کور / کره کتنه / شايق نېټورک که د فحشا خزانه ؟

شايق نېټورک که د فحشا خزانه ؟

د رسنيو دنده دا ده چې خلکو ته سمه لارښونه وکړي ، خلک دخپل هېواد او نړۍ له حاله خبر کړي، حقايق رابر سېره او په سم ډول يې ووايي، د اسې خپرونې ولري چې د خلکو په ژوند مثبتې اغېزې ولري او………….په تېره بيا په افغانستان کې چې ډېرى وګړي يې نالوستي دي او د نالوستو وګړو لپاره بيا د غږيزو او انځوريزو رسنيو اورېدل او کتل ډېر اړين دي، خو دداسې رسنيو ليدل او اورېدل چې ديني ،اصلاحي، کلتوري او ……. خپرونې ولري ، د نالوستو خلکو لپاره ځکه انځوريزې او غږيزې رسنۍ ضرور دي، چې يو نالوستى سړى يا يوه نالوستې ښځه نشي کولى چې يو مجله يا اخبار ولولي، نو ځکه ورته د انځوريزو او غږيزو رسنيو اورېدل او ليدل اړين دي، ننګرهار دهېواد يو له هغو ولايتونو څخه دى چې د رسنيو بازار په کې ښه تود دى، د چاپي رسنيو شمېر يې زښته ډېر، خو دغږيزو او انځوريزو رسنيو شمېر بيا تر چاپي رسنيو يو څه لږ دى، په ټول ننګرهار کې دا مهال اته راډيو ګانې خپرونې کوي چې د( کليد راډيو ) ( ننګرهار ملي راډيو) ( شرق راډيو) ( نرګس راډيو) (اباسين راډيو) (مرام راډيو) (سپين غر راډيو) ( صفا راډيو) نوميږي اوهمدا رنګه دوه تلوېزيوني شبکې چې يو د ( ننګرهار ملي تلوېزيون ) بل د( شرق تلوېزيون ) دى، که سړى دې پورتنيو يادو غږيزو او انځوريزو رسنيو ته ځير شي او ويې څاري ،نو په دې به يې سر خلاص شي چې غير له ( کليد ) راډيو چې واقعا يو څه کار کوي نور دا يوه انځوريزه او غږيزه رسنۍ هم د اصيلو رسنيو په ډول فعاليت نه کوي او په دې به پوه شي چې په دې رسنيو کې يوه هم داسې نشته چې په ريښتينې ډول د خدمت لپاره جوړه شوې وي او په ريښتيا د خپل کلتور دين او خلکو غم ورسره وي ، چا دا رسنۍ د سوداګرۍ لپاره، چا د خلکو د بې لارۍ لپاره او چا…….. رامنځ ته کړي دي، ددې رسنيو له جملې څخه په ننګرهار کې يو هم د ( شايق نيټورک ) په نامه يو تش په نوم مطبو عاتي مرکز خو نور پکې هغه کارونه روان دي چې هم زمونږ له سپېڅلي دين او هم زمونږ له کلتور سره په ټکر کې دي، په دې تش په نوم مطبوعاتي مرکز کې د( شرق) په نامه يوه راډيو د (شرق) په نامه يو تلوېزيون د (نرګس) په نامه يوه بله راډيو چې يواځې ښځو ته ځانګرې ده او د (شايق) په نوم يو اخبار خپرونې کوي، چې ددې څلور واړو رسنيو مسول يو کس دى، او انجينر شفيق الله ( شايق ) نوميږي، داچې له دې رسنيو کوم ډول خپرونې خپريږي ، دخلکو لپاره څومره ګټورې او زيانمنې دي ، ددې مطبو عاتي مرکز يوې يوې رسنۍ ته به لږ سر ورښکاره کړو،

(1) (شرق تلوېزيون) ما په پورتنيو خبرو کې هم ويلي چې انځوريزه او غږيزه رسنۍ د خلکو په پوهولو کې ډېر رول لري، په تېره د افغانستان غوندې هېواد کې چې ډېرى وګړي يې نالوستي مسلمان او بيا پښتانه دي ، نو ددې هېواد ټولې رسنۍ په تېره غږيزې او انځوريزې رسنۍ بايد دې نالوستي ولس ته ښې اصلاحي، ديني او نورې ګټورې خپرونې چې د هغوى په ژوند مثبتې اغېزې ولري وړاندې کړي ، خو د( شر ق) تلوېزيون ددې په ځاى چې خپل زورېدلي، کړېدلي، نالوستي، او مسلمان ولس ته د هغوى ددين، مذهب، کلتور او دهغوى د ښې راتلونکې لپاره خپرونې وړاندې کړي ،د نورو بهرنيو تلوېزونونو سره دفحشا او عياشۍ په خپرولو کې سيالي کوي او هغه څه خپروي چې هم د پښتون له کلتور هم د پښتون له دين سره په ټکر کې وي ، چې ددې بې دينه او بې کلتوره خپرونو څو مثالونه به يې زه تاسو درنو لوستونکيو ته وړاندې کړم، شرق تلوېزيون هره ورځ دوه بجې دې خپل نالوستي او زورېدلي ولس ته يو يو بهرنى يعنې خارجى فلم خپروي چې ډېرى پکې امريکايي وي، دهمدې امريکايي فلمونو څخه يو فلم دى چې نوم يې اوس ماته زده نه دى خو ددې فلم هلک ( جان رايمبو ) نو ميږي ،دا فلم ما څو واره له (شرق تلوېزيون) نه مخکې په (لمر تلوېزيون) کې هم ليدلى و، ددې فلم د ټولو جينکيو دبدن سلو کې نوي فيصده برخه بربنډه ده، خو په (لمر تلوېزيون) کې مې دا فلم هسې نه و ليدلى لکه د (شرق) په تلوېزيون کې، ځکه ما چې په ( لمر) تلوېزيون کې دا فلم ليدو، نو د جينکيو دبدن په بر بنډو ځايونو د (لمر) تلوېزيون کارکوونکو يو ډول داسې پرده راوسته چې بيخي به يې د جينکيو هغه بربنډ ځاى ورک کړ،يعنې هغه بربنډ ځاى به يې نه ښکارېده او نوره مې هم په کې کومه بې حيايي نه وه ليدلې، خو يوه ورځ مې هماغه امريکايي فلم په ( شرق ) تلوېزيون کې داسې وليد چې د فلم له سره تر پايه ددې فلم د جينکيو نور بدن خو لاپرېږده چې ( بې ادبي دې معاف وي) (تيونه) يې هم ښه په ډاګه ښکاره کېدل، دا خو لاڅه چې د شرق تلوېزيون له لارې مې ددې فلم هغه برخې هم وليدې،چې ما په (لمر) تلوېزيون کې بېخي ليدلې نه وي او د ( لمر ) تلوېزيون کارکوونکو به هغه غېرې اخلاقي برخې تېرولې، هغه برخې يې ( بې ادبي دې معاف وي ) لکه د هلک او جينۍ خوله په خوله کېدل او …….. ، داسې هم نه چې له دې بې کلتوره تلوېزيون څخه هماغه يوه ورځ داسې فلم خپور شو اوبس، دا خو يې ما هسې يو مثال وړاندې کړ، که تاسو د شرق دا بې کلتوره تلوېزيون هره ورځ تعقيب کړئ، نو له دې به پکې بدتره فلمونه او نورې خپرونې وګورئ، بله داچې په دې تلوېزيون کې هره ورځ يو يو ساعت د رېسلېنګ بده ،چټي ،د اسلام خلاف، او دانسانيت له چوکاټه بهر لوبه خپريږي چې د طب له مخې دا د انسانيت له چوکاټه بهر لوبه په هر انسان په تېره دماشومانو په ذهنونو ډېره بده اغېزه کوي او د نفسياتي طب پوهان وايي هغه ماشومان چې رېسلينګ، له زورزياتي ډک فلمونه، او د وژلو والا کمپيوټري لوبې ګوري په راتلونکي کې به ډېر غوصه ناک، ناراضي، بد اخلاقه، او په هره برخه کې به انکار کوونکې رويه ولري ، همدا ډول له دې تلوېزون څخه هغه ډول بې حيا، او زمونږ له کلتور سره په ټکر کې سندرې خپريږي چې ما تر ننه د طلوع تلوېزيون چې خلک يې له بې حيايۍ سر ټکو ي هم نه دي ليدلي او دا په داسې حال کې چې څو ورځې مخکې ددې بې کلتوره تلوېزيون کال پوره او دکليزې مراسم يې وه چې په دې مراسمو کې څه ګډونوال پخپله د همدې تلوېزيون کارکوونکي څه د ننګرهار سينمايي لوبغاړي او ددوې ترڅنګ ښاغلي استادمحمد اسماعيل ( يون ) صيب هم په دې مراسمو کې برخه لرله او په دې غونډه کې د خبرو لومړى وار هم ښاغلي ( يون ) صيب ته ورکړشو ، خو دا چې ښاغلي ( يون ) صيب هلته کوم ډول وينا او د ښاغلي ( شايق ) څومره توصيف او چاپړوسي يې وکړه له ( يون ) صيب مې دا تمه نه لرله او نه ( يون ) صيب ته دا په کار وه چې دا ډول غږېدلى و، ځکه ( يون ) صيب هلته د ښاغلي ( شايق ) او ددې نېټورک دومره ستاينه او چاپړوسي وکړه چې هغه د چا خبره له حده ډېره ، په داسې حال کې چې د ( شايق ) او د شايق نېټورک خلکو ته څه ګټه غير له زيانه رسېدلې ؟ کله چې ما د ښاغلي ( يون ) دا بې حده چاپړوسي او توصيف واورېد، نو له ځانه سره مې وويل چې يره راځه ښاغلي ( يون ) ته زنګ ووهه او پوښتنه ترې وکړه چې ته او خداى ( يون ) صيب ته ددوى له خپرونو خبره يې چې دوى له دې تش په نوم مطبوعاتي مرکز څه خپروي ؟ ايا خلکو ته يې ګټه رسيږي او که تاوان ؟ ايا ( يون ) صيب ته له دې خبر يې چې ( شايق نېټورک ) ته له پاکستانه د فلم په نوم جينکۍ راوستل کېږې او دلته له هغوى سره څه کېږي ؟ ايا ته او خداى چې تا ددوى کومه خپرونه څارلې چې ته يې دومره توصيف او چاپړوسي کوې ؟ وه ( يون ) صيب ! ته خو ټول عمر په کابل کې يې ته له دوى څه خبر يې شکر الحمدالله ددوى خپرونې خو غير له دې څلورو ختيځو ولايتونو په بل ولايت کې هم نه اورېدل کېږي همدا ډول مې د ( يون ) صيب په اړه په زړه کې ډېرې نورې پوښتنې هم وې ، خو څو ورځې ورسته مې چې د همدې شايق نېټورک له يو کارکوونکي د ( يون ) صيب د چاپړوسۍ په اړه پوښتنه وکړه نو هغه راته وويل چې دلته څه پروژې دي او په دې پروژو کې له ( شايق ) سره ( يون ) صيب شريک دى ، نو کله مې چې ددې ملګري خبره واورېده بيا مې له ځانه سره وويل چې يره ځه ( يون ) صيب خو ولا چټي د ( شايق ) توصيف او چاپړوسي نه ده کړې ، خو په هغې ورځ که څه هم د ښاغلي ( يون ) صيب خبرو راته غوسه راوسته خو ډېره خندا په دې راغله چې په دې مراسمو کې ددې تش په نوم مطبوعاتي مرکز ټولو کارکوونکو ته په دې نوم چې دوى ښه کارونه ترسره کړي ستاينلکونه هم ورکړ شول، په داسې حال کې چې په دې نېټورک کې يو هم داسې څوک نشته چې په ژورنالېزم پوهيږي ، په لسو کې يو پکې داسې پيداکېږي چې له دولسم فارغ وي او بس ، ددې لامل دادى چې ښاغلى ( شايق ) له دې خپلو کارکوونکو سره ډېر بد سلوک کوي ، نو ايا چې يو څوک واقعا په کار پوهيږ ي نو بيا دلته له شايق سره ولې کار وکړي ؟ ولې چېرته له بلې رسنۍ سره کار نه کوي ؟ چې په دې اړه لوى مثال طائر ( ځلاند ) او حامد ( غورځنګ ) ورونه دي چې يوڅه وخت يې په دې نېټورک کار وکړ ، دا دواړه په کار ښه پوهېده خو د ښاغلي ( شايق ) او ددې نېټورک د ځينو نورو ناپوهو کارکوونکو د بد سلوک له امله ترې لاړه نورو رسنيو ته ، داچې ليکنه رانه اوږده نه شي نو پر تلوېزيون به له نورو خبرو او مثالونو تېر شم او اوس به ددې مطبوعاتي مرکز يوې غږيزې رسنۍ ( شرق ) راډيو ته راشو

( 2 ) ( شرق راډيو ) دا راډيو هم دشرق تلوېزيون په څېر ددې په ځاي چې دې زورېدلې او نالوستې ټولنې ته ګټه ور ورسوي ، نوره يې هم د تباهۍ کندې ته ورغورځوي او داسې چټيات خپروي چې هېڅ د اورېدو نه دي ، داسې خلک پکې په کار بوخت دي چې تاسو باور وکړئ د ژورنالېزم لوستل خو پر ځاى پرېږدئ له ژورنالېزم سره بېخي اشنايي نه لري ، په نوموړې راډيو کې د ( لږ خو وخانده ) په نامه يوه تفريحي او طنزيه خپرونه ده چې هر سهار لس بجې خپريږي دا خپرونه کله د ( غلام رسول حساس) او کله د( قيس بجي) په نومونو دوه داسې ( پشه يي ژبي ) کسان په پښتو ژبه پرمخ بيايي

چې ددوي په ژورنالېزم د نه پوهېدو او د ژورنالېزم د اخلاقو او اصولو د نه مراعتولو له امله ورته په هره خپرونه کې د درې څلورو اورېدونکو له خوا سپکې سپورې او کنځلې کېږي، چې دا د يوې رسنۍ لپاره مرګ دى، لکه يو مثال به دده هم وړاندې کړم ( بې ادبې دې معاف وي ) يو ه ورځ همدې خپرونې ته يوه اورېدونکي زنګ وواهه له ستړې مشي وروسته يې ورته وويل ( قيس بجى صيب ولامبه ! ) نو جنابې ( بجى صيب ) ددې په ځاى چې ددې اورېدونکي د ټېلفون ليکه ور پرې کړي ورته وايي ( څه مې کړي چې ولامبم ؟) له دې سره اورېدونکي ځواب ورکړ ( غول دې کړي ) ( خندا ) توبه خدايه دادي ژورنالېستان اودادي خپرونې، همدا ډول ددې راډيو يوبل له ژورنالېزم ناخبره کارکونکى چې ( محمد يوسف جبارخېل ) نو مېږي که دده هره خپرونه سړى وڅاري نو په دې به پوه شي چې دا هم په ژورنالېزم نه پوهيږي دا سره له دې تر دولسم ټولګي يې زده کړې کړي او نور هغه د چا خبره په ټکي اګاه نه دى ځان ورته نابغه ښکاري اوله همدې امله ورته دننه په نيټورک کې خپل ملګر ي او بهر اورېدونکي د ( شرق نابغه ) وايي او په همدې نوم مشهور دى ، بايديو ژورنالېست له خلکو سره په ډېره نرمه ، فصيحه ، ساده ژبه او په سړه سينه وغږېږي ، خو ( يوسف جبارخېل صيب ) په هره خپرونه کې له خپلو اورېدونکو سره د ټېلفو ن په ليکه داسې توند غږيږي لکه دا مخاطب چې يې دښمن وي او يا چا په زوره په سټيديو کې کېنولى وي او همدا ډول ډېرې فضول چټي او بې ځايه غږيږي ، يو بل لوي او ستر فساد چې دشر ق راډيو رامنځ ته کړى هغه دا چې ددوى ډېرى خپرونې سندريزې يعنې د سندر و خپرونې دي، خلک ورته ټېلفون کوي، جينکۍ او هلکان پکې يو بل ته سلامونه، ټپې، غزلې ډالې کوي او د ډېرى هلکانو او جينکيو له همدې لارې د يارۍ مزي غځېدلي، چې يو مثال به په دې اړه هم وړاندې کړم ، يوه شپه يو هلک همدا د سندرو خپرونې ته زنګ وواهه چې دا خپرونه ( سندريزه ډالۍ ) نوميږي او چلوونکى يې ( شفيق الله ) نو ميږي يوه ورځ يې تخلص ( رحماني ) او بله ور ځ ( تنها ) وي او ځان دننګرهار پوهنتون استاد هم بولي ، اوس رانه د هغه زنګ وهونکي هلک نوم هېر دى، د خپرو نې له چلونکي شفيق الله ( رحمان ، تنها ) سر ه يې له روغبړ وروسته وويل ( زما سلامونه دې د جلال اباد په ښار کې ( ګيتا احمدزۍ ) ته ورسېږي او دا ټپه دې هم ورته ډالۍ وي ( په ما دې ټول عالم خبر کړ ، په تادې يو دادا خبر دى زړه دې چوينه ) له څو اورېدونکو ورسته همدې جينۍ ( ګيتا احمدزۍ ) چې لږ مخکې ورته هغه هلک سلامونه او ټپه ډالۍ کړه خپرونې ته زنګ وواهه دې ( جينۍ ) هم دخپرونې چلوونکي شفيق لله ( رحماني ، تنها ) سره له روغبړ وروسته هغه هلک ته ګېډۍ ګېډۍ سلامونه او له سلامونو وروسته دغه ټپه ور ډالۍ کړه ( جانانه تور سېرلى حلال کړه ، زمونږه کډه ستاسو کلي ته در ځينه ) او همداسې نور ، نو ايا د يوې رسنۍ دنده همدا ده ؟ ايا ژورنالېزم همدې ته وايي؟ چې خلک بې لارۍ ته وهڅوي، سل افرين دې وي ددوى په دې خپرونو،او ژورنالېزم، سل افرينه دې وي په ( شفيق الله رحماني ، تنها ) باندې ، توبه خدايه دا ځانته دپوهنتون استاد وايي ، او بيا هم توبه خدايه چې دا زمونږ په پوهنتونونو کې کوم ډول خلک استادان د ي ، تاسو باور وکړئ چې ښاغلى ( شفيق الله رحماني ، تنها ) خط هم سم نه شي لوستى ، نو ايا دا د پوهنتون د استادۍ لايق دى ؟ ايا د يو پوهنتون استاد په يوه راډيو کې د ( سندرو خپرونه ) پرمخ بيايي ؟ توبه خدايه توبه خدايه ، ددې په فساد کې ککړې راډيو ډېر نور مثالونه هم شته خو زما په نظر همدا به کافي وي، او اوس به راشو ددې مطبوعاتي مرکز يوې بلې د فساد سرچينې ته چې هغه هم راډيو ده او ( نرګس راډيو ) نوميږي

( 3) ( نرګس راډيو ) دا راډيو جناب ( شايق صيب ) د ښځو د بې لارۍ لپاره جوړه کړې چې ښځو ته يې ځانګړې کړې ده، او ټولې کارکوونکې يې ښځينه دي، که ددې راډيو خپرونې سړى وڅاري نو پوه به شي چې کارکوونکي يې د شرق راډيو له کارکوونکو هم خداى وهلي هغوى خو بيا هم ښه دي يو څو پکې دولسم پاسان شته ،ددې راډيو ټولې کارکوونکې څوک د لېسې د اوم او څوک د اتم ټولګي زده کوونکې دي ، چې يوه هم په ژورنالېزم پوهېدل څه چې په املا هم سمې نه پوهيږي او هغه د چا خبره چې کله يې طبيتونه ښه وي خپل نومونه ليکلى شې که طبيتونه يې ښه نه وي هغه خپل نومونه هم نه شي ليکلى او چې غږيږي نو سړى په دې نه پوهيږي چې دا پښتو وايي ، که فارسي او که کومه بله ژبه، چې ددې راډيو دکارکونکو په اړه به هم يو مثال وړاندې کړم ( ددې راډيو يوه تفريحي خپرونه ده چې پکې له اورېدنکو سره ګپ شپ او سندرې خپريږي ، دې خپرونې ته هم يوې ښځينه اورېدونکې زنګ ور وواهه ورته يې وويل چې خورګانو خفه کېږئ به نه ، زه دا ستاسو په ژبه هېڅ نه پوهېږم ځکه تاسو فارسي او پښتو ګډه وډه وايئ که لږ واضېح وغږېږئ مونږ به خوښ شو) او له دې سره يې د ټېلفون اړيکه پرې شوه، نو دخپرونې فوروفيسرانې چلوونکې چې څلور کسه ( ښکلا سادات ، نفيصه سحر او سپوږمۍ نوري ، او مرسل ندا ) وې ددې په ځاى چې سم ځواب ورکړي يوې وويل ( خورې مونږ نه خفه کېږو ته هم مه خفه کېږه مونږ نه پښتو وايو، نه فارسي مونږ ( کنډي باغي ) وايو ، او له دې سره درېواړو ښه په کړس وخندل ، نو ايا له دې نالوستو بېسوادو جاهلو به زمونږ ميندې او خويندې څه زده کړي ؟ دا راډيوهم ددې په ځاى چې زمونږ دې نالوستو خويندو، ميندو ته ګټورې، اصلاحي خپرونې وړاندې کړي داسې خپرونې وړاندې کوي چې هغوى بدو لارو ته هڅوي، بله دا چې له دې راډيو چې ښځو ته ځانګړې ده بار بار ترې داسې سندرې خپريږي چې بيخي له چوکاټه بهرې وي لکه د يو بې لاري سندرغاړي ( فرمان الله ) په غږ کې بار بار دا ټپې ( ياره کرکټ ميدان ته مه ځه ، بچه بازان به درنه واخلي تصويرونه ) يا د يو بې لارې شاعر ( شغېب جان سرخرودي ) يو شرمېدلى شعر چې د ډېرو بې لارو او ……… سندرغاړو له خو ا ويل شوى ( اوربل چپه کړي بيا راسته کړي، دا د کوم کلي دى ، دې وړکي مانه زړګى وړى ) تر پايه ، او همداسې په سلګونو نورې له چوکاټه بهر سندرې، نو ايا زمونږ دا درنې پښتنې ،ميندې له دوى څخه همدا غواړي ؟ او ايا همدا ډول خپرونو او سندرو ته هغوى ضرورت لري ؟ خو خداى دې ورته د نېکۍ هدايت وکړي ، رابه شو ددې مطبوعاتي مرکز يوې بلې تش په نوم او اخرنۍ رسنۍ ته چې دا اخبار دى، او ښاغلي جنابې ( شايق ) پخپل نوم نومولى يعنې ( شايق اخبار )

( 4) ( شايق اخبار ) دا اخبار له ډېرې مودې راهيسې خپريږي، خو ددې لپاره نه چې خلک يې ولولي او ګټه ورځينې پورته کړي ، بلکې د سوداګرۍ لپاره که کله ورته کومه سوداګريزه خبرتيا په لاس ورشي چاپوي يې، اوکه نه له سره يې نه چاپوي، او همدا لامل دى چې عمر يې اوه اته کالو ته ورسېده خو اوس يې هم په جلال اباد ښار کې ډېرى خلک حتا له نامه سره هم اشنا نه دي، بله دا چې دا ( شايق ) اخبار بيخي بې ارزښته دى ، سره له دې چې وړيا وېشل کېږي خو بيايې هم څوک لوستو ته زړه نه ښه کوي، دا اخبار دومره بې ارزښته دى چې زما يو ملګر ى چې په همدې شايق مطبوعاتي مرکز کې يې يو وخت دنده لرله، ددې اخبار په اړه راته وويل چې سره له دې چې ننګرهاري چارواکي دېته ډېر خوشاله کېږي چې تصوير او خبرې يې په کومه رسنۍ کې چاپ شي حتا ډېرى ژورنالستانو ته ددې کار لپاره پيسې هم ورکوي، خو د ( شايق ) اخبار کوم کار کوونکى يوه ورځ د يوې ادارې ريس ته ورغلى و چې مرکه ورسره وکړي، هغه ريس ځان ښه مرکې ته چمتو کړى و، خو چې ددې اخبار خبريال ورته ويلي وه چې تاسره د (شايق) اخبار لپاره مرکه کوم نو له دې سره هغه ريس له خپله ځايه پاڅېدلى و، او له مرکې يې انکار کړى و، خبريال ته يې ويلي و چې زه خو څه ماشوم نه يم او ځان خو نه شرموم چې له تاسره د( شايق) اخبار لپاره مرکه وکړم ، په پاى کې به دا ووايم چې هر هغه چاچې دا پورتنۍ رسنۍ څارلې وي او دا ليکنه ولولي نو له ماسره به دا هر څه ومني ،په ټول افغانستان کې د اصيلو رسنيو د رمنځته کېدا په هيله پاى

تبصره نسته

  1. stasoo da dy qorbanay na deer khoshala sho da staso khpala poha da ao deer pa zay khabara dy kary da ao har sa che waqit dy hagha ta bayan kary
    manana

  2. یاره دا خو دی ټولې سمې خبرې کړي. زه هم چې یوه ورځ می دتورخم څخه دکابل په لور په یوه کرولا کی دغه رادیو اوریدله واقعا وشرمیدم چی دا په اسلامیت، افغانیت او په ژورنالیزم ملنډې وهل و او نور څه نه و. زه خو وایم چی دا ټولی رسنۍ چې دشایق دلکۍ پورې تړل شوي بندې شي.

  3. اجل ننګرهاری ته
    لمړی خو ته دليکنو په اصولو خبر نه یی که يو څوک نيوکه کوی هغه پداسی انداز نه وی لکه ستا په څير ته حتما کوم روزګار نلری او يا يی په شايق نيټ ورک کی دنده نده درکړی اوس نو هر غول خوری خوره يي ته پو هيږی چه په ليکنه کی ديو چا سپکاوی څو مره بده او له اصو لو خلاف خبره ده ؟ دپښتنو بل کار څه وی خو بس همدا ورته پا تی دی چه څوک را پکی لږ نو ښت وکړی نو بيا ور پسی خولی خلا صی کړو اول تا دشايق په څير دو مره مقام حا صل کړئ ؟

  4. *
    *


    لراوبر
    هيله ده چي په تبصرو کښي د قلم عفت او متقابل احترام وساتل شي !

  5. afareen ala yara che ta da lekane adab maraat krai dai. .

  6. د پراخ بنسټي ادارې د دوام راهيسي په زرهاوو جريبه نادوده کښتونه کرل شوي دي چي دغه د شايق نېټورک فحشا يې يو کوچنۍ بېلګه بللائ شو خو دا ټوله اخر څوک راوسپړي؟

  7. مننه او کور ودانی د اجل ننګرهاری څخه چی حقیقت یی بیان کړ، زه ورسره پدی ټولو خبرو کی موافق یم ځکه زه چی کله د کور ته راشم او د شرق تلویزون وګورم نو وشرمیږم .خصوصا د فلمونو خپرول او ریسلنګ پروګرام چی وګورم . کله کله چی د ریسلنګ پروګرام ګورم نو د مولوی بجلی ګر هغه خبره راپه یاد شی ( مولوی صیب په یو تقریر کی وایی کله چی په کور کی دا زنانه ریسلنګ وګوری نو بیا وایی چی سړی خو دغه دی دا زمونږ میړونه خو هیڅ د کار ندی)
    او اجل ننګرهاری ته وایم چی ملګریه د شایق دکیبل خدمتونه د هیر کړی وه. هیله لرم چی په بله لیکنه کی یی هیر نه کړی.
    د ازادو او اسلامی خپرونو په هیله

  8. سلامونه ننګرهارى وروره!
    ستاسو ټولي خبرې پر ځاي وي .
    ما يوه ورځ شرق راډيو نيولي وه ددې نه بدترې خبرې مې اوريدلي دي. قسم په خداي چې زه د يوې نچلې په حيث وشرميدم چې دا نجونې څه وايي او له هماغه مهاله مې راډيو اوريدل بند کړي دي يو خو ددوي ژبه دومره ګډه وډه ده چې اصل د اوريدو نده ريښتيا هم کنډې باغي ده زمونږ په قوم دي خداي ورحميږي دا ټولي نيوکي به يو څه اندازه پر ځاي وي خو خبره داده د يو خواږي پر حيث د حل لاره ورته وښايه چې څه بايد وشي ؟

  9. سلامونه ننګرهارى وروره!
    ستاسو ټولي خبرې پر ځاي وي .
    ما يوه ورځ شرق راډيو نيولي وه ددې نه بدترې خبرې مې اوريدلي دي. قسم په خداي چې زه د يوې نچلې په حيث وشرميدم چې دا نجونې څه وايي او له هماغه مهاله مې راډيو اوريدل بند کړي دي يو خو ددوي ژبه دومره ګډه وډه ده چې اصل د اوريدو نده ريښتيا هم کنډې باغي ده زمونږ په قوم دي خداي ورحميږي دا ټولي نيوکي به يو څه اندازه پر ځاي وي خو خبره داده د يو خواږي پر حيث د حل لاره ورته وښايه چې څه بايد وشي ؟

  10. دلراوبر لخوا :
    بښتنه خوري يا وروره سلامونه !
    دا که په لراوبر کي تبصره په پنځوس افغانۍ وای ، بيا به دي هم عيني تبصره درې ځله خپره کړې وای ؟ ……… نه ………
    پوهيږم چي دا کار قصداً نه دی سوی ، له تا او ټولو نورو دوستانو هيله کوم چي يو ځل يې تبصره خپره کړه ، دوهم ځلي دي هماغه متن ته د خپريدو بټن نه وهي ، په دې ډول يې تبصره دوهم ځل خپريږي .

    سرلوړي اوسی .
    د لراوبر د تبصرو د څارني څانګه

  11. سلامونه ټولو لوستونکو ته

    نيوکه او سالم انتقاد يو پر ځای او داصلاح راوستو لپاره مو ثره لاره ګڼل کيدای شی انتقاد يا نيوکه بايد پداسی
    ډول مطرح شی چه مخا طب تری يو ښه برداشت واخستلی شی او داسی نه و ی چه هر څه نه پکی سترګی پټی شی
    په ډير تاسف سره بايد ووايم چه موږ لا تر دی دمه دنقد په معنی او مفهوم نه پو هيږو او هر هغه څه ته نقد وايو چه له
    حقا يقو نه ډير لری او دتعصب او دوښمنۍ پر بنسټ ولاړ وی
    که تاسو داجل ننګرهاری ورور دغی ليکنی ته په دقت فکر وکړی نو دا به درته معلومه شی چه نوموړی تر څومره
    بر يده له حقا يقو سترګی پټی کړی او څو مره يی پکی خپلی شخصی غو ښتنی او سليقه ورځای کړی ده
    زه دشايق نيټ ورک نه کوم مدافع وکيل يم او نه يي کوم ملګری خو ديو ه واقيعت درکونکی افغان په توګه وايم
    که يو څوک په يوه برخه کی نيمګړتيا لری خو په بله برخه کی ځينی ډير مثبت لوری هم لری چه مونږ پری حساب کولی شو
    زه له ډيره وخته دشرق راډيو اورم او تاسو باور وکړی چه له يو شمير نورو خپرونو سره سره يی دمولوی صاحب له
    خپرونی څخه ما دومره څه ددين په اړه زده کړل چه پخوا پری نه پوهيدم زه او زما کورنۍ له تلويزيون سره چندان
    علاقه نلرو خو له کله نه چه دمو لوی صاحب خپرونه دتلويزيون له لاری هره ورځ خپريږی نو مکمل يو ساعت يی
    مونږ په ډير شوق او ذوق ګورو او اورو او زما په اند چه دشرق تلويزيون ددينی خپرونی سره به يوه راډيو او تلويزيون هم سيالی ونشی کړای

    دغه راز په تلويزيون کی يوه بله خپرونه چه دژوند پړاو نو ميږی که می په نوم کی غلطی نه وی کړی ډيره جالبه
    او په زړه پوری ده چه شاغلی جبار خيل صاحب يی پر مخ بيايي تا سو يقين په خدای وکړی ما دژوند ډيری ترخی
    شيبی ليدلی او په ځانګړی ډول دمور او پلار مرګ خو زه يي دومره نه يم ژړه ولی لکه دغی خپرونی چه پکی
    له کونډو يتيمو او بی وسه خلکو سره خبری کيږی دښاغلی جبارخيل په اړه اجل صاحب له دومره بی انصافی
    کار اخستی چه ګويا نوموړی په پښتو نه پوهيږی خو زه وايم چه دنوموړی په څير فوق العاده استعداد او ذکاوت
    به دلته ډير کم خلک ولری او پاتی شوه دژبی خبره نو پدی خو بايد ته هم سترګی پټی نکړی چه د جبارخيل صاحب په څير روانه او ښکلی پښتو به نه ته او نه دلته ستا ډير نو مو تی ژورنالستان ووايي
    نوری ډيری داسی ښی خپرونی دغه رسنی لری چه دټولو نومونه به دلته ډير وخت ونيسی ما صرف دمثال په ډول
    دغه يادی کړی دښځينه ژورنالستانو په برخه کی چه زه يي ډير له غږ څخه متا ثر يم فضا خورده چه يو ښه راډيوی
    غږ خدای پری لورهولی چه ستا دصفت وړ رسنی بيا داسی څه پدی برخه کی نلری
    نو زه له اجل صا حب نه هيله کوم چه نور په ليکنو کی له انصاف نه کار اخله او هره ليکنه په پټو سترګو لراو بر ته
    مه ورپورته کوه ځکه دغه ډول ليکنی داصلاح په ځای فساد ته لمن وهی ښه به داوه چه له سالم انتقاد سره سره
    تا دحل په لارو چارو هم خبری کړی وای خو زه فکر کوم ته دومره استعداد نلری چه دا کار وکړی ځکه ستا له ليکنی معلو ميږی چه ته څومره په تول پوره يي ليکنه دانه وی چه يو هدی رښتيا او سل ورسره دروغ ملګری کړی
    او له دی لاری له يو چا څخه خپل کسات واخلی .
    دلر او بر له چلونکو هيله کوم چه دپښتنی ا حساس له مخی دی داسی ليکنو ته ځای نه ورکوی چه هغه دپښتنو
    فرهنګپالو له سپکاوی څخه ډکی وی او که تاسو داسی شيانو ته دبيان او نظر اذادی واېې نو ورکه شه داسی اذادي چه دپښتون قام بی عزتي پکی نغښتی وی اوکه بيا هم تاسو داسی کوی نو ستاسو دسايټ دنوم او ستاسو دکاغذ پرمخ تګلاری ارزښت به هم يوه هسی بی معنی او له دروغو ډک يو شعار بڼه خپله کړی

    ستاسو دسايټ دايمی لوستونکی انجينر عبدالرحمان ساحل روغانيوال

  12. وروڼو!تراوسه پورې یقین وکړئ که دلراوبر وېب سایټ له یوه کاروکونکي سره هم شناخت لرم اونه یې پيژنم یوازې داحسان صاحب عکس مې څوکاله پخواپه یوه مجله کې لیدلی چې اوس یې دڅیرې رنګ رانه هیرده زه له څه مودې راپدیخوا انټرنیټ ته لاس رسی لرم اونږدې دپښتو ټول ازاد وېب سایټونه مې کتلي اوپه بیلابیلو نومونومې بیلابیلې لیکنې وراستولي خوپه پایله کې دې نتیجې ته رسیدلی یم چې ددې ویب پاڼې په پرتله صاف اسلامي امت اوافغان ولس ته وفادار اورښتینی وېب سایټ مې نه ده لیدلی .
    داجلاخبره ده چې ددې وېب پاڼې ټولې لیکنې به دهرچاله طبعې سره برابرې نه وي همدااوس ددې وېب پاڼې دمحتواډيره برخه زماله طبعې سره سمون نه خوري خوبیاهم ددې پاڼې کارکوونکي دوروڼوغوندې راته ګران دي ځکه لیکنې به لیکولانونظروي خودوی تل هڅه کړي چې دلیکنې په غوراوي کې په تیره دخبرونوپه برخه کې خپلې ټولنې او اولسي اصیلو اصولوته متعهد پاته شي ددوي په سایټ کې تراوسه مادغرض اومرض څرک نه ده لګولی دوی دهرلیکوال لیکنه خپره کړې اوبیاپرې دتبصروکوونکونظرونه هم پرته له سانسوره خپروي نو دساحل صاحب په ګډون دې ځینې داشک نه کوي چې لراوبرولې داسې لیکنې خپروي .
    وروره مطلب مې بې ځایه وصف اوغوړه مالي نه ده ځکه داتبصره له داسې نوم او ادرس څخه ورلیږم چې تراوسه مې په همدې مشخصاتو کومه مضمون نه دی ورلیږلی اونه یې ورلیږم .
    مطلب مې دادی چې بایدپه دې سایټ اعتماد وکړو او په بې ځایه تورونو یې چلونکي زړه ماتي نکړو
    یقین وکړئ چې په تیره موده کې ځینو مشهورو سایټونو سخت دوکه کړی یم اووروسته راته مغرض او راشن خواره ښکاره شوي دي
    دخدای په فضل اوس داډول سایټونه دنزول په خواروان دي
    نورنو …مننه

  13. سم کار دې کړى په ننګرهار کې خو يوه کليد،صفا او مرام راډيو ده چې اورېدونکي هم لري او خپرونې يې هم خپرونې دي او شرق يوازې يوه ….ده

  14. سم کار دې کړى په ننګرهار کې خو يوه کليد،صفا او مرام راډيو ده چې اورېدونکي هم لري او خپرونې يې هم خپرونې دي او شرق يوازې يوه ….ده او د پېسو راټولولو لپاره جوړه شوې هغوې ارزښتونه څه پېژني

  15. I think this shaiq net is like tolo TV in Kabul there are the same thing is going on even thir vidio clips come to buzar

  16. الله یاره دانوم دځانه واړوه وایی چی نوم په انسان کی تاثرکوی خوپر تا باندی نوم هیڅ تاثیرنه دی کړی داستا اخلاق اودانوم نه سره ښایی .
    اوستا دژوند ټولی کړنی ستا له دی بد اخلاقی څخه معلومیږی .

  17. سلامونه وټولو اوریدونکوته الله یاره ستانوم ډیر زیات لوی او قدروړ دی او متاسفانه عمل می خواردی او داسی خبری ستاسی سره نه ښایی لکه چه تاسی یاست