کور / تازه خبرونه / هلمند:دوه بریتانیوی او دوه افغان عسکر وژل شوی دی

هلمند:دوه بریتانیوی او دوه افغان عسکر وژل شوی دی

په هلمند ولایت کی دوه بریتانیوی او دوه افغان عسکر وژل شوی دی .

د هلمند ولایت په سنګین ولسوالی کې د سه شنبه په مازیګر افغان او بریتانیوی ځواکونه د دوو ځان مرګو برید کونکو تر برید راغلل چی په پایله کې دوه بریتانیوی او دوه افغان سرتیری وژل شوی او دوه افغان سرتیری ټپیان شوی دی .
په هلمند ولایت کی د ۲۰۵ اتل قول اردو د دریمی لوا قوماندان د دی خبر د پخلی په اړه وویل : د هلمند ولایت د سنګین ولسوالۍ په مرکزی سیمه کې
افغان او نړیوالو ځواکونو پیاده ګذمه کوله چی په یوه عراده موټرسایکل دو ځان مرګی برید کونکو د آیساف بریتانیوی ځواکنو او افغان ځواکنو تر څنګ یې د ځانونو څخه تړلی چاودیدونکی توکی یې وچادول او په نتیجه کی یې دوه بریتانیوی او دوه افغان سرتیری وژل شوی او دوه افغان عسکر سخت ټپیان شوی دی.

دوه افغان او دوه بریتانیوی عسکر په هلمند ولایت کی په داسی حال کی وژل کیږی چی د یکشنبه په ورځ د بریتانیا هیواد صدراعظم او د افغانستان جمهور ریس حامد کرزی په کندهار ولایت کی سره ولیدل.