کور / رسنۍ / د جاج مهالنۍ څلورمه ګڼه چاپ شوه

د جاج مهالنۍ څلورمه ګڼه چاپ شوه

جاج خپرونه چې موخه یې د افغان ځوانانو ویښتیا ده د ځینو پوهانو اوځوانانو په مرسته او همکارۍ چاپ شوه. په دغه خپرونه کې چې د ډېرو تکړه استادانو لیکنې یې خپرې کړي دي، موخه یې د ځوانانو ویښتیا او د سیاسي شعور لوړتیا ده. څلورمه ګڼه یې د دوشنبې په ورځ له چاپه راووته. د دغې ګڼې سرلیکونه دا لاندې دي:

– د حدیث په پاڼو کې دسیدعبدالله وليزي ژباړه

– د ښار او کلي جګړه استاد غفور لېوال

– د ذوالفقار علی بوټوله خوا په پټه د افغانانو تربیه

– کول او په افغان جهاد کې د کرنل امام رول د نصرت الله همت ژباړه

– د کرزي تېروتنې او د پښتنو غوښتنې م. ج. عبدالرحیمزی

– کونګه جګړه او د ناټو زوال اباسین بریال

– موږ ځوانان چېرته یو؟ سیدعبدالله ولي زی

– ناکامه لوبه ضیا‎ءالحق ساپی

– څو اړینې روغتیایي لارښوونې ډاکټر عبدالله اکبري

دغه ګڼه د موخې سره یې سم ډېرې اړينې لیکنې یې د ځوانانو او د حکومت (کابینې) د جوړښت لپاره خپرې کړي دي او د ځوانانو د ویښتیا لپاره ډېرې اغیزناکې دي.

په دغه خپرونه کې سرلیکنه چې سرلیک یې «دلته هره ورځ نوی ماتم دی» دی، هم شته. دغه خپرونه اته مخه لري چې دوه مخه یې رنګين دي. د هېرولو دې نه وي چې د جاج ادارې مخکې په خپلو دریو ګڼو کې په ټولو غږ کړی وؤ چې د دوی سوداګریزې خبرتیاوې خپروي دا دی په څلورمه ګڼه کې یې دهغه راډیو سوداګريز خبر خپور کړی کوم چې د هغې په اورېدو د پښتنو روح تازه کېږي او پښتنو اورېدونکو ته هر کله پښتو نوې او کلاسیکې سندرې او تازه رپورټونه وړاندې کوي.

د جاج خپرونې اداره له ټولو پوهانو، ځوانانو او د قلم خاوندانو څخه غواړي چې د دغې خپرونې په بډاینه کې د دغې ادارې سره مرسته وکړي. او په سوداګرو غږ کوي چې دغه خپرونه کولای شي د دوی سوداګریزي خبرتیاوې په خپلو دوؤ رنګه مخونه کې چاپ کړي تر څو مالي ملاتړ هم ومومي. په دو هیله چې ستاسو لوستونکو همکاري (وړاندیزونه، نیوکې، قلمي مرستې) به دغه خپرونه لا نوره هم بډایه کړي.

د جاج خپرونې اداره

پته: ۴۵ خونه، دویم پوړ، عروج کمپیوټر پلازا، څلورمه کارته، درېیمه حوزه، کابل- افغانستان

برېښنالیک: jaaj.monthly@gmail.com

پوست خونه: ۱۶۱۴ کابل مرکزي پوست خونه، کابل – افغانستان

ټېليفون: -۰۰۹۳۷۷۷۸۶۹۸۷۷