کور / تازه خبرونه / فليپين: په زرهاوو کسان د فليپين له مرکزي سيمې تښتېدلي.

فليپين: په زرهاوو کسان د فليپين له مرکزي سيمې تښتېدلي.

د الجزېرې انگرېزي برخې راپور ورکړ،چې د (مايون) اورغورځونکي غرونو د په جوش راتلو له امله، له ٢ زرو ډېرو کورنيو خپل کورونه پرېـښي دي او له سيمې تښتېدلي.
له څو دولتي خبر داريو وروسته د فليپين هېواد د ټاباکو د ښاراو شاوخوا څلورو نوروښارگوټو خلکو خپل کورونه پرېښي دي .
تر اوسه ٢ زره او ٦١١ کسان له خطر څخه بچ شوي دي او کېداى شي چې په راتلونکو ورځو کې به ٩ زره نور کسان هم سيمه پرېږدي ، په انځورونو کې ښکاري چې د مايون اورغورځونکي غره څخه د اورونو فوارې او لاوا په ډېر شدت سره راوځي
دا اورغورځونکى غر په ( الباى ) ولايت کې له پلازمېنې مانيلا څخه ٣٦٠ کيلومتره لرې سوېل خواته پروت دى ، د غره لوړوالى ٢ زره او ٤٧٢ متره دى
د مايون اور غورځونکى غر له ١٦١٦ زېږدي کال راپه دې خوا ٥٠ ځلې په جوش راغلى ،چې وروستنى ځل يې په ٢٠٠٦ زېږدي کال کې و،چې ٣٠ زره کسان يې بې کوره کړل.