کور / تازه خبرونه / دوردګو دجلريز ولسوالۍ ۶۵۰ کورنیو سره خوراکي مرسته وسوه

دوردګو دجلريز ولسوالۍ ۶۵۰ کورنیو سره خوراکي مرسته وسوه

د وردگ ولایت دجلریز ولسوالۍ (۶۵۰) اړو کورنیو ته خوراکي توکي وويشل سوه ، داخبره د ميدان وردګ د مطبوعاتي دفتر لخوا خبرپاڼه کي ياده سوې ده .

د دجلریز ولسوالۍ پنځو حوزو (۶۵۰) ا ړو او بې چاره کورنیو ته د (UNOPS) دموسسې لخوا دایټالیا هېواد د (۴۸۰۰۰۰) لکه افغانیو په مالي لګښت خوراکي مواد ددې ولایت مرستیال علی احمد خاشع ،دسیمه ییزې شورا غړو او ولسوال لخوا وویشل شول.

په دغو مرستو کې دهرې کورنۍ لپاره (۱۰۰) کیلوګرامه اوړه، (۵۰) کیلوګرامه وریجې او ۱۸ لیتره غوړي شامل دي
په خبرپانه کي ويل سوي چي دې ته ورته مرستي به د سيمي نورو ولسواليو اړمنو خلکو ته هم پيل کړي خو دقيقه نېټه نه ده ياده سوې ، نوموړي مرستي په داسي وخت کي ترسره کېږي چي سر له اوسه زيات شمېر افغانان دسړې هوا او خوراکي توکو نشتوالي له ستونزو سره مخامخ دي .
کارپوهان په دې نظر دي چي د ليري پرتو سيمو اوسيدونکو سره د بېړنيو مرستو تر څنګ دولت او بهرني هيوادونه بايد د اوږده مهال لپاره داسي پروګرامونه عملي کړي چي له مخي يې دغه ولسونه په خپلو پښو ودريږي او د کار روزګار له لاري ځانته ډوډۍ پيدا کړای سي .