کور / تازه خبرونه / هلمند: قران کريم ته سپکاوى شوى

هلمند: قران کريم ته سپکاوى شوى

 د ګريشک ولسوالۍ په لسګونو اوسېدونکو د جنورۍ پر ١٩ مه په مظاهرې لاس پورې کړه چې خپلو شعارونو کې يې د بهرنيو اوافغان ځواکونو پرضد شعارونه ورکول او ويل يې: تل دې وي قران کريم، مړه دې وي بهرني ځواکونه (ايساف اواتلافي ځواکونه)


دغو خلکو ويل چې بهرنيو ځواکونو په  هلمند ولايت کې قران کريم ته سپکاوى کړى دى، کله چې لر او بر ويبپاڼې په دې اړه د هلمند د والي اسدالله وفا نظر وغوښت، هغه په دې اړه خپله بې خبري وښوده،نورو امنيتي ارګانونو هم په دې اړه له څه ويلو ډډه وکړه.


کوښښ مو وکړ په دې اړه په لښکرګاه کې د ناتو ځواکونو د وياند نظر هم واخلو، خو له ډېرو هڅو سره- سره بريالي نه شولو.


تر دې وړاندې هم په هلمند کې ورته پېښې تکرارې شوې وې، چې هغه مهال هم چارواکو له رسنيو سره له مرکې ډډه وکړه.