کور / تازه خبرونه / د نړۍ تر ټولو چاغ خلک چېرې اوسي؟

د نړۍ تر ټولو چاغ خلک چېرې اوسي؟

 د نړۍ تر ټولو چاغ خلک چېرې اوسي؟
 
د نړۍ د لسو هېوادونو فهرست چې تر ټولو چاغ  اوسېدونکي لري خپور شو.
 
دامريکا د هافينگټن پست خپرونې د خبرله مخې ، په نړۍ کې اوس،اوس  د پاخ عمر کسانو له دريو څخه يوه برخه  ډېر وزني دي او په لسوکې يوه حصه خلک په بې ساري چاغښت اخته دي.

د تغذيې او طبي چارو کارپوهانو وړاندوينه کړې چې تر ٢٠١٥ زېږدي کال پورې په نړۍ کې د چاغو خلکو شمېره ميلياردونو کسانو ته ورسېږي،چې د چين ،امريکا او ټولې اروپا له نفوس سره به برابر وي.  
 
د امريکا د لويې وچې د ساموا (Samoa) هېواد د ٩٣،٥ سلنه چاغ نفوس په درلودلو سره په نړۍ کې لومړى هېواد دى چې تر ټولو هېوادونو ډېر چاغ کــسان لري او د لړ په سرکې ځاى لري.
 
نور هېوادونه په ترتيب سره په دې فهرست کې په دې ډول دي

کريباټي د اسټراليا په لويه وچه کې، د ٨١،٥ سلنه چاغ نفوس لرونکى (په نړۍ کې دويم هېواد دى) ،امريکا متحده ايالات د٦٧ سلنه چاغو وګړو په درلودلو سره  درېيم هېواد دى ، جرمني ٦٦،٥سلنه  د پاخه منگ چاغ کسان لري چې څلورم دى، او  مصر چې ٦٦ سلنه چاغ اوسېدونکي لري په نړۍ کې پنځم هېواد دى
 

همدارنگه بوسنيا هرزګوينا، نيوزلنډ، کرواسي،او برتانيا هم په دې فهرست کې ليدل کېږي.