کور / علمي / زلزله کله، چيري او څنګه رامنځته کيږي؟

زلزله کله، چيري او څنګه رامنځته کيږي؟

د انتېرنېت د ېومخ څخه
زلزله هغه پروسه ده چې د ځمكې لاندې د لېتوسفېر په طبقه كې واقع كيږي.
زلزله هغه وخت منځ ته راځي كله چې د ډبرو لوېې كتلې په مداوم يا بې د دمې خپل حجم ته په ډېر قوت سره تغير وركړي او په ېو كمزوري سيمه كې په ناڅاپه ډول ېو چاود منځ ته راوړي چې د دغو ډبرو كتلې په دغه كمزوري سيمه كې په ېودم دواړو خواو ته په حركت راځي او د ځمكې لاندې د ېو لړزش علت گرځي. دا ډول پېښې د ځمكې په پورتنۍ طبقې او د ځمكې په دوهمې طبقې كې واقع كيږي ، كوم چې د ډبرو هغه تختې چې ېوبل سره نږدې واقع دي او تغيرد حجم پكې موجودې دي.
د زلزلې د تفاهم دپاره باېد سړئ پوه شي، چې ځمكه په منځ منځ كې كوم قوي جسم هم نه دئ. نظر په هغه نتيجو چې دزلزلې د څپو څخه لاس ته راغلي، سړئ پوهيږي چې ځمكه لكه د ېو پيازغوټې په شكل د مختلفو پوټكو څخه جوړه شوې ده، چې دا هر ېو ېې د كيمياوي، د موادو تغيرات، تودوخي (حرارت) او د گڼ والي په لحاظ د ېوبل نه ډېر تفاوت لري چې ددې جملې څخه ډېر مهم يې د ځمكې پورتنۍ طبقه، د ځمكې دريم قشر او د ځمكې مركزي قشر دې.
د ځمكې پورتنئ يا لومړنئ قشرد ځمكې د وچې قارې او اوقيانوس څخه تسكيل شوئ. د ځمكې وچه قاره د ۲۵ او ۵۰ كيلو مترو پورې غښتلئ (ډبل) دئ چې زياته اندازه د كم تېزابي ډبرو لكه گرانيت څخه تشكيل شوېدې. د اوقيانوس برخه د هغه د لوېوالي سره سره بيا هم ډېر كم د ۵ او ۸ كيلو مترو په منځ كې غښتلئ دئ او په زياته اندازه د گڼ بازالت ډبرو څخه تشكيل شوېدې.
د ځمكې لمړنئ قشر او د ځمكې د دوهم قشر پورتنۍ برخه دواړه ېوه طبقه جوړوي چې د ليتوسفېر په نوم ياديږي. ليتو په يوناني كې د ډبرې مانا وركوي. ليتوسفېر كلك او ددي دپاره چې د ځمكې پورتنۍ برخې ته نږدې دئ نو ځكه تقريباً سوړ دئ. ددى طبقې غښتلوالئ (پېړوالئ) د ۷۰ او ۱۲۰ كيلو مترو په منځ كې دئ. د دغې طبقې لاندې بله طبقه ده چې د استېنوسفېر په نوم ياديږي. استېنو په يوناني كې د پوست (نرم) مانا وركوي چې دا طبقه شخه او د پلاستيك په شان عكس العمل لري او د ۱۰۰۰ نه تر ۱۲۰۰ درجى سانتيګريت پورې تودوخي (حرارت) لري. د ډبرو له ډېر زيات زور (فشار) په وجه چې د (۱۰ټنه/متر مربع) څخه زيات دئ او د ليتوسفېر په سر واقع دئ،بيا هم نه شي كولائ چې دا تودې ډبرې ويلې كړي، سره ددې چې تودوخي هم په كافي اندازه موجوده ده.
لاندينئ قسمت د ځمكې د دوهمې طبقې پورتنۍ برخه ميسوسفېر جوړوي چې ميسو په يوناني كې د منځ مانا لري چې دا د ځمكې په ۳۵۰ او ۷۰۰ كيلو مترو كې ښكته پروت دئ. د ۲۹۰۰ كيلو مترو په ژور والي كې د ځمكې د دوهمې طبقې لاندينۍ برخه ده.
د ځمكې منځنۍ (مركزي) طبقه د ۵۰۰۰ كيلو مترو په اندازه ټيټه پروته ده چې دا طبقه د زلزله سنج عالمانو د نتيجو څخه اوبلنه (مايع) او ډېره توده ده چې د تودوخي (حرارت) درجه ۶۰۰۰ سانتيگريت ته رسيږي او دا د اوسپنې او نكل څخه گډ (الياژ) دئ.
په ليتوسفېر كې ډېر زښت د ډبرو تختې ړنګيږي او يا تجزيه كيږي چې دا بيا په ايستوسفېر كې چې د پلاستيك ډوله عكس العمل لري، گډيږي او تل په حركت كې وي. ددى دننئ زور دومره زيات وي چې سړئ فكر كوي دا د ځمكې په دريمه طبقه كې د برق ېوه سخته جرقه ده. ددى جريان لا عامل تر اوسه لا نا معلوم دئ. كله چې دغه د ډبرو تختې ېو بل سره ولگيږي، ېو بل څخه بېلې شي او يا د ېو بل د خوا څخه په سولېدو تېرې شي، نو دغه تختې بيا خپل حجم ته په ډېر قوت سره تغير وركوي او ېو سخت تشنج منځ ته راوړي چې ورڅخه زلزله جوړيږي.

د زلزلې پېښه:
د زلزلې پېښېدل د عالمانو په نظر دا د ځمكې شكېدلو يا چاودېدلو فرضيه ده چې دغه تيوري تر ننه پورې هم د اعتبار وړ ده. دغه د ځمكې شكېدل يا چاودېدل په ليتوسفېر كې د هغو تختو تر منځ پولې (سرحدونه) دي، چې دا په عمودي زاويو ېو پر بل سړكونه او لارې جوړوي او بيا دغه تختې په ډېر ېو قوي حركت سره هغه ځاېو ته كوم چې مزاهمت يا ورانئ پكې راغلئ، متقابل پورې وهل كيږي. هغه كومې تختې چې په مزاهمت ځائ كې واقع دي، ددې د پاره چې د پورې وهل شوو تختو مخنيوئ وكړي او يا د ېو بل څخه تېرې شي، برعكس دغه تختې په دغه مزاهم ځائ كې خپلو څنډو ته تغير د شكل وركوي، هغه مستقيم سړكونه او لارې چې وې، خپل شكل بدلوي او په كگلېچو بدليږي بيا دا پورې وهل ودريږي او په متداوم ډول سره د څنډو د تغيرشكل په وجه ېو تشنج منځ ته راځي چې سړئ ورته بېاطي (قېچي) كوونكئ تشنج وېلئ شي. دا كېدئ شي چې تر لسونو كلونو پورې دوام وكړي، ېو نه ېو وخت دا تشنج دومره لويږي چې د مزاهمت په ځائ كې د ماتېدو په وجه سولېدنه شروع كړي او په دې ځائ كې بيا د دغه تختو څنډې ېو ناڅاپه په پورې وهلو شروع وكړي چې د پورته الوتنو اندازه يې دومره زياته وي چې مترونو فاصلو سره ډېره ساحه لاندې كوي. په دغه مزاهم ځائ كې بېرته ېوه ټېله (لكه د ربړ په شان چې راښكل شي او بېرته خپل ځاى ته راشي) منځ ته راځي چې دلته هغه ډبرې چې خپل شكلونو ته تغير وركړئ وو، ډېر په سرعت سره ېو كمزره تشنجي حالت غوره كوي. هغه سړكونه او لارئ چې كگلېچې وې، بېرته خپل حالت نيسي خو خپل ځاېو ته تغير وركوي. د دغه ازاده پاتې شوې اينرژي ېوه برخه په تودو وړانگو د زلزلې په څپو د ټولې ځمكې پر مخ منځ ته راځي او زلزله ورڅخه جوړيږي. د مزاهمت په هغه ځائ كې چې د ډبرو تختې ېو ناڅاپه خپل پورې وهنه شروع كوي، دا ټكى (نقطه) د زلزلى د داش يا د ځمكې په دننه كې د زلزلې اصلي مركز په نوم ياديږي او عمودي دده په سرد ځمكې په پورتنۍ سطح واقع ټكئ (نقطى) ته د ځمكې په سر د زلزلې مركز وېل كيږي. كله كله د ډبرو دغه كتلې په عمودي ډول پورې وهنه هم كوي چې ددې په وجه د ځمكې پر مخ لكه د پوړۍ( زينې) په شان چاود منځ ته راځي. څومره چې دغه پوري وهنه قوي او پراخه وي، هومره انرژي ازادوي او په همدا رنگه زلزله قوي وي. په لوېو زلزلو كې د ځمكې د چاود اندازه په مترونو ژور او په كيلومترونو اوږود وي.

د زلزلې نه مخكې زلزله او د زلزلې نه وروسته زلزله:
د ېوې زلزلې سره مخكې او وروسته زلزله مل وي. د زلزلې څخه مخكې(مقدماتي)زلزله دهغو ډبرو تغير د شكل څخه منځ ته راځي، چې دا ډبرې په مزاهم ځائ كې په پورې وهنه شروع وكړي. ددې د پاره چې دلته فيزيكي شرايط لا قوي پورې وهنى ته برابر نه دي، نو ځكه وړاندې نه ځي خو بيا هم دى مقدماتي زلزلې سره ډېر واړه درزونه منځ ته راځي چې دا بيا په مرور د وخت سره خپل تشنج ذخيره كوي او په ېو قوي پورې وهنه شروع كوي چې غټ درځونه او چاود منځ ته راځي چې د قوي زلزلى علت كيږي.

د زلزلې زياتره واقعات او قوت:
ډېرو خلكو ته ځمكه ېوه ټينگه، تغير نه خوړنكې او حتى ېو نيم ته د بقاً ېو سمبول دې. دوۍ باور لري چې په ټينگه ځمكه قدم وهي، خو دا ېوه غولېدنه ده. د ځمكې لاندې په هيڅ ځائ كې ارام نه شته. زلزله سنج ښودلې ده چې په ټوله دنيا كې هر كال د ۸۰۰۰۰۰ څخه زيات د ځمكې لاندې لړزشونه منځ ته راځي چې دغه سړئ ډېر كم او يا هيڅ احساسولئ نه شي. په كال كې ۱۰۰ زلزلې د ۶ او ۷ درجو پورې واقع كيږي. د ۵ او ۱۰ كلونو منځ كې په ېو ځائ كې چې د زلزلې ساحه وي، د ۸ درجو څخه قوي زلزله منځ ته راځي.
سره ددې چې زلزله ډېر تاوانونه او خرابي منځ ته راوړي، خو بيا هم خلك د زلزلې كېدل د نصيب او قسمت پورى تړي.
ډېرې قوي زلزلې زياتره په جاپان كې واقع كيږي. د هغه وخت نه چې د زلزلې قوت ښودونكئ د ۱۹۰۴ نه شروع شوېدئ، تر اوسه قوي ترينه زلزله په ۲ د مارچ ۱۹۳۳ د جاپان په ختيځ ساحل كې د ۸،۹ درجو په اندازه وه. نورې زلزلې په ۱۹۶۴ الاسكا كې د ۸،۴ درجو په اندازه او د مكسيكو په ښار كې ۱۹۸۵ د ۸،۱ درجو په اندازه وې. د ټولو نه قوي زلزله چې په ۱۷۵۵ كې په ليسابون كې واقع شوې وه، د ۹ درجو په اندازه اټكل شوئ وو.

د زلزلې تاوانونه:
زلزله په راز راز ډولونو ورانئ لري. د زلزلې اغيزه د هغه د قوت او د مركز (ايپوسنتر) څخه د لېرې والي پورې اړه لري.كه د زلزلې ټكان د زلزلې مركز ته نږدې او يا د زلزلې د داش په سر وي، دومره قوي وي، چې هغه شيان كوم چې په دغه ځائ كې وجود ولري، نو هوا ته يې الوزوي، ودانيۍ په ټكان لړزوي چې يا خو نړيږي او يا چپه كيږي . د زلزلې څپې غېر ددنه نورې جانبي اغيزې هم لري. كله چې د اوبو رسولو (اب رساني) اضافي نلونه د درزونو په واسته له منځه ولاړې شي ، نو د گاز مات شوي نلونه او د قوي برق خراب لېنونه، د اور د لگېدوپه وجه ېو ډېر تباه كوونكئ خطر منځ ته راوړي. د ځمكې ښوېيدنه، د واورې ښوېيدنه، د ځمكې چاودېدل او يا په ځمكه كې مترونو مترونو پورې د چاود پوړۍ( زينې) جړېدل، دا ټول د تاوانونوعلتونه كېدې شي. د زلزلې په قوي ټكان باندې هغه ترسب شوي مېده شگه او يا خاوره د اوبو سره گډيږي او مايع عكس العمل ښكاره كوي، د ځمكې لاندې سامانونو ته تاوان رسيږي چې ودانۍ او يا ټوله ځمكه سره پرې كوي. په ساحلونو كې چېرته چې د زلزلې ساحه ده خصوصاً په بحرونو كې د زلزلې په وجه ډېرې اعظيمې څپې منځ ته راځي چې دا د تسونامي په نوم ياديږي او دغه عظيمې څپې هغه مناطقو ته چې په ټيټو ساحو كې واقع دي، ېو ډېر بې رحمه افتونه منځ ته راوړي.
مخكې د مخكې نه د ېوې زلزلې د كېدو اټكل كول:
د عالمانو د څېړنو له مخې، تر اوسه پورې د زلزلې دقيق وخت او ځائ معلومول نا ممكن دئ. مختلف معېن علتونه دي چې د څرنگوالي له مخې تر ډېر حده سړئ پوهېدائ شي. خو هر اړخيزه د زلزلې اساسي اندازه معلومول، كوم چې د زلزلې د داش په پروسه كې واقع كيږي، تر ډېر حده نا ممكن دئ چې سړئ د ېو زلزلې د كيدو اټكل په ېو معېن ځائ او يا په معېن وخت كې وكړي. خو بيا هم سړئ اجالتاً احتمالي څرگندونې كولاې شي. چې ېو نيم ددې څخه جيوفيزيكي ډېر لوې او بد بدلون دئ. د مثال په ډول: د زلزلې د ټكان سرعت، د ځمكې مېلان پېدا كول او يا د ډبرو الېكترو مگنيتي خواص. د احصايې له مخې نورې اساسي څرگندونې لكه د زلزلې د ټكان ارامېدل او بيا وروسته په ډېر لنډو كې ېوې ډېرې لوېې پېښې ته اشاره كول، د حېواناتو غېرارادي او تكرار تكرار رمباړې وهل چې دا هم په ډېرو لنډو كې د ېو لوې افت نښې دي.