه نور هم پراخه کیږي او د پښتنو وینې به نور هم توی شي. د روانې جګړې بله بد مرغه اړخ دا دی چې افراطی عربو او امریکا او ناتو ځواکونو هم افغانستان کې او په ځانګړې توګه په پښتنې خاوره کې سره جنګیږی ، د بلې خوا هند او پنجابیان(پاکستان) ، ایران او امریکا او نړیوالې سیمه اییزې استخباراتی ټولنې هم یو دبل په وړاندې سره جنګیږی او هریو د خپلې ګټې او ايدیالوژی په اساس دا جګړه تعریفوی. خو څه چې افغان ولس پورې اړه لري او افغانانو د پاره د حل پټمن لاره ګنل کیږی چې داسې یوه پراخ بڼسته لویه جرګه جوړه شي چې به هغه کې د افغان ولس منتخب استاځي ، د کرزی حکومت ،د طالبانو اسلامی امارت ، اسلامی حزب ، د دیورند د پورې غاړې قبایلی مشران او طالبان ، د امریکا ، اروپایی ټولنې اود ناتو مشران برخه واخلي او په دې جرګه کې جګړه مارو ډلو سره روغه وکړي، د بهرني ځواکونو د وتلو ډپاره مهال ویش وټاکل شي ، طالبان او کابل اداره او بهرنیو ځواکونو سره اوربند وکړي هغه وخت دی چې د افغانستان جګړه چې نړیوال ابعاد لري به سیمه اییزه شي او بلاخره ختمه شي. ترڅو چې امریکایی او ناتو ځواکونه په دې فکر وي چې د قواو د زیاتوالې په زوردا جګړه ګتلې شي په افغانستان کې جګړه به دوام ومومي او د پښتون ولس وینه به تویه شي او د پښتنو کور او کلی ورانه شي. په افغانستان کې د افغان امریکا د تیرو اتو کالو د جګړو تاریچه ښیی چې دا جګړو په زور ګټل به آسانه نه وي او که چیرې افغان امریکا جګړه د امریکا په ګټه ختمه شي پښتانه په افغانستان کې په یوه ځپل شوې قام باندې بدل شي او د افغانستان سیاسی او پوځي نوښت د تل د پاره د شمال تلوالو په لاس کې پاته شی هغه وخت افغانستان به هم پاتې نشي او د شمال تلوالې د افغانستان څخه خراسان یا آریانا جوړوي ، همدارنګه که چیرې امریکا په افغانستان کې ماتې سره مخامخ شي نوهغه مهال امریکا د یوه زیر ځواک په توګه نور به پاتې نشي او نه به د ناتو تړون پاته شي. خو د پښتون ولس په ګټه دا وي چې د خپل قام د تباهی او بربادی څخه مخنوي وکړي او د یوې پراخ بڼستې لویی جرګې جوړولو د پاره لاره هواره کړي ، او نړیوالې ټولنې او امریکا ته د لویی جرګې د پریکړې په اساس تضمین ورکړي چې د افغانستان خاوره به د یو بل بهرنی هیواد پر ضد به نه استعمالیږی او طالبان د افراطي عربو او القاعدې سره خپل اړیکې په رسمي توګه به شلوي او په مقابل کې او بهرنیان هم د یوې لنډ مهالې د وتلو مهال ویښ افغان ولس ته وړاندې کړي ّځکه ترڅو چې بهرنې ځواکونه د افغانستان څخه وتلې نه وي په افغانستان کې جګړه نه ختمیږي او همدارنګه تر څو چې طالبان په رسمي توګه د لویی جرګې د پریکړې په اساس خپلې اړیکې د القاعدې سره په رسمي توګه و نشلوي امریکایی ځواکونه د هغوي په وړاندې د جګړې څخه لاس نه اخلي. د امریکې متحده ایالاتو څو ځلې ویلي دي چې زموږ د جګړې مقابل لورې القاعدې دي نه طالبان. که چیرې په راتلونکې اتلس میاشتو کې په افغانستان کې براخ بڼستې لویی جرګې جوړې شي ډیر احتمال لري چې امریکایی او ناتو ځواکونه له افغانستان څخه ووځي او دا د ټولو اړوندو اړخو په ګټه دي چئ د لويي جرګې پریکړې ومني.