کور / تازه خبرونه / د ګارډين خبريال او افغان ملګري يې د وسلوالو خلاص سوي

د ګارډين خبريال او افغان ملګري يې د وسلوالو خلاص سوي

د كونړ ولايت چارواكي وايي چي د ګارډين خبريال او د هغه دوه نور افغان همكاران تېره شپه د وسلوالو مخالفينو له منګولو خلاص سوي.

د كونړ د امنيې قوماندانۍ يوه چارواكي عبدالمتين ازادۍ راډيو ته وويل چي د ګارډين خبريال او دوه افغان همكاران يې تېره شپه د قومي مشرانو او دولت په ګډو هڅو د وسلوالو له بنده را خلاص كړي.

د ګارډين بهرنى خبريال او د هغه دوه افغان ملګري يوه اونۍ مخكي، د كونړ په يوه غرنۍ سيمه كي نا مالومو وسلوالو وتښتول.

چارواكو نه دي ويلي چي دغه خبريال او ملګري يې په كومو شرايطو د وسلوالو څخه خلاص سوي دي.