کور / کیسه / پيرزوينه

پيرزوينه

گل افغان، دغه بوډا كوچى رنځور د كوټې په ديواله اړخ ولگاوه چې پر زمكه و نه غورځېږي. پرله پسې رنځ ډېر كمزورى كړى و. ژېړبخونه ښكارېده. د روغتون په دې سړه كوټه كې دى يوازې نه و. د كوټې په پاسنۍ برخه كې رجب على اكا پروت و چې د ډېر ډنگروالي په توسن د هډوكو نرې كڅوړې ته ورته شوى و او زامنو يې كفن لا د مخه ورته برابر كړى و. له هغه وروسته د انه گلدي ځاى و چې نن سهار يې ډېر ژړلي و او له نورو ناروغانو څخه يې د خپلې كورنۍ او بچيانو په هكله پوښتنې كولې. بيا د گل افغان ځاى و چې ډېر خيرن ښكارېده او د كټ د يوې پښې په ځاى يې پخې خښتې ايښې وې.


گل افغان د امسا په زور په مخ وخوځېد او ځان يې خپل كټ ته ورساوه.


كله يې چې لاس په كټ تكيه شو، شكر يې ويست او كېناست. دوه- درې ځلې يې سا راښكوده او بيا يې د خپلې كوټې نور ملگري له سترگو تېر كړل. د ده كيڼې خوا ته لومړى يو شپږ- اووه كلن ماشوم و چې د كاغذ باد د الوزلو په وخت كې له بامه راغورځېدلى و او پښه يې ماته وه. له هغه وروسته د شوربازار نامتو حمامي لالا نصرو پروت و چې د كولمو په رنځ اخته و او ويل به يې چې زما زورورې كولمې دې وچو ډوډيو راوشړولې او په پاى كې يو كوچى پروت و چې سپي داړلى و او ورو ورو لېونى كېده.


سهار مهال يو ډاكټر راغى، ناروغان يې وكتل او دوى ته يې وويل چې نن د خوراكي شيانو يو تكړه متخصص راځي او ستاسو سره د خوراك د ارځښت په هكله علمي خبرې كوي!


گل افغان د ده خبرې پرې كړې او وې ويل:


– ډانگتر صيب دا سړى څه شي په موږ وېشي؟ لوبيا دي كه غنم؟ په خداى باندې يقين وكړه چې بچيان مې سره وږي دي.


ډاكټر گل افغان ته په غوسه وويل:


– خداى دې خوار كړه سوالگره. بس د غنمو او لوبيا خبرو زوړ كړې!


گل افغان چوپ شو؛ خو انه گلدي راپورته شو او د دوا د خوړلو له پاره يې چاى وغوښت. انه گلدي د اندخوى و چې د ډېر چاغښت له امله گل افغان (غونډى) او رجب على اكا (كلوله) باله. ډاكټر ورته وويل:


– گلدي يې او كه غونډى او كه كلوله واوره چې نن سرې اوبه نشته. چاى مه غواړه كه دا حال وي، دوه درې ورځې به ډوډۍ هم نه وي. چور گډ دى كوچيه، اوښان په بډه وهل كېږي.


دا وخت د كوټې دروازه بېرته شوه او يو چاغكى سړي سلام وكړ. جگ غنم رنگه سړى و. چاغ غومبوري او رډې سترگې يې درلودې. غومبورې، سترگې، ټټر او لنډه دا چې ټول وجود يې په غوښو ښه ډك و! ده ډېرې پاكې جامې اغوستې وې او له بوټونو څخه يې رڼايي خورېدله. چاغكي سړي خپلې عينكې په ځاى سمې كړې، دوه – درې ځلې وټوخېد، خولې ته يې كاغذونه ونيول او وې ويل:


– هو ښاغلو او مېرمنو! لكه چې تاسو خبر ياست خوراك د انسان په ژوند كې ډېر ارځښت لري. اصلاً سړى په خوراك ژوندى دى. كه انسان سم خوراك ونه لري، له راز_ راز رنځونو او كړاوونو سره مخامخ كېږي. زه به نن له تاسو سره د يوه مناسب خوراكي پروگرام په هكله خبرې وكړم. ستاسو وجود شحمياتو، پروتينو او ويتامينو ته اړتيا لري. د هر توكي كموالى د انسان روغتيا له ستونزو سره مخامخ كولاى شي.


ناڅاپه رجب علي اكا ټوخلې واخست او د چاغكي سړي خبرې يې گډې وډې كړې. انه گلدي، گل افغان او هغه ماشوم هم په خپلو كټونو كې راكيناستل چې څو ورځې مخكې سپي داړلى و. دوى به كله چاغكى سړي ته كتل چې هلته لېرې د پرديو په ځېر ولاړ وه او كله به يې رجب علي ته سترگې ونيوې چې ډېر كلك وټوخېد او لكه چې لږ وينه يې وغورځوله.


كله چې رجب على اكا غلى شو او سترگې يې بيا چاغكى سړي ته وگرځېدې. هغه وويل:


– هو اوس به راشو سهار ته. هندوان هر سهار داسې وخت يو گيلاس شودې څښي چې لا له خوبه نه وي پاڅېدلي.  زه نه پوهېږم چې دا شودې دومره وختي څه گټه لري كه يه؟ په اروپا كې خلك سهار مهال پوڅه، مستې، شودې، بيسكېټ، مرباگانې، ينه، هگۍ، لوبيا، كبان او مېوې خوري. البته جوس، قهوه او چاى هم مه هېروي. ځنې ښاغلې او مېرمنې له دې سهارني مخكې يا وروسته سگرټ هم څكوي چې خوند يې زيات شي، زه د يوه ډاكتر په توگه تاسو ته د سگرټو ست نه كوم؛ خو شودې او هگۍ او مېوې لكه كېله. ام، مڼې او داسې نور شيان چې څومره كولاى شي وخورئ. كېلې او شودې ډېرگټور شيان دي او پوره خواه شمېرل كېږي.


ددې مېوو نومونه د رجب علي اكا او گل افغان په خولو كې اوبه پيدا كړې وې.


ناروغانو ټولو يو بل ته وكتل. كوټه سړه وه او د كوچني ټپي هلك ژامې كړپېدې. هلته وړاندې چېرته چې چاغكى سړى ښكته پورته گرځېده او خبرې يې كولې يوه بخارى اېښې وه.


– هو ښاغلو او مېرمنو! د كار په ځاى او يا كور كې د لسو بجو په شا او خوا كې يو گيلاس چاى څښل كېږي. له دې چايو سره مميز، غوزان، بادام، مندكې، پسته، سنځلې، تور او سپين توتان، وچ زردالو، چاكليټ، شيرپيره او داسې نورې وچې مېوې يا خواږه شيان خوړل كېږي.


گل افغان او رجب علي اكا دوه – درې ځلې خپلې لاړې تېرې كړې او خپلو خولو ته يې رومالونه ونيول:


– پسته، بادام، غوزاڼ، سنځلې، مميز، چاكليټ او ….!!!


ناروغانو ټولو يو بل ته وكتل او بيا يې په گډه د متخصص صيب خبرو ته غوږ ونيوه:


– كه له ما نه څه شي پاته كېږي او يا هېرېږي، تاسو مرسته راسره وكړي چې ښه ځانونه پرې پوه كړو. دا ستاسو له پاره ډېر ارځښت لري چې څه وخت څه شى وخورئ او څونه يې وخورئ؟ هو عزيزانو له دې وروسته غرمه راځي.


له ډوډۍ څخه د مخه ټول فكرونه له ځانه لېرې كړئ. د كار يا بزنس يا قدرت په هكله فكر كول د سړي خورمن(اشتها) خرابوي. دا وخت يوازې او يوازې د ښه خوراك په هكله فكر وكړئ او بس!


دا وخت شپږ كلن ماشوم په خپل كټ كې كېناست او شا خوا يې وكتل او وې ويل:


– زما پلار څه شو؟


– اش… ش… ت. هلكه ويده شه يا څمله. خبرې مه كوه.


ماشوم ژړه غونى غوندې شو او بيا يې پوښتنه وكړه،


– زما پلار چېرې دى؟


لالا نصرو ځواب وركړ:


– هغه مازديگر راځي. ما ته يې نن سهار وويل چې ستا د دوايۍ پيسې ورسره نه شته، هغه لاړو چې نن مزدوري وكړي او په پيسو يې ستا دوايي واخلي.


ماشوم بېرته پرېووت. وې ژړل او وې ويل:


– زه وږى يم…


كله چې ماشوم لږ غلى شو، چاغكي سړي له خپل پلاستيكي بوتله لږ اوبه وڅښلې او وې وېل:


– هو. غرمه مهال لومړى سوپ خوړل كېږي. دا سوپ له پټاټو، گازرو، گلپي، پيازو او نورو سبو څخه په جلا- جلا توگه او يا يو ځاى جوړېدلاى شي.


د كرم سوپ ډېر خوندور دى او خېټه نرمه ساتي. په كوم كور كې چې غرمه د كرم سوپ پوخ وي سړى بايد ورته مست شي. سوپ ډېر زيار غواړي او هسې خوشې چټي نه پخېږي. له سوپه وروسته د سلاد وار راځي. له نانا- گشنيزو. شنو پيازو، ټماټرو، سرو او سپينو موليو، بادرنگ، كرم، كاهو، تازه مرچو او داسې نورو شيانو څخه راز_ راز سلاد جوړېږي. دا سلاد له مالگې، سُركې يا ليمو او ځينو كريمونو سره خوړل كېږي. سلاد د سړي اشتها سموي او روغتيا ته ډېره گټه رسوي.


رجب اكا چې تر اوسه ناست و او د چاغكي سړي خبرو ته يې غوږ نيولى و، بېرته څملاست او سترگې يې پټې كړې. هغه بېگا هم څه نه و خوړلى او له ډېرې لوږې او يخني څخه يې ژامې گړيېدلې.


چاغكي سړي وويل:


– تر اوسه خو انشاء الله د خوراكي موادو په گټو او د خوړلو په ترتيب ښه پوه شوئ. هو … له سلاد وروسته يو سيخ كباب ښه لگي. دا كباب د پسه د غوښې او يا د چرگ د غوښې وي او د غوښو د ټوټو په مينځ كې يو نيم پياز، شين مرچك او ټماټر هم ښه لگي. له دې سيخ څخه وروسته منتو يا آشك راځي. كه دا نه وي، د پسه غوښه او پياز او يا د چرگانو سره كړي هډونه هم بد نه دي. له دې سره جوخت د تورو بانجانو بوراني يا داسې كوم بل څيز چې اشتها راولي، ښه لگي. بيا نو د وريجو وار راځي. د وريجو مينځ بايد په غوښو، مميزو او گازرو ډك وي. دې ډول وريجو ته قابلي وايي.


له ډوډۍ سره تر دې ځايه بايد كوكاكولا يا پيپسي هرومرو وڅښل شي چې ډوډۍ په معده كې لاندې كينوي او نور خوراك ته لاره پرانزي.


گل افغان څو ځلې په خپلو وچو شونډو ژبه راښكوده او په څنگ پرېووت. ده داسې لاسونه خوځول تا ويل چې په كوټه كې اتڼ كوي. سره له دې چې د ده غږ نه اورېدل كېده؛ خو خوله يې خوځېدله.


چاغكي سړي بيا وويل:


– گورې دا څه چې ما وويل يوازنى خوراكي څيزونه نه دي. تاسو كولاى شي پلو پوخ كړي، چلو پوخ كړي. په چلو كې سپينې وريجې او غوښه جلا پخېږي. له چلو سره سابه او كوفته هم ښه خوند كوي.  دا خوند په آشپز پورې اړه لري. د ځينو آشپزانو لاسونه بې خونده وي او پخلى يې د چا نه خوښېږي.


په هر صورت كه ستاسو پلو او چلو نه خوښېږي؛ نو كبان، د غوايه غوښه، مكروني- مرخړي او ډېر نور داسې خوندوره شيان شته چې پاخه يې كړي. له وريجو وروسته د شير برنج يا فرني وار راځي. په انگريزي دې ته سويتس وايي يعنې خواږه! په دې كې هغه شيان راځي چې له اوړو، خوږو، رنگونو، ميوو او كريمونو څخه جوړېږي او ډوډۍ هضموي. تاسو وينئ چې زموږ پلرونو او نيكونو له ډوډۍ څخه وروسته خوږ چاى يا چاى او خواږه خوړل. دا ځكه چې دوى غوښتل خپله ډوډۍ هضم كاندي.


رجب على اكا نه پوهېده چې وېښ دى كه ويده؛ خو بېده غوندې و. لاس او پښې يې كرخت شانتي وو، د وريجو بشقابونه د ده په مخ كې كتار تېرېدل. د ده لاسونه نه ورسېدل، خو په ننداره يې بوخت وو او د خولې لاړې يې تېرولې.


انه گلدي هم د رجب على اكا په شان اوږد غزېدلى و، په خوب كې يې ليدل چې په يوه سيخ كباب د ده او گل افغان جگړه ده…


چاغكي سړي بيا وويل:


– داسې شيان لكه د چرگ يا كب غوښه هېڅ زيان نه لري. تاسو دا غوښه ډېره وخوري. كه لږ تركاري د زيتون په غوړو كې پخه كړئ اكسير ترينه جوړېږي. هو رښتيا له فرني بابه وروسته د مېوې نوبت راځي. اوس خو شكر بازارونه په ميوو ډك دي، پام كوئ چې هره ورځ يوه ميوه ونه خورئ. بدلوي يې! مڼې، ناك، زردالو، آلوبالو، شفتالو، گيلاس، ام، كيلې، مالتې، سنترې، امروت، املوك، خربوزه، هندواڼه او داسې نور. وگورئ څومره ډېرې مېوې دي. تاسو څه مجوريت لري چې هره ورځ يوه مېوه وخورئ؟!.


عالمان وايي چې هره ورځ خپله ډوډۍ او مېوه بدله كړئ. كه نن د پسه غوښه خوري، سبا ته چرگ پوخ كړئ، كه نن سپينې وريجې خوري، سبا ته يې پلو كړئ. ميوه هم همداسې در واخلئ.


گل افغان چې له كراره اتڼه ستومانه شوي و، وويل:


– هى وروره زه دا شيان پېژنم. ام داسې يو تور ببر ږيرور شى دى. هـ. .. هـ.


د كوچي گل افغان خندا په چاغكي سړي ښه ونه لگېده: خو خپله خبره يې پرېښودلاى نه شواى او زياته يې كړه:


– هو چې اوږده خبره رالنډه كړم، همدا د غرمې د خوړو مينو د ماښام له پاره هم برابريدلاى شي؛ خو د ماښام ډوډۍ لږ سپكه وي.


كه د ماښامنۍ له پاره اشتها سمه نه وي، ځنې خلك ورو – ورو لږ واين يا بير څښئ او يا كوم غوړپ ترخه په سر اړوئ!


ماښام مهال د چغندرو يا وريجو سوپ ښه لگي… خو خير چې څنگه ستاسو خپله خوښه وي.


دا وخت ماشوم بيا په لټ واوړېد او ورو يې وويل:


– ابا لږ ډوډۍ راكړه.


 خو دا غږ چا وا نه ورېد. گل افغان له ځانه سره شونډې خوځولې.


د رجب علي اكا درك نه و، انه گلدي ويده و، لالا نصرو چې له يخني څخه ځان په بړستن كې پېچلى و پټ – پټ څه شى خوړل او گل افغان لكه چې له چاغكي سړي څخه خپه وي، هډو بلې خوا ته مخ اړولى و.


چاغكي سړي بيا وويل:


– هو ښاغلو او مېرمنو! ژېړغوړي او نباتي غوړي ستاسو په درد نه لگېږي. د غوړيو خوراك ته هڅه مه كوئ؛ خو د جوارو غوړ بد نه دي. د پسه غوښه هم ډېره مه خورئ چې غوړه ده. ورېجې، كچالو او وچه ډوډۍ تاسو چاغوي. له معدني اوبو څخه پرته نورې اوبه مه څښئ. كباب ښه دي. هم خوندور دى او هم يې غوړ څڅېدلى وي. كبان كله نا كله له مسالې سره په  تبۍ سره كوي. سره له دې چې غوړ به وي، خو عجبه مزه كوي.


د چرگانو يخني د ينې له پاره ښه ده. څوك چې سگرت ډېر څكوي بايد د چرگ يخني هرومرو وڅښي. هو… اوږه مه هيروي چې جگ فشار راټيټوي. رښتيا له دې ټولو سره – سره دوه شيان مه هيروئ چې ….


ناڅاپه رجب علي اكا وټوخېد. داسې وټوخېد چې تا ويل زړه به يې له خولې راووزي او په گل افغان يې غږ وكړ چې ډاكتر راوغواړي…


چاغكي سړي وويل:


– زما خبره خلاصه ده. فقط دوه دقيقې نور غوږ ونيسئ.


د رجب علي اكا سا بنده – بنده شوه، سترگې يې رډې – رډې وختې او ورو يې وويل:


– لږ غوښه… زما بچيانو ته …


چاغكي سړي وويل:


– ښه ده. هو ما ويل چې ورزش او استراحت مه هيروي. هر سهار لږ واك كوئ او هر ماسپښين يو_ دوه ساعته خوب! د خوب بستره بايد ډېره نرمه او كوټه لږ تياره وي. كه دا وخت سلو غوندې موسقي هم ورسره واورئ، خوب به مو ډېر خوندور وي.


رجب علي اكا بيا وينه وگرځوله او خپله ټوله بستره يې په وينو سره كړه او بيا اوږد وغزيد او سر يې يوې خوا ته كوږ شو. ماشوم بيا ډوډۍ – ډوډۍ نارې ووهلې او گل افغان ته لكه چې بيا د اتڼ شوق ورغلى وي. لالا نصرو او انه گلدي مخونه پټ كړي وو، لكه چې ټول ويده وو.


چاغكي سړي چې دا حال وليد خپل كاغذونه ټول كړل او په داسې حال كې چې روانېده وويل: نن همدومره مرسته او پيرزوينه بس دى!! زما دنده دا ده چې دا خلك په يو څه شي پوه كړم. زه د همدې خلكو له پاره له اروپا څخه راغلى يم او د همدوى له پاره تنخوا اخلم!؟


كندهار
د افغان بېسيم مېلمستون
  27 / 2 / 2003