کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د افغانستان پر پخواني تاريخ باندې نوې رڼا اچول

د افغانستان پر پخواني تاريخ باندې نوې رڼا اچول

د SOAS د »باختري ژبې د کرونولوژۍ پروژې« نتيجې به د جنورۍ په پنځه ويشتمه نېټه وړاندې شي. دغه نتايج د افغانستان پر پخواني تاريخ باندې په زړه پورې نوې رڼا اچوي. 



باختري، چې د اسلام څخه مخکې د افغانستان تر ټولو مهمه ژبه بلل کېږي تر دوو لسيزو وړاندې تقريبا نه وه پېژندل شوې. په وروستيو دوو لسيزو کې په دغه ژبه تر يو سلو پنځوسو زيات نوي اسناد وموندل شول چې په پوستکي، تکه او لرگي باندې په هغه کاږه يا کورسيف خط کښل شوي دي چې له يوناني ليک څخه سرچينه اخلي.


په دغو اسنادو کې چې د SOAS د پروفيسر نيکولس سيمس ويليمس لخوا لوستل او ترجمه شوي دي، حقوقي تړونونه، مکتوبونه او بودايي متنونه شامل دي.


هغه د څلورمې تر اتمې ميلادي پېړۍ پورې اړه لري، چې د دغې سيمې يوه په تياره کې پرته، خو له پېښو ډکه دوره بلل کېږي، په داسې حال کې چې افغانستان څو څو ځله د خارجي قواو تر يرغل لاندې و: دغه ځواکونه د ايران د ساسانيانو امپراطورۍ، ترکانو او نورو کوچياني قومونو څخه عبارت وو چې د شمال او ختيځ لخوا او بالاخره مسلمان عرب او پارسيان راغلل چې دې هېواد ته يې اسلام راوړ په داسې حال کې چې پخوا په افغانستان کې بوديزم او زردشتي دين تر ټولو پياوړي اديان وو. ټولې دغه پېښې په باختري اسنادو کې منعکس شوې دي په کومو کې چې د لرغوني افغانستان د سياسي او ټولنيز تاريخ په برخه کې نوي په زړه پورې معلومات په لاس راغلي دي. په هغو کې د ناپېژندل شويو واکدارانو نومونه، د افغان ولس تر ټولو پخوانی ذکر او سيمه يز رواجونه راپه گوته شوي دي لکه پولي اندري يعنې د يوې ښځې سره د څو مړونو واده کول. 



د »باختري ژبې د کرونولوژۍ پروژه« چې د پروفيسر نيکولس سيمس ويليمس له طرفه يې مشري او د لويې برتانيې د هنر او بشري علومو د څېړنو جرگې لخوا يې تمويل کېږي، په 2004 م کال کې په دې موخه جوړه شوه چې د دغو اسنادو نسبي او مطلقه کرونولوژي يا د واقعاتو شرح رامنځ ته او د هغې په چوکاټ کې د دغو غني تاريخي محتوياتو څېړنه او تعبير و‍شي.


د باختري اسنادو د څلورمې برخې تاريخونه ټاکل شوي خو دوره يې تعيين شوې نه ده. د دغې پروژې يوه مهمه لاسته راوړنه دا ده چې د دې دورې شروع د ساساني امپراطورۍ د بنسټ ايښودنې سره مصادفه ده چې په کال 223 م کال کې واقع شوې ده. په زياتو حالاتو کې ممکن ده چې د دغو اسنادو د ليکلو کال، حتی د هغو د ليکلو ورځ حساب او معلومه شي.



د دغې پروژې بريالۍ بشپړونه به د يو نړيوال ورکشاپ په ترڅ کې چې د لرغوني هند او ايران تراست يا بنسټ له خوا يې په کامبريج کې کوربه توب کېږي، څرگنده شي. په پرانيستونکې غونډه کې به د 2008 م کال د جنورۍ د مياشتې په پنځه ويشتمه نېټه د جمعې ورځې په ماسپښين د پروژې د ټيم د درېو غړو او همدارنگه له لويې برتانيې او بهر څخه د نورو نومياليو څېړونکو لخوا  مقالې وړاندې شي. د غونډې په پای کې به د يوې مېلمستيا په ترڅ کې د هغو دوو نويو کتابونو هر کلی وشي چې د همدې مقصد لپاره به چمتو کېږي: د افغانستان له شمال څخه باختري اسناد په نامه د يو کتاب دويم ټوک د نيکولس سيمس ويليمس لخوا او د پخواني اسلامي خراسان څخه عربي اسناد په نامه يو بل کتاب د جوفري خان له اړخه. 



د اديتور دپاره يادونې:



د نيکولس سيمس ويليمس په تاليف د افغانستان له شمال څخه باختري اسناد نومی کتاب په دوو ټوکو کې د نور فونډيشن لخوا د ازيموت اديشن په همکارۍ خپور شوی، (اکسفورد 2000; لندن 2007). لومړی ټوک چې د پروفيسر هېلموت هومبخ له خوا »يو فلسفي او ژبپوهنيز شاهکار« بلل شوی دی (په BSOAS 65, 2002, ص 418) حقوقي او اقتصادي اسناد رانغاړي په داسې حال کې چې دويم جلد مکتوبونه او بودايي متنونه لري.



ده سکول اف اورينتل اند افريکن ستديس (SOAS) د لندن د پوهنتون يو کالج دی چې په لويه برتانيا کې د اسيا، افريقا، نژدې او منځني ختيځ لپاره د لوړو زده کړو په برخه کې د تخصص يوازنی مرکز دی.