کور / تازه خبرونه / د ايټاليا په لومړي وزير حمله شوې

د ايټاليا په لومړي وزير حمله شوې

د ايټاليا ٧٣ کلن لومړى وزير سيلويو برلوسگوني په ميلان ښار کې د يوې غونډې په ترڅ کې خپلو محافظه کارو پلويانو ته اوږدې خبرې وکړې؛ له غونډې وروسته ديوه گډونوال په لاس چې په خپل موټي کې يې اوسپنيزه ډبره پټه کړې وه ، په خوله په سوک ووهل شو، لومړى وزير ځاى په ځاى رانسکور او سخت ټپي شو، ملګرو يې ډېر ژر د ميلان ښار روغتون ته يووړ
د ايټاليا تلويزيون اعلان وکړ،چې لومړى وزير،له غونډې وروسته د خپل موټر څنگ ته ولاړ و ،چې يوۀ کس پرې د سوک گوزار وکړ،په داسې حال کې چې له خولې او پزې يې وينې بهېدلې ملگرو يې روغتون ته ورساوه، په لاره کې ددې لپاره چې ځان روغ وښيي له موټر څخه ښکته او پلى روان شو، خو وينې ترې ډېرې بهېدلې نو له دې امله يې همکارانو موټر ته واچاوه او روغتون ته يې ورساوه، ډاکټرانو له کتلو وروسته ورته وويل چې ٢٤ ساعته بايد په روغتون کې بستر شي.
د ايټاليا پوليسواعلان وکړ : د پېښې په تور يو تن چې ٣٠ تر ٤٠ کلنو عمر لري نيول شوى ،چې په اغلب ګومان يې په موټي کې اوسپنه پټه کړې وه