کور / تازه خبرونه / د سودان دارفور کې پنځه سوله ساتي سرتېري وژل شوي دي

د سودان دارفور کې پنځه سوله ساتي سرتېري وژل شوي دي

د يوناميد يوه قومندان ويلي پوځيان يې هغه مهال ووژل شول، چې د شنقلي طوبايه پنډغالي کې د اوبو په وېشلو بوخت وو .
نوموړي ويلي چې يوه يا دوو نامعلومو وسله والو پرې ډزې وکړې .
د افريقايي اتحاديې مشر جان پينګ دا بريد په سختو ټکو غندلی دی
بل خوا د ملګرو ملتونو سرمنشي بان کي مون هم د سوله ساتو پوځيانو په وژلو خواشيني ښوولې او له سوډاني حکومته يې غوښتي چې مجرمين ژر تر ژره ومومي او په سزا يې ورسوي .
د یادونی وړ ده چې دارفور کې پر ٢٠٠٣ کال هغه مهال تاوتريخوالی اوج ته ورسېده، چې افريقا الاصله ياغي ډلو خرتوم کې د سوډاني حکومت پرضد فعاليتونه پيل کړل.
د بشري حقونو ټولنو له ٢٠٠٣ کاله تر اوسه دارفور کې د وژل شويو کسانو شمېر ٣٠٠ زره کسان ښودلی او ويلي دي چې د جګړو او تاوتريخجنو پېښو له امله دوه اعشاريه اووه ميليونه خلک خپلو مېنو پرېښودو ته اړ وي دي .
له دې سره د تېرکال له جنوري مياشت نه دغلته د سوله ساتو ځواکونو د وژل شوو شمېره ٢٢ ته رسېدلې ده
په وژل شويو پوځيانو کې دوه د رواندا او يو دارفور کې د سوله ساتو ځواکونو (يوناميد) پوځي بلل شوی .
دا په دارفور کې تېرو دوو ورځو کې پر سوله ساتو دويم بريد دی