کور / طنز / د اوږده ژوندانه راز

د اوږده ژوندانه راز

 کرزي سر په زنګون ایښی وو ، بوش له هغه وپوښتل:  څه خبره ده مستر کورزی!
هغه له بوش څخه وپوښتل :کاوبای  استاذه !ستا په اند څه وکړم چې ولس ما د شاه شجاع  په نوم په ګوته نه کړې؟
بوش ورته ویل: کښینه حال یې نه لرې زیاته! په دی نه پوهیږی؟




 د خپل کام په کار کې پښې لنډې لنډي او بې ننګي کوه!
کله چې وباما راغي له هغه يي وپوښتل:  توریه یاره !
 ستا په اند څه وکړم چي ولس په ما خوشاله شي  او زما  دژوند دعا وکړي؟
 هغه ورته ویل : ته  وده زه د خپلو سلا کارو سره وګورم په هغو به ستا د کار غوټه خلاصه کړم ،
سبا يي هغه  ته وویل:
مسترکورزی!
 دا ډیر اسانه کار دی هر چیرې چې سفر کوې هغه لاس په لسټونی مرستیال مارشال ته  فرمان پریږده چې هغه ستا تر راتګه سر پرست  ولسمشر دی  او دا فرمان په تلویزیون کې د ولس تر غوږه رسوه
دهغه دنوم په اوریدو به ولس تل ستا د سر دعا کوي!
اوس چې چکر ته  هم ځي لا هغه ته د سرپرستي فرمان اعلانوي، چې ولس دزړه له اخلاصه د هغه روغتیا ته دعا وکړي
نن د انګریزو صدراعظم کابل ته راغلی  ولسمشرله هغه وپوښتل : نانی آِغا! تاسو انګریزان په سیاست کې ډیر مخکی یاست داسی ترکیب شته چې ولس زما کورنۍ ته هم دعا وکړ ي!
 هغه ځواب ورکړ :  خود!دا وار چې چکر ته وځي دویم مرستیال سر پرست کړه !
 ټول ولس به ستا په راتګ سره  په جمع د شکرانې لمنځونه وکړي.


کنايي :حال يې نه لري( کښینه ږغ مه باسه)؛سر په زنګون اېښول ( پرېښانه کېدل)؛په ګوته شوی ( مشهور)؛د کار غوټه خلاصول ( مشکل حلول)؛لاس په لسټونی( نژدی)؛پښي لنډي لنډي کېدل ( په ویره تګ).