غزل

36 | دسمبر 14th, 2009


ټول شول بېلماځه چنديان کلک مسلمانان نشته
له کومې ورځې چې ملګرو طالبان نشته

اول کې ژمنې د خدمت بيا وروسته هېڅ نه کوي
زمونږ مشرانو کې له سره هېڅ ايمان نشته

اوس راته مه وايه چې کله دې خولګۍ راکړله
بيا راته وايه چې نتکۍ نشته پېزوان نشته

زه ترې ډارېږمه، هغه ملا کم عقله دی چې
تاته يې ويلي ستا په سترګو کې پېريان نشته

لېونۍ ټولو جينکيو ته پېغور ورکړی
ستاسو يوې زما ( يرغل ) غوندې جانان نشته

Copyright Larawbar 2007-2024