کور / تازه خبرونه / هلمند: اووه سوه کيلوګرامه چاودونکي مواد ونيول سول

هلمند: اووه سوه کيلوګرامه چاودونکي مواد ونيول سول

افغان پوليسو په هلمند کي د عملياتو په ترڅ کي ٧٠٠ کيلو ګرامه چاودونکي مواد نيولي دي.

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت مقامات وايي دغه مواد ايتلافي ځواکونو ته تر سپارلو وروسته د هغوى له خوا خنثى سوي دي.

د هلمند امنيتي چارواکي وايي دغه مواد په نادعلي ولسوالي کي طالبانو پټ کړي وو، چي د چاودنو پر مهال يې کار ځني اخيست.