کور / خبرتیا او پيغامونه / جرمني: د باچاخان د شلم تلین مقدماتي غونډه

جرمني: د باچاخان د شلم تلین مقدماتي غونډه

په جرمني کې د غفار خان « باچا خا ن » د شلم تلین مقدماتي غونډه
 


 


د عدم تشدد لارښود، خدايې خدمتگار، خان عبدالغفار خان « باچا خان » د شلم تلین د لمانځنې


د آمادگی لپاره د جرمني په بن ښار کې سږ کال د جنوري په شلمه نيټه یوه مقدماتي غونډه جوړیږی. 



د دی لپاره چې سږ کال دغه تلین په ښه توگه ولمانځل شی (بیلابیل سمینارونه، د فلمونو ښودنې، معلوماتي غونډې او د کتابونو چاپول)، د باچا خان د تلین په ورځ (د جنوري په شلمه) علاقمندو هېوادوالو ته د گډون بلنه ورکول کېږی. 



هیله مند یم، چې موږ د خپلو عملي وړانديزونو او په دغه لوی کار کې د خپلې برخې په اجرا کولو


سره زموږ د باچا هېر شوی غږ راژوندی کړو. 
 



تاسو ته سترگه په لار


ډاکتر محمد یحیی وردک


بن ښار، د ٢٠٠٨ م کال جنوري، افغانیک
 



نوټ: تاسو کولای شی، چې د پوستې او بریښنالیک له لارې هم زموږ سره اړیکې ونیسۍ او په دغه کار کې شریک شی.  



وخت: یکشنبه، د ٢٠٠٨ کال د جنوري شلمه، د مازدیگر څلوربجې


ځای: د افغانستان معلوماتي مرکز (افغانیک)، د بن ښار



 
 
 


آدرس:
Seminar-Raum / AFGHANIC


(im Brunn Autoland)


Justus-von-Liebig-Str 24


53121 Bonn, Germany



معلومات:


Tel 0228 – 409 76 30


Mobil 0174 741 73 06


info@afghanic.org