کور / تازه خبرونه / د القاعدې د يوه مهم غړي د وژلو ادعا وسوه

د القاعدې د يوه مهم غړي د وژلو ادعا وسوه

بهرنۍ رسنۍ خبر ورکوي چي د وزيرستان په پرونۍ حمله کي د القاعده شبکې مهم غړى ابو يحيى الليبي وژل سوئ دئ.

د دې خبر تائېد لا تر اوسه پاکستاني مقاماتو نه دئ کړئ، خو امريکايي استخباراتي چارواکو د اين، بي، سي او سي، بي، ايس تلويزوني شبکو ته وويل ابويحيى يې پرون د بې پيلوټه الوتکي په ذريعه وژلئ دئ.

ابويحيى په ٢٠٠٥ کال د مارچ په مياشت کي د بګرام له هوايي اډې څخه تښتېدلى و، چي پر نيولو يې لس لکه امريکايي ډالره انعام ايښودل سوئ وو.

د يادوني وړ ده چي د ابويحيى الليبي د وژني ادعا تر دې دمخه هم سوې وه، خو وروسته تر څو مياشتو نوموړى په يوه ويډيو عکاسي کي ژوندى ثابت سو.