کور / تازه خبرونه / جرمني افغانستان ته ۲۰۰۰ نور پوځيان ليږي

جرمني افغانستان ته ۲۰۰۰ نور پوځيان ليږي

جرمني وايي افغانستان ته دوه زره نور پوځيان لېږي، د جرمني يوې ورځپاڼې دا خبر پرون خپور کړ او ويلي يې دي، جرمني دا اقدام د امريکا او ناټو تر غوښتنې وروسته کوي.

د ناټو او جرمني د دفاع وزيرانو ته نژدې سرچينو ويلي دي، ناټو او امريکا د دې اقدام ستاينه کړې ده.
ويل شوي چې دغه پرېکړه به په لندن کي د افغانستان په اړه تر جوړېدونکي کنفرانس وروسته وشي.

جرمني په افغانستان کې د ناټو درېيم ستر غړى هېواد دى چې، نژدې 4500 عسکر لري چې اکثره يې د افغانستان په شمال کې دېره دي.

جرمني ويلي دي چې خپل عسکر به د افغانستان نورو برخو ته ونه لېږي.

بله خوا د فرانسې د دفاع وزارت هم ويلي دي چې ښايي فرانسه هم افغانستان ته پنځلس سوه نور پوځيان ولېږي.