کور / تازه خبرونه / کاى آيډي: نور په افغانستان کي کار نه کوم

کاى آيډي: نور په افغانستان کي کار نه کوم

په افغانستان کي د ملګرو ملتونو عاليرتبه مقام کاى آيډي وايي راتلونکى کال به په افغانستان کي کار ونکړي، او ملګري ملتونه بايد د ده پر ځاى کوم بل کس دې دندي ته ونوموي.

کاى آيډي پرون په کابل کي يوې خبري غونډي ته وويل دى نه غواړي چي د دريم کال دپاره په افغانستان کي د ملګرو ملتونو د يوناما د ادارې مشري وکړي.

نوموړى پر داسي مهال دغه څرګندوني کوي چي په ملګرو ملتونو کي د ده پر ځاى د کوم بل کس پر ټاکلو بحثونه روان دي.

ويل کېږي چي د کاى آيډي له ماموريت څخه ځيني هيوادونه، په ځانګړې توګه امريکا ناخوښه ده که دى استعفاء ونکړي هم يې د بيا ټاکني چانس نسته.

پر ښاغلي آيډي باندي تور دئ، چي تر اندازې زيات حامد کرزي ته نيژدې دئ، او په تېرو انتخاباتو کي يې د حامد کرزي د درغليو د پټولو هڅه وکړه.