هالنډ په روزګان کي د سرتېرو شمېره کموي خو وزي نه

د لراوبر اداره | دسمبر 11th, 2009


د هالنډ د بهرنيو چارو وزير څو شېبې مخکي اعلان وکړ چي هيواد به يې له افغانستان د خپلو شاوخوا دوه زره سرتېرو شمېر د راتلونکي کال په نيمايي کي ۷۰۰ ته راټيټ کړي ، تر دې مخکي پر دې بحثونه کېدل چي ګواکي هالنډ به خپل ټول پوځونه له روزګان څخه راوباسي .
دکارپوهانو په وينا د هالنډ د بهرنيو چارو وزير فرهاخن ددې اعلان لامل د امريکې ولسمشر اوباما لخوا د فشار ښودل سوی دی .
ظاهرآ تر اوسه په افغانستان کي د هالنډ د لوی درستيز د زوی په ګډون ۲۲ هالنډي سرتيري د طالبانو سره مخامخ جګړو يا سړک غاړي بمونو کي وژل سوي دي .

»

Copyright Larawbar 2007-2024