کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د پوهاند ډاكټر مجاور احمد زيار په كتاب يوه كره كتنه(۱)

د پوهاند ډاكټر مجاور احمد زيار په كتاب يوه كره كتنه(۱)

دتاريخ په رڼا كې


(پښتو او پښتانه د ژبپوهنې په رڼا كې)


پښتو اوپښتانه د ژبپوهنې په رڼا كې هغه ګټور او علمي كتاب دى چې په دې وروستيو كې د ښاغلي ډاكتر صاحب زيار په زيار ګا لنه كښل شوى دى چې په اوه څپركو او په 382 مخونو كې بشپړ شوى دى. ښايي لوستونكي فكر وكړي چې په دې كتاب كې به يوازې د ژبپوهنې په اړه څرګندونې شوي وي خو كه چېرې كتاب ته سترګې ورښكاره كړو نو وبه ګورو چې له څېړنيزې، پرتليزې او تاريخي ژبپوهنې سر بيره په نورو ګڼو سكالو هم خبرې اترې شوي دي.


دغه كتاب بهرنيو نامتو څيړونكو ډارمسټيټر، كايګر او مورګنستيرني ته ډالۍ شوى دى او له مننې وروسته د نيو ليك لومړى خپركۍ په ( ساكان … ) پيل كيږي او بيا په پرله پسې توګه نور خپركي يو د بل پسې راځي. ورپسې دخپرندوى سريزه ګورو اوپه ” يووم” مخ كې دښاغلي پوهاند ډاكترمحمد رحيم الهام يوه لنډه يادونه ده چې د يادونې په يو ځاي كې كاږلي دي:” زيار په دې خبره زور اچوي چې پښتانه ساك دي. خو د دې ګروهې نوښتګر نه دى، دغه خبره نورو پوهانو مخكې تر زياره كړې او مورګن ستيريني هم د همدې خبرې پلوى و”.


دښاغلي الهام صا حب خبره سمه ده چې په دې اړوند كورنيو او بهرنيو څيړونكو ليكنې او څېړنې كړي دي خو دومره هر اړخيزه څېړنه چې په دې هكله ښاغلي زيار كړې زما په ګومان تر اوسه چا نه ده كړې. په دې ليكنه كې چې كومه خبره په زغرده شوې هغه پښتانه “ساك دي”، د “پكهت او پكتويس” زړه ببولاله ده، له پكتويسه تر پرڅوانه، له هـيرودته تر ټاينبې پورې، د پښتانه = پرڅانه نوې ببولاله او داسې نورې هغه خبرې دي چې تر اوسه هيڅ ليكوال دارنګه ډانګ پېلې نه دي كړي.


مونږ ډير ليكوال پيژنو چې پخپلو څېړنو كې په تېرو رواياتو ټينګاركوي اوداسې نوي څه نه لري چې خپله ليكنه پرې ښكلې كړي. زما ددې خبرې مانا دا نه ده چې تېرې ليكنې زمونږ د كار بنسټ نه جوړوي دلته خبره د زيار صاحب په جراءت ده چې په دې كتاب كې په ډاګيزه ځنې رويات غندلي او ځنې ليكنې ستايلي دي – كه څه هم د داډول ليكنو ميتود خپلول ګران كار دى خو ځنې بيا په دوه دلايلو دا كار كوي: يو دا چې د عادت له مخې ځگگنې كسان هڅه كوي چې د خلكو پام دځان خواته راواړوي او ځنې بيا هغه كسان دي چې د سكالو په باب خورا ډېر معلومات راغونډ وي او بيا ورباندې بشپړه هر اړخيزه څيړنه كوي. زيار صاحب هم په دې كتاب كې له ګڼو اخځليكونو نه پوره پوره ګټه تر لاسه كړې او بيا يې ددې كتاب خپرولو ته ملا تړلې ده. خو زه بيا هم د خپلې پوهې په رڼا كې دغه خبره له وخت نه  دمخه ګڼم چې د هېرودت نه را واخله ( د پكهت او پكتويس په باب ) تر پوهاند حبيبي پورې او له دې راورسته تر اوسه پورې په دې هكله چې كومې اوږدې څېړنې او څرګندونې شوي دي ناليدلې وګڼو او ښاغلى زيار ديته بيا د پكهت او پكتويس زړه ببولاله ووايي، كه حقيقت همداسې هم وي دا نه يواځې د زيار صاحب حق دى بلكه د هر ليكوال حق دى چې په زغرده دا خبره وكړي ولې زما په ګمان دا ډول ستونزې تل د تاريخ په رڼا كې پيښې شوي او پيښيږي خو ددې له پاره چې دا ډول پيښې شوې علمي او كلتوري ستونزې حل شي دحل يواځنۍ لاره يې د ځنې سيمينارونو او كنفرانسونو جوړيدل دي چې د يو اكاډمۍ او يا د يوي علمي او مسلكي ټولنې له خوا را وبلل شي.


دا چې زمونږ په ګران هيواد افغانستان كې د اوس له پاره د دا ډول اكاډميكو غونډو جوړول چې د بيلا بيلو څيړونكو په ګډون جوړې شي ګران كاردى … نو څه بايد وشي!؟ اگّيا دا ډول ليكوال لكه ښاغلي زيار لاس تر زنې كيني؟ او يا بيا بيا داډول ليكنې تكرار كړي چې د چا خبره له ادمه تر دې دمه  ليكل شوي او ليكل كيږي.


را واخله هغه خبرې چې د يوي خوا كورنيو او بهرنيو څيړونكو د پښتو اريايي شك ته د پاى ټكى ايښى خو  له بلې خوا دوستان په دوستي او دښمنان په دښمنۍ كې ددې شك پلويان پاتې شوي دي لكه ابوالفضل “اّگيين اكبرى” نعمت الله هيروى “تاريخ خان جهان او مغزن افغانى”، افضل خان خټك “تارخ مرصع” حافظ رحمت خانى، زردادخان، عطاوالله خان ” دپښتو تاريخ “، سرويليم جونز،” بخارا ته سفر”، “كابل” ،ويليم موكرافټ، چارلس ميسن، جورج روز، “افغانان لس قبيلې او د شرق سلطانان” ميجر راورټى … او همداراز طبقات ناصرى، فرشته،انساب افاغنه او نور. له ذكر شوو څيړونكو او ليكوالو وروسته كورنيو او بهرنيو څيړونكو او پوهانو دا خبره او داڅرګندونې د تاريخ په رڼا كې سپينې كړي دي چې پښتانه اّريا يان دي  نور نو مونږ ته نه ښايي چې بيا بيا يې را غبرګې كړو داځكه چي ډېرځله ددښمنانوخبرې مونږه په لوى لاس غټې كړي او پراختيا مو وركړې ده.


ژبپوهانو او لرغون پوهانو دا هم سپينه كړې ده چې د پښتون ټبر ژبه پښتو ده او پښتو يوه اريايې ژبه ده چې د هندواروپايي ژبو د سترې كورنۍ په هند و اريايي څانګه كې راځي او هندواريايي څانګه كې بيا په اّرياني ګروپ او د اّرياني ګروپ په شمال ختيز ښاخ پورې اړه لري.


سره ددې د زيار صاحب  ددې خبرې خلاف چې (پښتانه ساك دي) اروا ښاد سرمحقق دوست شينوارى د پښتنې ټولنې په جوړښت كې درې عمده توكي: سليمانيان، ساك او سامي توكم غوره ګڼي …


زما په ګومان دلته پكار ده كله چې د يوه توكم په هكله خبرې كوو بايد په هغه توكو خبرې وكړو چې د توكمپوهنې (اتنالوجى)، لرغونپوهنې (اركيالوجى) اتنولينګو ستيكى پوهې په ميتود برابرې وي. دا چې پښتون بې پښتو شوى او دا چې د توكم له مخې نا پښتون پښتون شوى د پښتنې ټولنې د جوړښت توكې نه شو ګگڼلاى او بيا ډېره مهمه خبره جغرافيوي موقيعت او تاريخي پيداښت، ټبر، نژاد، فزيكي جوړښت او له هر څه غوره د زبپوهنې بنسټ دى چې د كومې ژبې له كورنۍ سره د ويپوهنې د ريشې له مخې لومړنۍ اړيكې ترې څرګنديدلاى شي.


زيار صاحب د ساكانو د نوم او ټبر په هكله د ذكر شوي كتاب د لومړي څپركي دويم مخ كې داسې ليكلي دي “هيرودت د اروپايي ساكانو په اړه وايي چې هغوى ځانته “سكلت” ويل داريوش هم هغه ساكان “سكه” بلل د ساكانو په اړه  ارسطو، ستربون او بطليموس هم لږو ډېر معلومات خپاره كړي خو كومې خبرتياوې چې هېرودتس راكړي دي، ډيرې پراخې دي. دا چې مونږ د هېرودت څرګندونې د ساكانو په اړه پراخې ګڼو نو بيا ولې د هېرودت هغه څرګندونې هم نه منو؟ چې د څلورمې مخزيږدي پيړۍ په شاوخوا كې كړي دي د بيلګې په توګه د پختويس، paxtues يا پكتويس يا پكتي، نوم او د هغوى سيمې چې پكتيكا paktika يا د پختيخا paxtixa په نوم يادوي چې لومړي دواړه نومونه په يوناني ګړدود راغلي دي.


يا دا چې د بطليموس يادونې د ساكانو په باب د منلو وړ دي او بيا كله چې  نوموړي لرغونپوه د پكتين يعنى د پكتيايانو خاورې په باب يادونه كوي دا ورسره بيا نه منو. يا د يوه انكليسي تاريخپوسر اوف كيسرو يادونه چې وايي هېرودت په خپله تذكره(450) مخزيږي كې د ساكو په باب كښلې ” دوى پرتوګونه اغوستل او اوږدې تيرې څوكي خولۍ يې پسرولې. د خپل هېواد په ليندو او غشو وسله وال وو او يو تبر به يې له ځانه سره درلود چې د سګاريس sagares په نامه ياديده …” كله چې مونږ د هېرودت دا څېړنه منو پكار ده چې دغه يادونه يې هم له پامه ونه غورزو لكه چې وايي: ” پكتيهانو له پوستكو څخه كالي لرل او ليندۍ او غشي يې د خپل سيمې په ډول او نمونه وو مشريې ارتينت artynt د ايتهامتر ithamatr زوى نوميده” (تاريخ افغانستان لومړۍ ټوك 92 مخ)


كه چېرې د هېرودت يادونو ته ښه ځير شو د پكتيانو او ساكانو په باب څرګندونې يې دومره توپير نه لري او داسې ښكاري چې دا دواړه بيلې بيلې يادې شوې قبيلي د يوه توكم دوه څانګې ښايي چې په جغرافيوي لحاظ يې د استوګنې سېمې بېلې وي او دا جوته ده چې د نن نه (2500 ) كاله د مخه د يوه توكم بيلو بيلو څانګو په لسګونو كلونو پخپلو كې سره نه ليدل دا ځكه چې وسيلې نه وې او لكه څنګه چې افغانستان يو غرنى هـېواد دى او هغه د چا خبره:” له غرونو پنا، له پېړيو پنا ” بله مهمه خبره دا چې د اوس په څېگر ډله ييزې خپرونې، د ليك او لوست نشتوالى هغه ستونزه وه چې كه له يوې خوا د دوى تر منځ اړيكې نه وي خو له بلې خوا د دغو قومونو د ګړدود دومره توپير موجود وو چې ښايي بيلې بيلې ژبې يې ګڼلې وي. د اوس په ميشتو پښتنو سيمو كې د ګړدودونو او لهجو تر منځ دومره توپير موجود دى چې نالوستي خلك يو د بل په خبره نه پوهيږي ددې خبرې د ثبوت له پاره د زيار صاحب همدې كتاب په څلورم 4 مخ كې لولو! ” د ساكانو ژبه سره توپير لري ځكه چې لويديز ساكان له ختيزو ساكانو سره د ژباړن په وسيله خبرې كولې”.  د اّريايانودوه مهم كتابونه چې هر اړخيز ارزښت لري ( ويدا او اويستا ) د پام وړ دي په دغه كتابونو كې هم په لږ توپير دلسو قبيلو په جګړه كې چې ځني څيړونكي يې پښتانه بولي هم يادونه شوې ده ” … له جګړې وروسته ځنې قبيلي څړ ځايونو ته خورې شوې پكتهه ګروپ د اوسني افغانستان هلمند، كندهار، غور باميان ته … د الينا ډله لغمان، كنړ، او نورستان ته  د بهالانا ډله دبولان درې شاوخوا سيمو ته … شيوا ګروپ شيوكي، ساك …  د پورو ډله د ګندهارا شاوخوا سيموته وكوچېدل … . د پښتو ادبياتو معاصر تاريخ (42 ، 43 مخونه). د هېرودت  پكتيس، د بطليموس پكتين ، د ريګويدا او اوستا ديته ورته يادونه چې د يوه اّريايي ټبر توكم دى … كه چېرې دا اوسنۍ پښتون نه وي نو څوك به وي ؟ دا پوښتنه هغه وخت را ولاړيږي چې د هېرودت او د هېرودت په څېرد نورو څيړونكو څرګندونې ناسمې وګنل شي.


زما په ګومان دا خبره ډېره مهمه ځكه ده چې له هېرودت نه راواخله تر مسټر بيلو پورې په دې هكله ډېرې اړينې څېړنې شوي دي د بيلګې په توګه د پاختيا د جغرافيې په اړه ويل كيږي چې د نن نه دوه نيم زره كاله دمخه پاختيا ډېره پراخه وه . هېرودت چې په دې باب څه ويلي مسټر بيلو يې داسې را په ګوته كوي : ” له ميلاد نه څلور پيړۍ دمخه پاختيا د پكتيا يا پيكي پيكا په نوم ياديده چې اوسيدونكي يې پېكتين بالل چې اوسنى پښتون د هماغه (پېكتين) اولاده ده چې د تاريخ پلار هېرودت يې په هغه نوم يادوي په څلورو برخو يې ويشي او داسې را پيژني : د سليمان او سپين غره نه سگر بيره د سوات سيند او پنچكوړه بيا د لوګر سيند كابل تر جلال اباده پورې ، ختيز لوري ته سيند او لويديز ته د هلمند تر سينده پورې رسيږي ، پښين، شال … تر سينده پورې كندهار، زابل هم په پخواني پاكتيا كې راځي ،” (134 مخ جغرافياى تاريخى افغانستان  غبار) مستر بيلو ددې له پاره چې دا ښه روښانه كړي مخته ځي او وايي : ” … دغه هېواد


چې د اّريا، خراسان او اوس د افغانستان په نوم ياديږي كه چپرې د تاريخ په اوږدو كې وګورو په پخواني پختيا كې دغه سيمې شاملې دي، شمال ته بلخ، بدخشان، ميمنه، مرغاب او مروه جنوب ته ګداوسيا او بلوچستان ، لويديز ته هرات ، خراسان او رنګيانا (سيستان) ختيځ لورته چترال او نورستان،اراكوسيا(كندهار) او پيرو پا مسيس ( غور او هزاره جات) نه سر بيره ګندهارا( پيښور، سوات، باجوړ او كابل ) هم د پخواني پاختپا هېواد كې شامل وو.”


له هېرودت نه وروسته كله چې د پاختيانو د ژبې په باب څرګندونې كيږي او پښتو ژبه له اوستا سره  پرتله كوي ډېر څپړونكي په تيره دارمستېتر په دې نظر دى چې پښتو له اوستا سره همكورنۍ ده. كله چې داسې وي نو بيا د اوستا كتاب د اّريايي ژبو د راپيژندلو له پاره يو مستند تاريخ دى. همدغسې د لرغوني اّريانا يو بل مذهبي كتاب ويدا هم په دې هكله د يادونې وړ دى چې په اّريايي لسو قبيلو كې د ” پكتها ” ذكر كوي.


همدا ډول ښاغلي زيار صاحب د اّريايي ژبو په باب په خپل ذكر شوي كتاب كې په       ( 8،9) مخونو كې كاږلي دي :


” په زاړه پېر (520 – 3000 مخزيږدي ) كې د اّريايي ژبو شمېر پنځو ته رسي :


1- اوستا   2- زړه پاړسي يا د هخامنشيانو ژبه  3- ميدي  4 – پارتي  5 – ساكي يا سكه saka (سيتي) .”


زه غواړم د تاريخ په رڼا كې ووايم چې اّيا په دغه وخت كې پښتو ژبه نه وه ؟ او كه وه نو په كوم نوم ؟ د اوسني ايران په شمال كې له هخامنشيانو دمخه په اوومه مخزيږده پيړۍ كې يو اّريايي توكم چې (ماد) نومېده واكمنۍ ته ورسيد چې د هېواد پلازمينه يې (هګمتان) د هېرودت “اګماتان” چې اوسنى “همدان” وو د هېرودت په وينا له (701 ) مخزيږدې نه تر (550)م ز  پورې څلور مادي پاچاهانو حكومت كړى دى ديو كاس    Diocas (50) كاله، فره اورتس د ديوكاس زوى (22) كاله، هووخ شتر (48) كاله او استيا ګس     Astyages ( 35) كاله. هـېرودت دا خبره هم كړې چې د ماد خلكو سپي ته سپاكو ، سپيكو، ويل چې په اوسنۍ پښتو كې سپى دى. ستر فرانسوي پوهان دار مسگټيټر پښتو ژبه هم ” مادي ” ژبې ته نږدې ګڼي. پوهاند عبدالحى حبيبي په دې اړوند ليكي:” … د ارين خلكو تاريخي پېر له ويدي سرودونو سره پيل كيږي … له همدې امله ويدي مدنيت له (1400)مخزيږدې نه پيل كيږي …”


د افغانستان د اّريايي خلكو دويم مدنيت اوسيستايي مدنيت دى چې د 1200 مخزيږدي په شاوخوا پيل شوى او له همدې پېر نه يو كتاب د اوستا په نامه پاتې دى … د اوستا په دويم كتاب ” وانديدا ” كې د هغه مهال څرګندې ځمكې شپاړس سيمې يادې شوي دي … د پرتليزې ژبپوهنې له مخې … په پښتو ادب كې ” اره ” د اصل او بنسگټ په مانا چې په پاى كې د نسبتي ” ن ” په نښلولو ارين ترې جوړ شوى دى… ” اريه ورشه ” د څړ ارتې ځمكې ته ” ورشو” وايي … ” ويسيه ” په پښتو كې ” ويسا ” د باور په مانا …


نو ځكه مونږ پښتو ژبه د سنسګرت او اوستا خور بولو … ” ( د ډيرو معلومات له پاره وګورئ د افغانستان لنډ تاريخ له 28 مخ نه تر 32 مخ پورې .)


ښاغلي پوهاند زيار په ياد شوي كتاب پښتو او پښتانه د ژبپوهنې په رڼا كې په ډاګه كړې چې پښتو او يا ميري ژبې د ساكي ژبې د لمسيانو په تو ګه ژوندي يادګارونه بلل كيداى شي ( همدغه كتاب 9 مخ ) د پښتو ژبې يو بل څيړونكي حبيب ا لله رفيع د ساكانو په باب كاږي: ” دوى لومړى په باختر كې له يونانيانو سره سرتيري وو چې لوړو مسلكي او عسكري مقامونو ته رسيدلي وو او بيا يې خپلواك حكومتونه جوړ كړل … د دوى يو واكمن ” مايوس ” چې تر ميلاد وړاندې 72 كال كې ژوند كاوه د پياوړي شهنشاه په لقب د خپل واك ساحه يې ختيځ ته تر ټكسلا پراخه كړه . د باختر  له پښتنو سره يوځاى شول ” د ساك نوم يې د پښتنو په قبيلو كې پاتې شو … ” ( د افغانستان لنډكى تاريخ 19 مخ) همدا ډول په دې هكله تاريخ پوه مير غلام محمد غبار پخپل مشهور كتاب جغرافياى تاريخى افغانستان كې ليكلي دي: ” …  د غوريانو لرغونى مذهب زرتشت وو او بيا وروسته د بوديزم پيروان شول پخوانيو او لرغونو ژبو ورو ورو خپل ځاى پښتو ژبې ته پريښود او كله چې د ګندهارا پښتانه د دويم ځل له پاره بيا غور ته راغلل د ميشتو پښتنو شمير لا زياد شو. د ” بيلو ” په قول د پښتنو دوهم مهاجرت د لومړي زيږدي پيړۍ په سر كې پيل شو.” ( د ذكر شوي كتاب 174 مخ) دا چې د دوهم مهاجرت نوم اخلو مانا دا چې لومړى مهاجرت هم شوى نو بيا خامخا دا مهاجرت د ميلاد نه ډېر دمخه شوى دى د ډارمسټيټر او بيلو له څرګندونو څخه هم ښكاري چې له هخامنشيانو دمخه پښتو ژبه وه ځكه چې مونږ وويل د پښتو او مادي ژبې تر منځ د ويپوهنې او ژبپوهنې له مخې نږدې والى موجود دى او هخامنشي پاچاهانو ډپر څه له ماديانو څخه زده كړل او كله چې مادي دولت له منځه لاړ د هخامنشيانو په سياست او ژوند كې كوم بنسټيز بدلون رامنځ ته نه شو. هـېرودت او سترابو ليكلي دي هخامنشيانو او پارسه خلكو د كاليو ډول د ” ماد” له خلكو څخه زده كړي دي. د ځنو وګړ پوهانو _ توكم پوهانو ، لرغونپوهانو ، ټولنپوهانو ، ژبپوهانو او ويپوهانو له څرګندونو او څېړنو څخه ښكاري لكه څنګه چې پښتو ژبه له سنسګرت او اوستا سره اركيالوجي ، انتراپالوجي او ايتنا لوجي او د ويپوهنې او ژبيوهنې د بيلا بيلو څانګو په رڼا كې نږديوالى لري همدومره له ساكي ژبې سره هم نږدې خپلولي لري  خو پښتو ژبه د ساكي ژبې لمسۍ نه خو ټبريې يو دى ځكه پښتانه خو لكه د ادم (ع)  زوى او لور غوندې له يو مور او پلار نه نه دي زيږيدلي خو ساكان د افغانستان په لرغوني تاريخ كې ډېر مشهور ځكه دي چې په دې هكله د نړۍ تاريخ پوهانو ډېرې څرګندونې كړي دي د بيلګې په توګه – پخپله هخامنشيالنو هم د اّريانا كوم ولايتونه چې را پيژني يو په كې ساكا يا اسكايي ځمكې دي : زارانكا ( زرنك يا سيستان) ګرګان ، پادنيه ، اّريا ( د هرات ولايت)، خوارزم ، بكتريا ( باختر) ، سفديانا ،ګندهارا ( له كابل نه تر پيښوره) ستاګيديا ( هزارجات) (اريانا دايرت المعارف 2373 مخ دويم ټوك ). په خپله زيار صاحب هم په ډاګه كړې چې دا ساك د منځنۍ اسيا په لويه غيږه په بيلا بيلو … نومونو ياد شويدي دغه لوى قوم د شمير د ډيروالي او سيمو د پرخوالي له امله لكه څنګه چې په بيلا بيلو نومونو ياد شويدي همدغه شان د بيلا بيلو كولتورونو خاوندان او د بيلا بيلو سيمو اوسيدونكي هم وو … “( پښتو او پښتانه د ژبپوهنې په رڼا كې 27 مخ)  ارواښاد غبار وايي 136 او 128 مخزيږدي كلو تر منځ ساكان د اّشكاني دوهم فرهاد په مهال په زرنګ كې ځاى پرځاى شول نو بيا ځكه دغه سيمه د سكستان ، سيستان او سجستان په نامه ياده شوه. ( جغرافياى تاريخى افغانستان 278 مخ ) داسې ښكاري چې  سيستان ته د ساكه ټبرونو لومړني مهاجرتونه ډېر پخوا پيښ شويدي : د موسيوفوشا په وينا لوى كوريش (450)م ز  د سيستان د نيولو په وخت ساكان د دوى د ښو خدمتونو له امله ښه كړوني بلل او په (330 م ز)  شاوخوا كې په همدې ځمكو ودان وو چې سكندر هم دوى نازولي وو او ښه نرمه رويه يې ورسره درلوده. ( تمدن ايرانى كتاب څخه) مشهورتاريخپوه ښاغلي    ” سترابون ” وايي: كله چې سكندر له ” سفد ” نه بيرته باختر ته راوګرځيد له ساكانو سره مخامخ شو او بيا د اّريانا له غرونو ورواوښت كابل ته ورسيد او له هغه ځايه د سوات په لوري راهي شو. ښاغلي بيليو هم د خپل كتاب 65 مخ كې د نوموړي څرګندونه تاييد كړې ده. د افغانستان نامتو تاريخپوه  احمدعلى كهزاد هم تاريخ افغانستان په لومړي ټوك كې كښلي دي چې د ساكانو ټولواكي له اّريايي كرښو نه هم وتلې وه. له تاريخ څېړونكو څخه څرګنديږي چې د ساك قبايل د اّمو په شاوخوا كې اوسيدل  او د ژوند زمانه يې تر د مخزيږدي شپږسوه كلو  بلل شوې ده . ( رڼا او دفاع 89مخ ) .اروا ښاد غبار پخپل كتاب جغرافياى تاريخى افغانستان كې ليكلي دي: د ساكانو ټبر له ډېرو قومونو څخه تشكيل شوى وو خو د بهرنيانو په وړاندې متحد وو كه به د هرچا پلوي شول نو دهغه واكمنۍ ته به يې پراختيا وركړه د بيلګې په توګه كله چې اشوريان سره يو شول نو دماديانو حكومت يې ولړزاوه او كله چې بيا له ماديانو سره يو موټي شول نو د اشوريانو واكمنۍ يې ړنګه كړه . ( همدغه اثر 285 مخ


پوهاند صاحب زيار هم په خپل دغه كتاب  كې داسې ليكلي دي ” هخامنشيانو په 6 مخزيږدي پيړۍ له سيستيانو سره جنګ جګړې را پيل كړې. په هره توګه نورې درې پيړۍ سيستانيان د چين له پولې ” كانسو ” څخه تر ” تراس ” او پونت ( تور سمندر ګي ) پورې ځاى په ځاى پاتې شول.” همدغه اثر 40 مخ


په دغو يادونو كې څو ټكو ته اشاره وشوه، يو د دې ټبر تاريخي شهرت او بل د دوي تاريخي شته والى او هم د دوي جغرافيوي څرنګوالى. په دې اړوند د فرانسې نامتو تاريخ پوه او څېړونكى “موسيورونه ګروسه” چې د دې سيمې د لرغوني تاريخ په اړه يې اوږدې خېړنې كړي دي، وايي: ” ساك يا ساس د كاشغر يا كاسفر په سيمه د ” تپان شان” غرونو په لمنو او فرغانه كې له (سر دريا) نه راواخله د يورال تر سيندونو پراته وو.”


ښايي فكر وشي چې دوي چې په ذكر شوو سيمو كې ځاى په ځاى وو شمېر به يې د نورو قومونو په پرتله لږ او ځمكه به يې هم دومره پراخه نه وه، ولې برعكس دا يوه لويه او پراخه سيمه وه او د وګړو شمېر يې هم زيات وو ځكه چې له كاشغر نه راواخله تر يورال سيندونو او غرونو پورې، د اوسني افغانستان ټولې شمالي سيمي، د منځنۍ اسيا هېوادونه د روسيې تر پولو پورې، له ختيځ تركستان نه تر “سنكيانګ” پورې دا ټولېگ پراخې سيمې له ساكانو څخه ډكې وې. د افغانستان پياوړي تاريخ پوه احمد علي كهزاد په دې اړه ويلي دي:” د پنځمې او شپږمې مخزېږدي پېړيو په شاوخوا كې څنګه چې هخامنشيانو دا توكم ډېر ښه پېژانده د دوي په اړه يې ډېرې څرګندونې كړي دي، په يو ځاى كې دوي د (ساكي هوماوار) په نوم يادوي چې د فرغانې او كاشغر په سيمو كې مېشت وو. دويمه ډله د (ساكاتيګرا خواد) يا هغه ساكان چې مخروطي ډوله خولۍ يې درلودې او د يورال د سيند په سيمه كې استوګن وو. دريمه ډله (ساكاتارادراپا) يا هغه ساكان وو چې د خزر د بحيرې بل اړخ كې ځاى په ځاى وو.”(وګورۍ 162 او 163مخونه افغانستان درپرتو تاريخ) ) د پورته څرګندونو له مخې په ډاګه ويلاي شو چي په افغانستان كې د يونانيانو ماته د ساكانو له خوا شوې نه د كوم بل تو كم له خوا. كه څه هم دوه تنو هر يوه “اپولودوروس” او “تروګوس” د يونان او لاتين مشهورو تاريخ پوهانو ويلي دي چې يونانيانو ته ماته “ازي يي”، “تخاري” او ساكي قومونو په ګډه وركړې ده خو كه چېرته دې ته وګورو نو بيا ولې ساكانو دومره لويه ټولواكي پرته له ذكرشوو قومونو نه جوړه كړه چې له باختر نه راواخله تركستان، هلمند او د اوسني افغانستان نورې لوېديزې سيمي، ان د افغانستان تر ختيزو سيمو ټكسلا پورې د دوي واكمني پراخه شوه.


اروا ښاد غبار (80مخ) يپتل د كوشانيانو يو ښاخ بللى او دواړه ټبره يې سيتي ښوولي دي ښاغلي ډاكټر صاحب زيار هم يپتلان د كوشانيانو د تره بورانو په توګه ساكي سيتي اّريانانو او بيا باختريان بللي دي. همداراز ب – ن نه پورې ( B.N.Puri ) د خپلو څېړنو او څرګندونو څڅه دې پايلې ته رسيدلى چې ساكان كوشانيان دي. نوموړي ليكلي: “… كه چېرې د ساكانو وكمني د 78 زيږدي كال په شاوخوا كې وي نو كنشكا به هم د 78 نه تر 79 زيږدي كلو په شاوخوا كې واكمن وي. كه داسې وي نو ساكان كوشيانان دي.” خو داسې نه ده ځكه چې د كنشكا د واكمنۍ دوره بيلا بيلو څېړونكو دويمه ميلادي پيړۍ ښوولې ده ” … اندرا ديوا Indradeva د برهما واسوديوا Brahma vasudeva زوى ليكلي كنشكا ښايي په 118 زيږدي كال كې واكمن وو. ” ( تاريخ خط ونوشته … حبيبى 42 – 43 مخونه ” … ) له وروستي خروشتى كتيبې نه ښكاري چې كنشكا په 118 اويا 120 زيږدي كال كې واكمن وو.” ( تاريخ امپراتورى كوشانيان 35 مخ) ښاغلي زيار هم پخپل كتاب كې دې ټكي ته داسې اشاره كړې : ” … په 120 زيږدي كال د كنشكا له تخت ناستي سره د كوشاني ټولواكمنى دريم پير را پيليږي.”( 44 مخ ) د شتين ( Sir A. Stein )پلويان د كنشكا واكمنۍ د 125 زيږدي كال په شاوخوا كې ټاكي خو د يوه بل څېړونكو بخهوفر( Dr. L .BACHHOFER ) له خوا د منلو وړ نه ده وايي كه چېرې ساكان په 78 زيږدي كال كې واكمن وښيو اوكه كنشكا هم په دې كال واكمنۍ ته رسيدلى وي نو ښكاري چې همدغه ساكان بايد كوشانيان وي چې د هندو كش په جنوب كي گيې خپله واكمنى پراخه كړه. ” ( 1) نور په دوهمه برخه کي ولولئ داځای کليک کړئ