کور / تازه خبرونه / افغانستان ته د عسکرو د لېږلو اعلان زور غوښتئ

افغانستان ته د عسکرو د لېږلو اعلان زور غوښتئ

د امريکا ولسمشر له سي بي ايس ټلوېزون سره په خپله تازه مرکه کي د تېري اونۍ د هغي وينا په هلکه خبري کړي چي د نيويارک په پوځي اکاډمۍ کي يې افغانستان ته د لېږل کېدونکو عسکرو په مخ کي وکړه.
ولسمشر اوباما وايي هلته يې د وينا پر مهال ځکه احساسات راوپارېدل چي د افغانستان جنګ ته يې عسکر لېږل او د داسي فکر کاوه چي شايد ځيني کسان يې هيڅکله ژوندي راستانه نسي.
نوموړي ويلي د افغانستان په هکله تصميم نيول ډېر سخت کار و ورته او زياتوي چي دا يې ښايي د جمهوري رياست د دورې تر ټولو سخته پرېکړه سي.