کور / تازه خبرونه / کندهار: ناڅرګندووسلوالودووتنوته مرګ ژوبله واړول

کندهار: ناڅرګندووسلوالودووتنوته مرګ ژوبله واړول

دکندهارښارپه ګڼه ګوڼه سيمه شابازارکي ناڅرګندووسلوالويوتن وواژه اوبل يي ټپي کړ
دامنيت امرفضل احمدشېرزادپېښه مني اووايي چي وژل سوى کس دامنيه قومندانۍکارکوونکى اوژوبل سوىکس يوعادي دوکانداردى ،دده په خبره چي دپيښي په اړه لاتراوسه څوک نه دي نيول سوي خوپلټني رواني دي .
ويل کيږي چې وژل سوي کس په امنيه قومندانې کې د تروريزم سره د مبارزي په مديريت کې دنده تر سره کوله.
د يادوني وړده چې له دي مخکي هم ورته پېښي د کندهار ښار په زړه کې رامنځته سوي وي خودپيښي عاملين يې په تېښته بريالي سوي دي.