کور / تازه خبرونه / طالبانو څلور تښتونکي اعدام کړل

طالبانو څلور تښتونکي اعدام کړل

د اسټرالیا سنډې ټایمز ورځپاڼی په خپل تازه راپور کی لیکلي چی طالبان اوس د کابل ولایت په ولسوالیو کی د خلکو د هرکلي سره مخامخ دي او هغوی د حکومتی مامورینو ، پولیسو او پوځیانو د کورونو پر دروازو خطونه ځړوی او خبردارﺉ ورکوی چی د حکومت سره همکاري ختم کړي که نه سزا به ورکول سی . راپور زیاتوی چی عوام اوس د حکومت د فساد او زورزیاتي څخه ستړي سوي او طالبانو ته ترجیح ورکوی . راپور د کابل ـ کندهار پر لویه لار په کمپنۍ کی د طالبانو لخوا څه موده مخکی د دوو ډګروالانو اعدام ته اشاره کوی او په وردګ ولایت کی د طالبانو لخوا د یو هلک د څلورو تښتونکو نیول او پسی اعدامول بیانوی . دغه هلک په کابل کی د چایو د یو لوی سوداګر زوی و چی وتښتول سو خو وروسته طالبانو هغوی ونیول او هلک یې ترې خلاص کړ او هغوی څلور واړه یې په میدان ښار کی د یوې ونی څخه راځوړند او اعدام کړل . د هلک پلار وروسته دوه لکه ( ۲۰۰۰۰۰ ) ډالره د خپل زوی د خلاصون په خاطر طالبانو ته انعام او سوغات ورکړ .