کور / تازه خبرونه / برتانيا: خپلې ځينې هوايي اډې تړي

برتانيا: خپلې ځينې هوايي اډې تړي

د ډيلي ټلگراف ورځپاڼې د خبر له مخې د برتانيا د دفاع وزارت مرستيال (کوانټين ډيوس) نن سهار اعلان وکړ ،چې د خپل هېواد د سلطنتي هوايي ځواک ځينې اډې به ددې لپاره وتړي چې په افغانستان کې د برتانوي سرتېرو لپاره ښه نظامي بود جه برابره کړي.
ډيوس زياته کړه، دا تر ټولو ښه نظر دى چې د سلطنتي ځواک ځينې هوايي اډې وتړو او په هوايي اډو مصرفېدونکې روپيو په افغانستان کې د خپلو ځواکونو لپاره نظامي تجهيزات تيارکړو،
نوموړي دا خبرې په داسې حال کې وکړي چې د برتانيا د دفاع وزير (باب اينزورث) په پام کې لري نن د برتانيا د پارلمان استازو ته اعلان کړي ،چې د برتانيې د نظامي بودجې ١،٥ ميليارده ډالر په افغانستان کې د برتانوي سرتېرو سره د مرستې لپاره بېل کړي.
چې خپلو سرتېرو ته بم شنډونکي روباټونه، بې پيلوټه الوتکې او نور اړوند توکي استخدام کړي.