کور / نثر / لیلی د آزادۍ بل نوم دی

لیلی د آزادۍ بل نوم دی

کله چې نړۍ جوړه شوه، زنځېر په کې نه وو. خدای نړۍ بې زنځیره جوړه کړه.
آدم زنځیر جوړ کړه. شېطان ورسره مرسته وکړه.
زړه زنځیر شوه، مینه زنځیر شوه، نړې له زنځیرونو ډکه شوه، او ټول آدم زاد زنځیري لیونیان شول.
خدای بې زنځیره نړۍ غوښته. د بې زنځیره نړۍ نوم جنت دی.
د آدم ازموینه همدلته وه. د شیطان لاسونه له زنځیرونو نه ډک ول.
خدای وویل:« زنځیرونه وشلوه. کېدای شي چې ستا د زنځیر نوم مینه وي».
چا خپل زنځیرونه وشلول. د هغه نوم يې مجنون کېښود. مجنون نه لیونی وو او نه زنځیري. دغه نوم شیطان په هغه کېښود. شیطان غوښته چې آدم دې په زنځیرونو تړلی وي.
لیلی خپل مجنون بې زنځیره غوښته. لیلی پوهېده چې خدای څه غواړي.
لیلی د مجنون سره مرسته وکړه چې خپل زنځیرونه وشلوي. لیلی خپله زنځیر نه وه. لیلی نه غوښته چې هغه دې زنځیر وي. لیلی پاتې شوه؛ ځکه چې لیلی د آزادۍ بل نوم دی.