کور / تازه خبرونه / پرانستی ليک: د کورنیو چارو وزیر صاحب د پام وړ!

پرانستی ليک: د کورنیو چارو وزیر صاحب د پام وړ!

په دی پوهیږو چی څومره په وطن او خلکو مین پولیس هره ورځ د مرګ کندی ته غورځی آیا وزیر صاحب ، مرستیالان او د شعبو ریسان پدی باره کی فکر کوی؟
هو! فکر کوی زه په خپله پدی باور یم چی وزیر صیب یو وطنپال شخصیت دی او همدارنګه د ده مرستیالان او مادونان. خو یوه خبره په زغرده کوم چی ابتکار نلری او یایی نه کوی.
بښنه غواړم ، لږ مخکی ولاړم او د زړه درد راباندی غالب شی، هغه پولیس چی باید خلک وساتی خپل ځان نشی ساتلای.
وزیر صیب : د افغانستان پولیس (ستاسو پولیس) د یوه مکار ظالم او خونخوار دښمن سره لاس او ګریوان دی ، دښمن هره ورځ لکه د مکاری ګیدړی په څیر نوی تاکتیکونه په کار اچوی ، که چری تاسو دیته توجه کړی وی او یوه سروی وکړی نو درته څرګنده به شی چی دښمن په لږ کمیت او لږو پیسو موږ ته ډیر تلفات او اقتصادی زیان اړوی ، ولی ؟
ځکه چی د موټرو څخه کار اخلی ، موټر د باروتو ډک کړی په دولتی دفاترو ، امنیتی پوستو ، وزرتخانو او سفارتونو حملی کوی د ولیانو په دفترونو چپاو کوی، که موټر نه وی نو یو څوک خو په اوږه د سلو تر پنڅو سوو کیلو ګرامو چاودیدونکو توکی نه شی نقلوی، او دا کار د موټر په زریعه وی .
محترم وزیر صاحب او د ترافیکو ریس صیب : باید یادونه وکړم چی د جاپان څخه چی د موټرو تولیدونکی هیواد دی ، هم جاپانی موټر په افغانستان کی ارزان دی ، ولی؟
دا ځکه چی موټر افغانستان ته بی محصوله (ګمرک) راوردیږی او دا موټر چی د یوی ریکشا په بیه دی سلګونو زرو زرو ته رسږی . القایعده اوطالبان دا موټر په کلو او ښارونو کی په ډیره ارزانه بیه اخلی او د شپی ورته چاودیدونکی توکی راوړی او د انفجار د پاره یی تیار کړی او د کابل زړه ته هر ځای چی وغواړی په یوه ساعت کی ځان رسوی او چاودنه کوی .
په اوسنی وخت کی به ستا تر څنګ کارپوه خلک ناست وی او په دی به پوهیږی چی د موټرو د پاره کوم اسناد په کار دی ؟ که پو پوهیږی نو ولی اقدام نه کوی ؟ ما ته افغانستان کی د مسولینو منطق معلوم دی ، شاید چی تاسو ته به ووایی چی محصول کول د مالیی وزارت کار دی نه د کورنیو چارو وزارت .
لږ زحمت درکوم یو څو مشخص وړاندیزونه لرم
الف : ټول موټر باید لاندی اسناد ولری .
۱ـ تخنیکی پاسپورټ (دګرځیدو جواز)
۲ـ د تخنیکی معاینی سند
۳ـ د خرید او فروش سند
۴ـ د بیمی سند
پورتنی اسناد د هغو موټرو ته ورکول کیږی چی قانونی ګمرک شوی وی او یا ګمرک شې .
ب: ټول هغه موټر چی ندی محصول شوی باید محصول شی.
وزیر صیب : په افغانستان کی په سلګونو زره موټر ندی محصول شوی او هیڅ ډول اسناد نلری . دیته کانتینری موټر وای . دا موټر په کلیو او ښارونو کی ګرځی او ما په خپلو سترګو لیدلی دی ، یو ځل زما ځوی د 2002 کال اوتومات تویوتا کاروله ډوله موټر په 2000 ډالر اخیستی و ، چی دا ډول موټر په شرقی اوروپا کی 10 ـ 12 زرو ډالرو پوری قیمت لری . زه چی کله په افغانستان کی اوسیدم موږ د موټر د اخیستو توان نه درلود او کله چی راغلم نو دا موټر می ولید خوشاله شوم خو چی کله می د اسنادو پوښتنه وکړه نو هیڅ یی نه درلودل ، نو ډیر ژر مو بیرته په همغه پیسو خرڅ کړ . القایعده او طالبان دا ډول موټر په ارزانه بیه رانیسی او بیا ستا پولیس پری وژنی .
کچیری تاسی دا موټر محصول کړی پدی کار به مو د وی ګټی کړی وی لومړی دا چی دا ډیری پیسی دی او د دولت بودیجه به پری ډیره تقویه شی موټر به څښتن پیدا کړ
دوهم: په القایعده به مو سخت اقتصادی ګوزار کړی وی دی دوی د حملو امکانات به کم شی .او زموږ د تنکیو پولیسو د وژل کیدو موخه به یو څه ډب شی .
دریم : په دی سره به تاسی د موټر اصلی څښتن معلوم کړی چی چا په چا خرڅ کړی دی .
ـ موټرو ته د تخنیکی پاسپورټ چی کوچنې لکه ستاسو ( دهویت کارت) په اندازه ورکړل شی په دی کی د موټر مشخصات او اصلی مالک څرګند وی ، پدی باندی ستاسو کارکونکی ښه پوهیږی مګر هغه کتابچه چی د جواز سیر په نامه یادیږی ډیر زوړ ماډل دی
موټر ته دی د ګرځیدو د جواز پرته د حرکت اجازه ورنکړل شی.
د اخیستلو او پلورلو رسمی شریعی سند :
ما ولیدل او تاسو هم لیدلی چی په افغانستان کی دخرڅونکی په سپین کاغذ ا و دستخط موټر اخیستل کیږی او هیڅوګ د هیچا څخه پوښتنه نه کوی چی دا موټر د چا دی . او هغه سند هیڅ قانونی ارزښت نلری .
زما وړاندیز داد چی : د کورنیو چارو وزا رت د داسی محکمی ایجاد کړی چی وکولی شی د خرید او فروش شرعی سند اجرا کړی دا کار مشکل نه دی نه کومی ډیره بودیجی ته اړتیا لری . که چیری یو ډاکتر د شخصی معاینی اچازه لری نو یو حقوقدان او یا قاضی ولی د دی اجازه و نلری چی شرعی سند اجرا کړی ، د شرعی سند نمونه دی د کورنیو چارو وزارت هغوی ته ورکړی لکه چاپی عریضی یا شریعی وثقې غوندی .
د موټر د خرڅلاو څخه د دولت ته مالیه ورکړل شی . په شرقی اوروپا کی د موټر د اخیستو پروسه دوه ساعته وخت نیسی . او کچری ته موټر په خپل نوم کوی نو یو څه ډیر وخت نیسی او تا ته نور قانونی اسناد درکوی تر څو چی موټر ستا په نوم کیږی دا کار مشکل نه دی ځکه اوس د کمپیوټر زمانه ده
ـ دریور ته د لایسنس ورکول: د دنیا په هیڅ ملک کی څوک بی لایسنسه موټر نه شی چلولی یوازی په افغانستان کی دا کار کیږی ولی؟ اته کاله شول چی ټوله دنیا په افغانستان کی عسکر لری د اوریدو له مخی نوی زره پولیس لرو او موږ یو خوار دلیل وایو چی مشکلات دی .
وزیر صیب : په عبوری پوستو کی موټر درول کیږی د دی پر ځای چی پولیس ددریور اسناد او د موټر اسناد وګوری مسافرو ته وایی چی د موټر څخه ښکته شې او بیا یې تلاشی کوی او پوښتنی او ګرویږنی کوی البته ټولی بی منطقه پوښتنی چی د خلکو د خفګان سبب ګرځی ، تاسو فکر وکړ چی ایا د القایعدې او طالبانو کوم مزدور به دی کرایی موټر پواسطه په خپل پنډکی کی داسی څه راوړی چی خلک پری ووژنی ؟ نه هیڅکله هم نه هغوی دومره بی عقل نه دی .
دوی دا موټر چی : تخنکی پاسپورت ، تخیکی معاینه، بیمه او محصول نه لری لومړی ښار ته داخل کړی البته د بی هویته شخص په درایوری نو لدی څخه په ځانمرګی برید کی ګټه اخلی .
وزیر صیب : پوهیږم ستا وخت قیمتی دی تاسی په دفاعی حالت کی یاستی پولیس د حکومت سترګی ، غوږونه او ماغزه دی که پدی جبهه کی خپل قوت منسجم کړی زما په اند به ښی پایلی ولری .
موږ په خارج کی ناست یو خو په وطن او پولیسو مو زړه دردیږی که زموږ مشورو ته اړه وه حتمآ به یی ورکړو که چری خاص امر لری هم به یی اجرا کړو
کامیاب او خوشاله اوسی
په درناوی