کور / تازه خبرونه / پاکستان :بمي چاودنې ١٠٠ کسانو ته مرگ ژوبله واړوله

پاکستان :بمي چاودنې ١٠٠ کسانو ته مرگ ژوبله واړوله

د پاکستان په ډېره غازي خان کې د پنجاب د وزيراعلى د مشاور د کور مخې ته په يوه چاودنه کې ٢٠ کسان مړه، ٥٠ ټپيان او ٣٠ نوريې له خاورو او لوټو لاندې دي.
دډېره غازي خان د پوليسو مشر حسن اقبال خبريالانو ته وويل د پنجاب د وزير اعلې د مشاور (سردار ذوالفقارکهوسه) د کور مخې ته چې يوه سوداګريزه، او د استوگنې سيمه ده چاودنه شوې. چې له امله يې تر دم گړۍ ٢٠ کسان مړه، ٥٠ ټپيان او ٣٠ نور ترخاورو او ډبرو لاندې دي.
د پاکستان دولتي تلويزيون په غازي خان ښار کې ددې چاودنې له امله د اورلگېدنې صحنې ښکاره کوي.
حسن اقبال په خپلو خبرو کې وويل شاوخوا ٢٥ دوکانونه په بشپړ ډول ويجاړ شوي دي ، د بېړنۍ مرستې ډله په وخت د پېښې ځاى ته رسېدلې چې مړه او ټپيان روغتون ته ورسوي.
د خاورو لاندې کسانو د رايستلو لپاره لا هڅې روانې دي
خبر زياتوي دا بمي چاودنه د سيمييزو امنيتي ځواکونو د پوستې مخې ته شوې ده.
پاکستاني چارواکو ويلي دي د چاودنې شدت او ډېرې ورانۍ ته په کتو کېداى شي د مړو او ټپيانو شمېره له دې هم ډېره شي.