اوباما پر کویټه بم وري نه غواړی، یو امریکایی ووژل سو

ډاکټر نثار احمد صمد | دسمبر 15th, 2009


د پاکستان « ډېلي ټایمز » نن د امریکا د نیوزویک مجلې او لاس انجلس ټایمز ورځپاڼی په حواله ولیکل چی د بارک اوباما سلاکاران ( پر کویټه د بم ورۍ په ارتباط ) پر دوو برخو ویشل سوي دي . پوځی مشاورین یې پر اوباما پرله پسې فشارونه اچوی چی پر کویټه باندی هم باید د بې پيلوټه طیارو بم وري شروع سی ، خو ملکی او سیاسی مشاورین یې له دې کاره منع کوی او بارک اوباما هم تر اوسه د دوهمی ډلی سلاکارانو پر خوا دی . لومړۍ ډله مشاورین په بلوچستان کی د طالبانو پر مشرانو بم وري غواړي خو دوهمه ډله مشاورین خبردارﺉ ورکوی چی دا کار به جنګ نور هم شدید او پراخ کړی او هم به د پاکستانیانو خښم راوپاروی څو چی نتیجه به یې د اسلام آباد ، کابل او واشنګټن درو واړو لپاره زیانمنه وی . خو د پوځی مشاورینو فشار مسلسل مخ پر زیاتېدو دی .
د یو بل خبر له مخی چی ناټو ورکړ ، ویل کیږی چی نن یو امریکا یی عسکر د هېواد په جنوب کی د طالبانو د ماین ښکار او ځای پر ځای ووژل سو خو د زخمیانو تعداد یې و نه وایه .

Copyright Larawbar 2007-2024