کور / تازه خبرونه / په كندز كي د القاعد غړى او ۴ وسلوال طالبان وژل شوي

په كندز كي د القاعد غړى او ۴ وسلوال طالبان وژل شوي

د كندز ولايت امنيتي چارواكي وايي چي په پوځي عملياتو كي يې د القاعده شبكې يو مهم غړى او څلور وسلوال طالبان وژلي دي.

د كندز امنيه قومندان محمد رزاق يعقوبي ازادۍ راډيو ته وويل تېره ورځ د چاردرې په ولسوالۍ كي د افغان او بهرنيو ځواكونو په ګډو عملياتو كي د احسان الله په نوم د القاعده مهم غړى او ۴ وسلوال طالبان وژلي دي.

خو د وسلوالو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته ويلي چي په دغو عملياتو كي يې ۶ بهرني او ۴ افغان سرتېري وژلي دي

دولتي چارواكي دا ادعا نه مني.