کندهار: د ماين چاودني پنځه ښځي دوه نارينه ووژل

34 | دسمبر 17th, 2009


د پنجشنبې په ورځ په کندهار کي د سړک د غاړي يوه ماين اووه ملکي کسان ووژل.
د کندهار د والي وياند زلمى ايوبي وايي پېښه هغه مهال رامنځته سوې چي د ملکي کسانو يو موټر په خاکرېز ولسوالي کي پر يوه ماين باندي وختئ.
د نوموړي په وينا په دې پېښه کي درې نور کسان ټپيان سوي هم دي، او د مړو له جملې څخه پنځه تنې ښځي او دوه نارينه دي.

Copyright Larawbar 2007-2024