کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / زما د مړينې لپاره اوس تابوتونه هم قېمته شول

زما د مړينې لپاره اوس تابوتونه هم قېمته شول

زما د مرګ به څوك پوښتنه وكړي

habibeviqar@yahoo.com

مخكې تر دې به تر پولې اخوا او تر پولې دېخوا اوسېدونكو شكايت كاوه چې د خوراكي او نورو اړينو توكو له كمښت او بيو له لوړوالي سره مخ دي، ځكه چې په دې سيمه كې داسې يو قوم اوسېږي چې تل په هر حكومت كې په داسې حال كې ځورېدلي چې ډېرى چارواكي او د چارواكو مشر يې هم له خپل ټبر څخه وي، پر دوى تل ظلم شوى او تل يې د پرمختګ مخه نيول شوې. دا ټولې ناخوالې چې نن ورځ هم روانې دي د تاريخ په ټولو څپو كې دې قوم ګاللې او نن هم همدا بدبخته قوم دى، چې راكټونه پر دوى اورېږي، بمونه پر دوى اچول كېږي، په بېلابېلو نومونو دوى وژل كېږي، ښوونځي او روغتونونه د دوى ورانېږي، بلاخره كومه ستونزه چې ده په همدې خلكو باندې را روانه ده.

 پوښتنه دا ده، چې دې بدبخته قوم چا ته ضرر رسولى؟ ټولو ته څرګنده ده چې نن ورځ شين سترګي انګرېزان د ډاكټر برايډن د وخت د ماتو بدله اخلي، دوى په كورونو پرته له دې چې څرګنده كړي چې دا ملكي كسان دي كه نظامي بمونه اوروي، دوى په هلمند كې د خلكو كورونه ورانوي، دوى نه پرېږدي چې حتى په پښتونخوا (صوبه سرحد) پېښور كې هم دا قوم په آرامه ژوند وكړي، هلته هم يوازې د همدې بدبخته قوم په سيمو كې اور بل دى.

هلته هم زه مرم او دلته هم زه، آخر تر څو؟ ولې موږ نه بيدارېږو، ولې موږ دوست او دښمن نه پېژنو، ولې اوس هم غرونو ته منډې وهو او له ښارونو څخه مو كركه كېږي، ولې اوس هم د دې لپاره چې څو جرېبه ځمكه لرو په اولادونو زده كړې نه كوو؟ په دې وروستيو كې پر موږ باندې د تابوتونو بيې هم لوړې شوې، پېښور چې يو وخت د امن، ښكلا، منظرې، او مېلو سيمه وه نن ورځ پكې د وروستيو بمي چاودنو له امله چې هره ورځ پكې په سلګونو تنه وژل كېږي او ټپيان كېږي د خلکو ورځنۍ چارې او کار، روزګار ته سخت زيان اوښتى، له لويو سوداګرو نيولې تر هټۍ والو او ګرځنده پلورونکو پورې د ټولو په کار روزګار کې نژدې ۵۰ په سلو كې لږوالي راغلى، خو يوازې د کفن او تابوت پلورونکو کار و بار وده موندلې.

د ليق احمد په نوم يو تن تابوت پلورونکي رسنيو ته ويلي چې د بمي چاودنو د لړۍ له پيل راهيسې يې د خپلو کارکوونکو يا تابوت جوړوونکو شمېر له پنځو څخه ۱۲ تنو ته لوړ کړى.

نوموړى وايي پخوا د يوه تابوت بيه له ۱۸۰۰ څخه نيولې تر ۲۵۰۰ کلدارو پورې وه، خو اوس هماغه تابوتونه په۳۵۰۰ روپيو پلورل کېږي، د نوموړي په وينا پخوا به يې د ورځې څلور پنځه تابوتونه پلورل کېدل خو نن سبا تر پنځوسو پورې پلورل کېږي.

د کفن او تابوت تر څنګ د تازه ګلانو د هټۍ والو روزګار هم وده کړې او د پخوا په پرتله يې څو وارې خرڅلاو زيات شوى، د تازه ګلانو د يو تن پلورونکي په وينا پخوا به په واده او ښاديو کې تازه ګلان ډېر کارېدل خو نن سبا د غم په مراسمو کې كارول كېږي، نوموړي رسنيو ته ويلي که څه هم ګلونه ګران شوي خو دى يې په ارزانه بيه پلوري ځکه چې ټول په غمجنو مراسمو کې کارول کېږي او دى هم په دې غمونو كې ځان ورسره شريك ګڼي.

په دې وروستيو كې اوباما اعلان وكړ چې د افغانستان د جګړې لپاره به ۳۰ زره نور سرتېري هم ولېږي، دا د دوى لپاره د شرم خبره ده ځكه چې اوس هم په هېواد كې په زرګونو بهرني سرتېري موجود دي دا چې دې ځواكونو څه ونه كړل نو نور به يې هم ونه كړاى شي، دا چې دوى شل نه كړه نور به يې هم نه كړي، بلكې نور به هم په خوارو او بې وزلو افغانانو د اور لمبې بلې شي، او د هرې ورځې د ملكي كسانو د مړينې كچه به نوره هم ډېره شي.

دې جګړو افغانانو او پښتونخوا ته دومره انساني تلفات اړولي چې تابوتونه هم اوس په دوه چنده بيه پلورل كېږي. د تابوتونو بيې ځكه لوړې شوې چې هره ورځ په لسګونو كسان د مخالفينو، جاسوسانو، طالبانو، القاعده، شكمن، او نورو نومونو مري. خو هر څوك چې مري داسې هېڅ يو ارګان نشته چې دا څېړنه وكړي چې آيا دا مړينه په څه ډول رامنځ ته شوې، دا بمبار د څه په موخه شوى، سلطان منادي خبريال يې ولې هېڅ بې هېڅ وواژه؟ هو دوى خواشيني څرګندوي او پلاي استوي. آيا د نورو ملتونو او نورو هېوادونو مشران او رايه غوښتونكي هم زموږ د ملك د مشرانو او رايه غوښتونكو په ډول دي؟ نه هېڅ كله هم نه! د هغوى چې كوم كس په كوم بل ملك كې بندي هم شي، له هغه ملك څخه په نړيواله كچه غوښتنه كوي څو يې كسان ورته خوشي كړي، خو زموږ په ملك كې په رڼه ورځ بمبار كېږي، د سړك په غاړو په شخصي موټرونو بريدونه كېږي، په ودونو بمبار كېږي خو بيا هم موږ داسې څوك نه لرو چې په ريښتيا هم د خپلو هېوادوالو درد درك كړي، د بهرنيانو له خوا د دوى د مړينو او بمباريو په ريښتيني ډول پوښتنه وكړي، نن ورځ ټول افغانان په دې حيران دي او دا وايي آيا داسې څوك شته چې زموږ پوښتنه وكړي!!!. خو هېڅ كله هم نه، موږ د داسې يوې ورځې او داسې مشرانو او چارواكو په هيله يو، چې د دردونو او كړاوونو په وخت كې مو پوښتنه وكړي او د خپلو هېوادوالو ستونزې درك كړي او په غم يې غنجن شي.

د همداسې يوې ورځې په هيله.