امريکايي هوايي قواوو د Beast of Kandahar شتون تائيد کړ

د لراوبر اداره | دسمبر 12th, 2009



ريانوستي
د۲۰۰۹ ز کال سمبر ۸
ژباړونکی : حبيب الله غمخور
دامريکا هوایی قواو د((کندهار حيوان )) Beast of Kandahar) ) په نامه بې پيلوټه الوتکي خبر تائيد کړ.


دامريکا هوایی ځواکونو د((کندهار حيوان )) Beast of Kandahar) ) په نامه دبې پيلوټه الوتکې شتون منلی دئ .
د((Aviation Week)) په نامه يوې امريکا يي مجلې کښي دخپورسوي راپورله مخې دکندهارحيوان ((Beast of Kandahar)) په نامه يو بې پېلوټه الوتکه ده چي درواني اونۍ په اوږدوکې دامريکا قواو دهغي پر شتون اعتراف کړی اودگرديزپر شاوخوا آزمويل سوې ده .
پدې راپورکي داسرائيلود((کورسور)) دخبري اژانس په حواله ويل سوی چي دا الوتکه دکابل ښارته نږدې دبگرام په هوايي ډگر کي ليدل سوېده . مگر په غټ گمان ددې الوتکې الوتنې دکندهار له هوايي ډگرنه دايران اوپاکستان سرحدي کرښوته نږدي تر سره کېږي .
ددې رپوټ په يوه برخه کښي يادونه سوې چي دانوې بې پيلوټه الوتکه ((RQ-170)) لومړنۍ بې پيلوټه الوتکه ده چي دجتي په ماشين مجهزه ده. دا داسي الوتکه ده چي دپياده عملياتوپه وخت کښي به داطلاعاتو دراټولولو،دتوغنديو ويشتلواويرغلي حملولپاره له هغې نه استفاده وشي .



ددې بې پيلوټه الوتکي چي د((لاکهيد مارتين)) دکمپنۍ لخوا جوړه سوې يوله اساسي ځانگړتياونه دهغې دوزرونو جوړښت اولکۍ نه درلودل دي .همدا ډول ددې الوتکې په جوړښت يا ساختان کي د((استلس )) دتکنالیوژی نه استفاده سوېده چي درادارله سترگونه پناه کېداي سي .ياپه بل عبارت درادار سيستم نشي کولاي دغه الوتکه پيدا اودخپل دوربين تر فوکس لاندي راولي .
همدا ډول پدې رپوټ کي يادونه سوې ده چي دا الوتکه د ۱۵ کيلومتروپه ارتفاع کولاي سي خپله ورسپارل سوې دنده دمځکې پر مخ سرته ورسوي . دا الوتکه دڅار اونښان نيولوپه نوي اومډرن سيستم مجهزه ده چي کولاي سي دعملياتوپه وخت کي دهغې ټولي برخې فعالي کړي .
ديادولو وړخبره داده چي ددې الوتکې دشتون په اړوند دخبرونوخپرېدل کومه تصادفي پېښه نده ،ځکه پدې ورستيوکښي دايران دهستوی يا اټومي پروگرام په اړوندحالات ډيره خړپړ سوی دي.
دا الوتکه چي د۲۰۰۷ کال راپدي خوا دهغې په هکله خبري کېدلې دپوځی کارپوهانولخوادکندهار دحيوان په نامه نومول سوې او دافغانستان په جنوبې سيموکښي ليدل سوېده ،مگردهغي دپېژندل کېدو امکانات نه وه . دامريکاځواکونومشرتابه اعلان کړېده چي دا الوتکه دکشف اونظارت ياڅارپر دندوسربېره دمانيتورينگ عالي سيستم هم فعال دی .
کارپوهان دې ټکي ته گوته نيولوسره داپوښتنه کوي ، پدې سيمه کښي چي درادارمډن سيسټم وجودنلري ولي له داسي مډرنې اوپرمختللې الوتکې نه استفاده کېږي کوم چي درادار دستگاه په مرسته نشي ليدل کېداي ؟ داسي فکر کېږي چي امريکاغواړي د (( ۱۷۰RQ-)) ډوله الوتکې په مرسته په افغانستان ،پاکستان ،ايران اوهندوستان کي دڅارگری دندي ددې الوتکې په مرسته ترسر کړي .

Copyright Larawbar 2007-2024