کور / تازه خبرونه / بغداد: تازه چاودني مرګ ژوبله واړوله

بغداد: تازه چاودني مرګ ژوبله واړوله

د بغداد امنيتي مقامات وايي د موټر بم په يوه تازه چاودنه کي ١٣ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
چارواکي وايي دغه چاودنه د يوسفيه په نوم د ګڼي ګوڼي په يوه ډک بازار کي سوې چي دوه عراقي پوځيان، دوه پوليس او دوه عام کسان يې وژلي او اووه تنه يې ټپيان کړي دي.
په تېرو لسو ورځو کي په بغداد کي بېلابېلو چاودنو په سوونو کسان وژلي چي له امله يې د بغداد امنيه قومندان په خپله دنده کي د بې غورۍ له کبله له دندي ليري کړل سو.