کور / سياسي / سیاست ولسي ناسته پاسته اغیزمنه کړې

سیاست ولسي ناسته پاسته اغیزمنه کړې

سرو، شنو او سپینو انقلا بونو زموږ ښونه پوهنه، روغتیاپالنه، څارنوالي، محکمه، پولیس او پوځ ټول سیاسي کړي. اوس ان کورني، کلیوالي راشی درشې هم سیاسي شوی. دا چې موږ ولې سیاست د شفا دانه انګېرو، د ګټې او منفعت لنډه آسانه منبع یې ګڼو د ساه اخستو او ساه ایستو په شان یې د ژوند لپاره آړین بولو.زما په ان د نورو عواملو ترڅنګ به یې یو عامل د همدې یاد شوونیمره ﺉ انقلابونو اغیز وی.
انقلابیانو د ایرانیانو په اند او ژبه سیاست داسې راپېژندلی وه: “فشرده اقتصاد را سېاست ګویند”. زما په ان په پښتو د دې غونډلې مانا به داسی وی: “د ګټو موندو لنډې لارې ته سیا ست وایې”. د کارمل واکمني وه د سیاست په نامه مضمون یې په تعلمي نصاب کې دننه کړې وه. هاغه وخت زه په یولسم ټولګي وم. یو ورځ د سبق موضوع د جمهور رﺉس د دندو په آړه وه.
هاغه څلور دندې لري:
۱- د مسلحو قواوو سراعلی قوماندان
۲- د مرکز ي کمیټې عومي منشي
۳- د انقلابي شورا رﺉس
۴- د دولت رﺉس
د ښوونکي دې خبرې زموږ د غوږو تړنګ وویست(لدې وروسته په هېواد کې له حزبي پرته بل څوک ولس مشرنشی کېدای) پدې چې د شوروي اتحاد په شان زموږ هېواد هم حزب رهبري کوي. یوازي د نوی افغانستان دجوړښت له عمرنه هاغه وخت ۲۴۰کاله تېر شوي وه او د هغوی حزب ایله ۱۵ کلن کېده. نوموړو ماشوم حزب په وچ زور دبډا افغانستان مشراو لارښود وګرځوه .پخپله ځوانان تنکي حزبیان د بې طرفو ولسي مخورو مشرانو،د دیني او معنوي علماوو او د تجروبو د خاوندانو لارښوونکې،پرېکړې کونکې واکمن شول. وطن پالنه ،ولس پالنه،حق پالنه پوهه، کاري تجروبه او حب وطن د حزبیتوب په وړاندې د هېڅ په جمع شو.
لوړمقام، منصب، واک، ځواک د کیڼ اړخو د ۱۵ کلنۍ مبارزی اود ښی اړخو د۱۳کلن جهاد روا حق وګرځېد. څرګنده خبره ده که د ټولنې روڼ اندي طبقه عوامواو بېوزلو ته داسې شعور او ذهنیت ورکړي چې په محضې د سیاسي تړاو په لرلو سره د زر/ زور او ایډیال ژوند څښتتن کېږي څنګه چې دوې پخپله وشول. یقیني خبره ده ډېر لوستي کسان به یې لېوال شي. همدا وجه شوه چې د ځینونفس یې وتنخوه د سیاست مینه وال او مینان شول. لقمان حکېم نه چا وپوښتل آدب دې له چا نه زدهکړ. وېل له بې آدبانو، څه چې هغوې کول ما ونکړل. له بده مرغه چې ولس د هغوی له ناکامو او نا مشروع کړوڅخه د عبرت سبق زده نکړ بلکې د هغوې تصور او ذهنیت یې واخیست اوپه منډ یې ورغلل څه کسان دحزبیانو اوڅه د تنظیمیو ملاتړ کونکي شول. ۱۳۶۶ کال وه. زه دغزني د ۱۴مې فرقې نه کابل ته ( د نوی او پخونۍ قطعو په موافقه ) تبدیل شوی وم. قومندان د علم وخبر د راکولو پرځاې جبري د داسې یو افسر د لاس لاندې پر دندې وګومارلم چې پخوا په همدې غونډ کې عسکر پاتې شوی وه. ما وویل چې چې داکړنه دقانون خلاف ده یوداچې زه قانوني تبدیل یم اوبل ما حربي پوهنتون لوستی مسلکي آفسریم د قوماندان منطق دا وه. ته باېد د انقلاب لپاره قرباني ورکړی، هاغه یو فعال حزبي ده دا لس کاله له حزب او انقلابه دفاع کوې. د مجاهدینو په واکمنۍ کې له جلال اباد نه کابل ته په لاره وو په ګوګامنډه کې د خوړله څنګ سره څوکسو وسله والو مینې بوس د محصول اخستو لپاره ودروه. مساپرو او موټرچلونکي په یوه خوله وویل موږ د نغلو،سروبي سربېره د لارې ټولو پاټکوته محصول ورکړې داخو پاټک ندې؟ هغوې په غوسه چیغه کړه موږ شهېد پدې خوړکې ورکړی دا پاټک مو دلته نوې جوړ کړ. انقلابي سرلارو ټولنه لومړي په ایډیالوژیکي افکارو وویشله ولسي دود،رواج او کولتور یې د منځنۍ پېړیو وراسته کړه ونومه ول او د ټولنۍ د وروسته پاتې کېدو عامل یې وګڼل. خپله حزبي او تنظمي اېډیا او سیاسي فرهنګ یې د پخوانیو هغوبدیل کړ. ټولنې د هغو د جذب اوهضم توان نه درلود.قهراوغضب وپارېد بريد، تېري او ځان ژغورنه رامنیځته شوه. ولس د دفاع سنګر ونیوه سیاستوالو د حملې. په پایله کې ولسونوهغوی دځاني ،اقتصادي، معنوي کولتوري او ملي آرزښتونو د خورا زیان په بیه له تخت نه وپرځول. لوبه پایته ونه رسېده. بلکې نوی بڼه یې خپله کړه. کیڼ اړخو چې پرون یې په ټوله نړۍ کې د بی وزلو انسانانو د ژغورلو او ښی اړخو دټول اسلامي امت دحق ګټلو نارې وهلې نن یې د قوم، ژبې، سیمې او مذهب په نامه د مسایلو په مطرح کولو لوبه پیل کړه. پدې فعل یې ټولنه لا پسې په ډلګیو وویشله د ولسونو ترمنځ واټن نور پسې ډیرشوو په ولسوالیو کې د کليو او په ښارنوکې د سړکونو، کوڅو ان ګاونډ یان ترمینځ دښمني وزېږېده. انقلابیانو د انقلابي تصوراو ذهنیت په پیاده کولو سره نه يې په کوردننه د ریښتنیني، منلې هېواد پال، ولسپال مشر او انساني، اسلامي او افغاني تهذیبونو ته ژمن نومیالي او د معنوي، کولتوري او تاریخي ارزښتونو ساتونکي او ګټونکي سالار اعتبار ونه ګټه همدارنګه یې په نړۍ واله کچه د کامیابه واکمن، ځواکمن خپلواک سیاستوال حیثیت ونه موند. سره لدې چې د نوم ویستنې اوشهرت لپاره یې د روسانو/عربانو /غربیانو/ پنجابیانواو ایرانیانو د مر یتوب غړوندې د ځانو په ګډون د ولس په غاړه هم وکړ. ټولنۍ او ولس ته یې د مالي/ ځاني/ معنوي او کولتوري زیانونو بیه له محاسبې وتلې خبره ده.
په هېواد کې دننه او بهرډېرې کولتوري/هنري اوآدبي ټولنې د ولس د نژدیوالي/ یووالي او ویښتیا په خاطرجوړې شوی. دا ډیرنیک او دروند کاردی. زه یې په اخلاص سره ستایم. خو ښې پایلې اولاسته راوړنې به هاغه وخت ولري چې د حزبي تړاو اوتنظیم پالنې پرځا ې ولسي اړیکې اوهېواد پالنه معیارکړي. په خواشینۍ سره باېد دا تریخ حقېقت ووایم چې په دوی کې یو شمېر ټولنۍ شته: که په کابل کې غونډه جوړه وی له بدخشان/ هرات/ کنړ. نه پخواني سیاسي یاران رابولي لېکن په خواکې نژدي شاعر/آدیب/ څېړونکې او ولس پال عالم نه خبره وی. په بهر کې له دې بد تره نادوده کوی. د ټولنۍ د سرکسان د تیلفون په مزي په يوه موضوع سره وګړیږي بیا له امین کولو وروسته یو تن ته د راپور/ پرېکړه لیک/ اعلامیې د لیکلو او ویب پاڼو ته د استولو چارې ورسپاري. سبا یې هېوادوال په وېب پاڼو کې لولي په (…) هېواد کې ټولو میشته افغانانو په ګډون غوڼډه جوړه شوی وه او په غوڅ اکثرېت سره یې دا (…) پرېکړه لیک/اعلامیه صادره کړې.
ټولنې باید د فصل او بېلتون د وینا اوشعار د حزبي اوغیرې حزبي د بیا بیا کړو او ویلو ناکامه عمل ونکړې پدی چې د دې وژونکې کړنې لومړي او نیغ آغېز به یې په ولس وي خو څوکاله وروسته به یې شرمونکي او مرګونې ګذار پخپله همدوی وي. څنګه چې د هر انقلاب په مړینه سره به انقلابیان هم مړه شول لیکن ولس به د پخوا په شان په اخلاقي/ عقدتي اوسپڅلي ملي غرور په لرلو سره هسکه غاړه او اوچت سر ولاړ وه. دعلاج لار په څه کې ده؟ ټوله پړه باید په بهرنیانو وا نه چوو دا موږ وو چې هغوی مو راو بلل د هغوې د ملاتړ د ترلاسه کولو او ځان ورله د بااعتباره او وفادارملګري د ثابتولو په خاطر پخپل کور/کلي او هېواد کې د پردیو د کشف دلګې شوو. لدی وروسته باېد دا کړنه ونکړو، سیاست ته د چارو دفن په څېروګورو نه د پوهۍ. حزب/تنظیم /ډله اوډلګۍ د ولس د وصل لپاره وکاروو نه دفصل او بیلتون په موخه. د حزب او تنظیم په غړیتوب د مکافا تو/ امتیازیاتو او باج اخستو پر ځای د خولو په تویه ولو/ لاسو په تڼاکولو او د نه ستړي کېدونکي زیار ایستلو په ثبوت ولس ته ځانونه خادم وښییو، د مجردیت او انفرادیت شعور نه بلکې د عمومیت او اجتماعیت شعور وپالو، د ځان/ ډلې/ حزب او تنظیم پالنه او مړونه دملت اوهېواد وژنې په مانا ومنو. برعکس د ملت په ښېرازۍ/ ځواکمنۍ او د هېواد په آبادۍ کې ځان/ حزب او تنظیم ووینو. وینا وې لږ او عمل ډیر کړو.
الهي ژر تر ژره په افغان ولس کې ولسي روحیه او مینه راژوندۍ کړې.
۱۲/۲۰۰۹/۴
‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎‎