رايه ورکړئ !!! ستاسو رايه افغانستان ته لومړی مقام ورپه برخه کوي.

رحيم ګل څاروان | دسمبر 17th, 2009


کرکټ یورپ ویبپاڼې داسې هڅه پيل کړې چې له مخې یې د کال غوره کرکټ لوبغاړی ټاکل کیږي، پدې ویبپاڼه کې لس کرکټ لوبغاړي پيژندل شوي او له خلکو غوښتل شوي چې ورته راېې ورکړل شي ترڅو د کال غوره لوبغاړی یې وپیژني. پدغو لسو لوبغاړو کې له افغانستان دوه لوبغاړي حمیدحسن او محمد نبي عیسی خېل هم برخه لري، دوی واړه د افغانستان پياوړي لوبغاړي دي، د محمد نبي وروستۍ لوبې په اماراتو کې هغه لا پسې زیات وځلاوه او د حمید حسن تیز بال هم هغه ته پوره شهرت ورکړی، لر او بر ویبپاڼه له ټولو کرکټ مینه والو غواړي ترڅو د دغو دوو لوبغاړو په مخکې کولو کې ونډه واخلي دا هم د ویبباڼې پته:


دلراوبر يادونه :


حميد حسناوسنيو رايو ته په کتو سره حميد  حسن تر نورو مخکي روان دی ، د لراوبر ويبپاڼي اداره پر ولس ږغ کوي چي  د حميد حسن رايو ته په کتو سره د نوموړي چانس زيات دی ، له تاسو ټولو هيله کوو چي حميد حسن ته رايه ورکړی اوپه دې ډول ددې مقام لپاره د افغانستان نوم يقيني کړئ . څنګه چي په دې سيالۍ کي د افغانستان دکرکيټ ملي لوبډله مطرح ده ، موږ پوره باور لرو چي دې سيالۍ ته بل کانديد محمد نبي خان به هم له موږ  سره پر دې خبره موافق وي .


دا ځای کليک کړی او رايه ورکړئ


د (لــېږل  ) کيلي په وهلو دا خبرتيا خپلو ملګرو ته هم  ايمايل کړئ

Copyright Larawbar 2007-2024