هلمند: شپږپوليس ټپيان سول

32 | دسمبر 14th, 2009


دهلمندپه گرشك ولسوالى كې دوسلوالونښتوپه ترڅ كې شپږپوليس ټپيان شوي دي.
دگرشك ولسوال عبدالاحدخان وايي چې ددوشنبې په شپه وسلوالوطالبانودگرشك ولسوالى په ځينوسيموكې كمينونه نيولي ووچې په دې ترڅ كې يې نښتې رامنځ ته اوشاوخوايونيم ساعت يې دوام درلودچې په پايله كې يې شپږپوليس ټپيان شوي دي.
دده په ويناچې په دې نښتوكې وسلوالوطالبانوته هم مرگ ژوبله اوښتې خودوى ته يې شميره نه ده په ډاگه شوې.
خووسلوالوطالبانوتردې مهاله په دې اړه څه نه دي ويلي.
ديادونې وړده چې څوورځې وړاندې هم ياده ولسوالي ددرنونښتوشاهده وه.

Copyright Larawbar 2007-2024