غزل

36 | دسمبر 14th, 2009


توریې کړو چې تیز شي نظر نورهم دتیرو سترګو
خدای خبر چې بیا به څومره وژني په چړو سترګو

بیا د زړونو ښکار ته راوتلې د سینګار سره
ګوري راته خاندي خماري آشنا په سرو سترګو

داسې به ښکاریږي بې آزاره او آرام درته
څوک دې غلط نشي قاتلانو په دې مړو سترګو

په یو نظر به یوسي د زړګي سکون په غلا درنه
نکړي د امن طمع هوښیار د غلچکو سترګو

وژنې طاهري نن صبا هرڅوک د ټوپک په زور
خو وژني زما آشنا پخپل ملالو غمزدو سترګو

Copyright Larawbar 2007-2024