د سي، آى، اې او بلاک واټر ترمنځ تړون مات سو

34 | دسمبر 12th, 2009


امريکايي رسنۍخبر ورکوي چي د امريکا د استخباراتي ادارې سي، آى، اې او د بلاک واټر په نوم شخصي امنيتي کمپنۍ ترمنځ هغه قرارداد منسوخ سو، چي له امله به يې نوموړي کمپنۍ په قبايلي سيمو کي عمليات کولاى.
مخکي داسي خبرونه خپاره سوي وو، چي ګني سي، آى، آې په قبايلي سيمو کي د هوايي بريدونو عمليات بلاک واټ ته په ټيکه ورکړي دي.
د دې قرارداد د منسوخېدو علت لا تر اوسه نه دئ په ډاګه سوئ.
بلاک واټر هغه امنيتي کمپنۍ ده، چي په ٢٠٠٧ کال يې په عراق کي تر يوې چاودني وروسته په جوابي ډزو په لسګونو ولسي کسان ووژل.

Copyright Larawbar 2007-2024