دلغمان والي غوندي فسادي واليانو سره باید حساب وشي
د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د دسمبر په ۸ مه نېټه هغه څه رسوا کړل چې ډېریو محلي ژورنالیستانو پرې سترګې پټې کړې وې. د ورځپاڼې د خبریال Griff Witte د راپور پر اساس په ولایتونو کې ډیری خلک د والیانو او نورو چارواکو له لاسه له طالبانو سره یو ځای شوي.
ورځپاڼې د لغمان والي لطف الله مشعل ته چې په دې وروستیو کې یې زرګونه جریبه دښتې دشهرکونو په نامه په غیرقانوني توګه خرڅ کړي نوم اخیستی او ویلي یې دي چې د کرزي د ادارې تر والي د طالبانو له خوا ګمارل شوی والي شهیدخیل له خلکو سره ډېر په تماس کې دی.
دا هغه څه دي چې د ښاغلي کرزي په تېره دوره کې په سلګونو ځله ځینو بااحساسه او هېوادپاله لیکوالو مطرح کړې خو ددولت له خوا ورته هېڅ پاملرنه نه ده شوې. د لغمان والي مشعل چې لوړې زده کړې یې په امریکې کې کړي، په رښتیا هم د لغمان خلک تر پوزې راوستي، لکه څنګه چې واشنګټن پوسټ وایي چې له کوچنیو دوکاندارانو هم باج اخلي تر دې هم یو لوېشت تېر دی. ددغه ښاغلي زیاتره وخت پر دې لګېږي چې څنګه د لغمان د غریبو خلکو غوښې وخوري او څنګه ددغه ولایت د الیشنګ ولسوالۍ چارتراش په قاچاقي ډول تېر کړي چې په پایله کې دغه ملي سرمایه ورکه او ولس ته یو نه جبران کېدونکی زیان ورسېږي.
دیوه محلي ژورنالیست په وینا چې وخت پر وخت دی او نور ژورنالیستان د والي مشعل له خوا ګواښل کېږي او ورته ویل کېږي چې ددوی د هر راپور په اړه تر خپرېدو دمخه اړوندې ادارې مشعل ته په ټیلفون احوال ورکوي، په هغو خبري ادارو کې چې د مشعل د درغلیو رپوټونه یې پټ کړي د پژواک خبري اژانس نوم هم یاد شوی. ویل کېږي چې پژواک ته څو څو ځله ویډیويي کیسټې، تصویرونه او تحقیقي رپوټونه وړاندې شوي خو نشر شوي نه دي. ددې کار یو لامل ښایي دا هم وي چې د لغمان والي د ځینو خبري اژانسونو مسولینو ته نومرې ورکړي، ترڅو دده په ناوړو کړنو پرده واچوي.
په لغمان کې له تېر یو نیم کال راهیسې د طالبانو حضور زیات شوی، خلک ورسره همکاره شوي او همدا یې ښایي لامل وي، چې وخت په وخت په کې بمي چاودنې رامنځته کېږي، د ایتلافي ځواکونو له خوا کورونه تالاشي کېږي او بمبارۍ کېږي، په امریکا کې تحصیل کړی مشعل یو خاص ګروپ لري چې دده په نه موجودیت کې د کارونو ټولې واګي همغوی ته سپارل کېږي. د والي ویاند چې د شاروال په توګه د والي له خوا معرفي شوی و د عامو خلکو له خوا له شاروالۍ وشړل شو. نوموړی اوس په یوه وخت کې کله کله تر پنځو زیاتې دندې هم ترسره کوي. ساپی چې اوسمهال په لغمان کې د اجراییه ریاست سرپرست دی، وخت نا وخته د ویاند، د ولایت سرپرست او نورو ادارو د سرپرستۍ دنده هم پر غاړه اخلي.
د خواشینۍ ځای دادی چې تر کومه به نړیوال ژورنالیستان ولایتونو ته ورځي او د والیانو له اصلي څېرو څخه به پرده پورته کوي، په افغانستان کې مطبوعات ولې باید دومره کمزوري وي او که چېرې له واقعیتونو خبرېږي پرده پرې اچوي نو بیا خو باید د افغانستان مطبوعاتو ته د ټولنې هنداره ونه ویل شي.
د واشنګټن پوسټ د خبر تر نشرېدو وروسته اوس د افغانستان لوی څارنوال ته په کار دي چې د لغمان د والي دوسیه هم له هغو نورو فاسدو چارواکو سره په یوه فایل کې کېږدي پر کومو چې د پراخو درغلیو تور دی او په دې وروستیو کې یې د امریکې د سفارت د مسولینو په وینا ملیونونه ډالر په غیر قانوني توګه دوبۍ ته انتقال کړي.
دلراوبر يادونه :
دا ټولو ته څرګنده ده چي په افغانستان کي نژدې ټول چارواکي د خپل زور په کارولو ژورناليستان او ولس پر خپلو خيانتونو اوفساد پرده اچولو ته مجبوروي ، لراوبر دولس پر وړاندي د فسادي چارواکو د فساد څخه د پردې پورته کولو په لاره کي په ډېره بې پروايي ګام پورته کوي او په دې ډول د خپل ولس ګټو او حقوقو ساتلو ته ترجېح ورکوي ، که ستاسو سره د چارواکو د خيانتونو اسناد اوشواهد موجود وي ، لراوبر ته يې راوليږئ . د پورتنۍ موضوع په اړه خپل دسترګو ليدلی حال يا نظر همدلته ثبت کړئ . کوم دوستان چي د احساساتو تر تاثير لاندي د قلم عفت تر پښو لاندي کوي تبصرې به يې ړنګي او د تکرار په صورت کي به يې لراوبر په کمپيوټرونو کي وتړل سي .