طالبان: جنوبي کوريا له افغانانو سره خپلي ژمني ماتوي

د لراوبر اداره | دسمبر 11th, 2009


په پام کي ده چي جنوبي کوريا به افغانستان ته ۵۰۰ سرتيري لېږي چي د پروان ولايت په شاوخوا کي د امنيت چاري پر غاړه واخلي ، طالبانو د يوې اعلاميې په خپرولو د جنوبي کوريا لخوا افغانستان ته د سرتيرو لېږل د نوموړي هيواد لخوا د افغانانو سره پر ژمنو وفا نه کول بولي . په اعلاميه کي راغلي چي :

دافغانستان اسلامي امارت ، دجنوبي کوريادچارواکودغه اقدام که له يوې خوادافغانستان دملي خپلواکى په خلاف يوتيرى بولي اوافغان دښمنه ګام يې ګڼي ، له بلې خوا، دهغه تعهداوژمنې په خلاف يې يوښکاره ناوړه هڅه هم شميري چې، د١٣٨٦لمريزکال،دوږې په مياشت کې يې دهغو١٩کوريايي اتباعودخلاصون په بدل کې چې په غزني ولايت کې داسلامي امارت دځواکونوله لوري نيول شوي وو،کړی وه او کلک تعهدیې کړى ووچې له افغانستان نه به خپل عسکرباسي اوپه راتلونکي کې به هم دپوځيانودراليږلوهڅه نکوي .
طالبانو ددې اعلاميې په ترڅ کي جنوبي کوريا ته خبرداری ورکړی چي که خپلي کړي ژمني ماتي کړي دوی به يې هم پروړاندي هيڅکله له نرمښت څخه کار وانخلي .

Copyright Larawbar 2007-2024